Categories

اعلان

Loading…

سورت یوسف- امام فخرالدین رازي – التفسیرالکبیر

د الحاج مولوي زین الله منلي ژباړه او تلخیص1

یهودو پوهانو د مکې مشرکانو ته وویل چې محمد پر تاسو باندي واکمني غواړي او تاسو ته وایي چې زه د الله تعالی استازی یم او تاسو زما ومنئ، چې دنیا او عقبی مو ښه شي. څرنګه چې دی نالوستی دی، نه یې کوم کتاب لوستی او نه یې د چا شاګردي کړې ده تاسو ورڅخه پوښتنه وکړئ چې یعقوب علیه سلام له شام څخه ولي مصر ته لاړ؟ که چېرته محمد علیه سلام په ریښتیا د الله استازی وي نو تاسو ته به د یعقوب علیه سلام مفصل داستان بیان کړي او که د الله استازی نه وي نو ستاسو له ځواب څخه به پاتي راشي.

کله چې د یهودو پوهانو په لمسون د مکې مشرکانو له رسول الله علیه سلام څخه د یعقوب د سفر په باره کې پوښتنه وکړه، نو د دوی په ځواب کې الله تعالی غونډ د یوسف علیه سلام سورت نازل کړ.

دا مبارک سورت داسي پیل شو }بسم الله الرحمن الرحیم. الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۱﴾ إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ{ ﴿۲﴾ (دا د مبین کتاب ایتونه دي، موږ عربي قرآن نازل کړ د دې له پاره چې پرې ښه پوه شئ.)

}نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ ﴿۳﴾{ (موږ تا ته ښکلي قصه وکړه چې په دې قرآن کې راغلي ده اګر که ته ور څخه د مخه خبر نه وې.)

}إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ ﴿۴﴾{ (کله چې یوسف علیه سلام خپل پلار ته وویل چې ما یوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ په خوب کې ولیدل چې ما ته سجده کوونکي دي). پلار یې د ده په راتلونکي کې سترتیا او لوړ پیغمبري مقام درک کړ او ورته یې وویل:

}قَالَ يَا بُنَيَّ لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۵﴾ وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۶﴾{ (یعقوب علیه سلام یوسف علیه سلام ته وویل: ای زویه دا د خوب قصه دې وروڼو ته مه کوه، که خبرشي له څه کړاو سره به دې مخامخ کړي ځکه چې شیطان د انسان ښکاره دښمن دی. تا ستا رب غوره کوي او د خوبونو تاویل در زده کوي او خپل نعمت چې استازیتوب دی پوره در کوي اود یعقوب زوزات ته یې هم ورکوي لکه د مخه یې چې دا نعمت په بشپړه توګه ستا دوو پلارانو ابراهیم او اسحق ته ورکړی ؤ. بې شکه او بې کڼې ستا پروردګار علیم او حکیم دی.)

ابن عباس رضی الله عنه، ویلي دي چې یو یهودي عالم نبي علیه سلام ته ورغی او د یوسف علیه سلام ټول داستان یې ورڅخه واورېده. نو کله چې دا یهودي عالم بېرته خپلو نورو یهودانو ته لاړ هغوی ته یې وویل چې ما له محمد علیه سلام څخه د یوسف علیه سلام داستان داسي واورېده لکه څرنګه چې په تورات کې راغلی دی.

نو بیا دا نور یهودان نبي کریم علیه سلام ته ورغلل او دوی هم ورڅخه د یوسف علیه سلام داستان واوېده، بیا یې ورته وویل چې دا داستان تاته چا در ښودلی دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې دا داستان ما ته الله تعالی را ښودلی دی. چې په همدې مناسبت په قران کریم یادونه شوي ده، لکه چې الله تعالی وایي: }لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ (۷) إذْ قَالُواْ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۸﴾{ (د یوسف او د ده د وروڼو په دې داستان کې پوښتنه کوونکو ته د الله د سترو قدرتونو نښې نښانې دي.هغه مهال چې د یوسف علیه سلام وروڼو وویل چې یوسف او د ده ورور بنیامین له موږ څخه پلار ته ډېر ګران دی او حال دا دی چې د کار او پیاوړی وګړي موږ یو. زموږ پلار په ډېرو ښکاره تېروتنه کې دی).

لکه څرنګه چې یوسف علیه سلام د خپلو وروڼو له لاسه له کړاوونو سره مخامخ شوی ؤ همداسي نبي علیه سلام د خپلو خپلوانو، قومیانو او تربرونو له لاسه ډېرې ستونزې او کړاوونه ولیدل چې په پای کې هم یوسف علیه سلام د مبارزې د ډګر پیاوړی قهرمان شو او هم رسول الله صلی الله علیه وسلم بریالی او نړۍ ته د یوستر دین د راوړلو پیاوړی استازی شو.

د یوسف علیه سلام وروڼو سلا وکړه چې یوسف علیه سلام له مینځه یوسي او پلار یوازي د همدوی شي، چې د دوی د سلا او مصلحت یادونه الله تعالی داسي کړي ده: }اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ ﴿۹﴾ قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۱۰﴾{ (یوسف ووژنئ یا یې چېرته په کومه ځمکه کې وغورزوئ چې د پلار مخ یوازي تاسو ته واوړي او بیا وروسته له دې څخه نېکچارې شئ. په دوی کې یوه وویل: یوسف مه وژنئ او چېرته یې د کوم کوهي په ژورو کې واچوئ، کاروانیان به یې واخلي او تاسو به ورڅخه خلاص شئ، که کوئ نو داسي کار ورسره وکړئ.)

داسي ویل کېږي چې د یوسف علیه سلام وروڼه انبیاء او استازي ول، نو دوی څرنګه دا ناوړه چاره کوله؟ په ځواب کې ویل شوي دې چې د یوسف علیه سلام وروڼه په دغه مهال لا استازي شوي نه ول.

کله چې د یوسف علیه سلام وروڼه سلا شو چې یوسف علیه سلام له مینځه یوسي نو پلار ته یې وویل چې یوسف علیه سلام له موږ سره پرېږده چې له موږ سره د ساعت تېرۍ له پاره مالڅړ او ورشو ته لاړ شي او سیل وکړي. یعقوب علیه سلام زامنو ته وویل چې یوسف علیه سلام خو به درسره پرېږدم، خو هسي نه چې لېوه یې وخوري.

پلار ته د یوسف علیه سلام د وروڼو د اظهاراتو په باره کې الله تعالی ویلي دي: }قَالُواْ يَا أَبَانَا مَا لَكَ لاَ تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ ﴿۱۱﴾ أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (۱۲){ (د یوسف علیه سلام وروڼو پلار ته وویل ای پلاره ولي ته موږ د یوسف علیه سلام ساتونکي نه بولې؟ او موږ د ده ښېګڼه غواړو.)

سبا ته یې له موږ سره واستوه چې هلته په مالڅړ کې وڅري او لوبي وکړي او موږ د ده کلک ساتونکي یو. نو یعقوب علیه سلام ورسره یوسف علیه سلام پرېښود او ورشو ته ولاړ. خو په دې مهال یې زامنو ته وویل:

}قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَن تَذْهَبُواْ بِهِ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ ﴿۱۳﴾ قَالُواْ لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ ﴿۱۴﴾{ (یعقوب علیه سلام زامنو ته وویل زه په دې خوا بدی کېږم که تاسو یوسف بوځئ چې لېوه به یې وخوري او تاسو ورڅخه خبر نه یاست. زامنو یې یعقوب علیه سلام ته وویل که دی له موږ څخه لېوه وخوري او موږ لویه ډله پیاوړي یو نو موږ به ډېر ستر زیان کاران یو.)

کله چې د یوسف علیه سلام وروڼو یوسف علیه سلام له ځان سره بوته او هلته یې سره وپتېیله چې دکوهي تیاروته یې ور واچوي نو الله وایي چې موږ یوسف علیه سلام ته وحي وکړه چې ته به یو مهال دوی له خپلو دغو بدوچارو څخه خبر کړې او دوی به نه پوهېږي که لکه چې په دې باره کې الله تعالی ویلي دي:

}فَلَمَّا ذَهَبُواْ بِهِ وَأَجْمَعُواْ أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۱۵﴾{

مفسر سدي علیه الرحمة، وایي کله چې یوسف علیه سلام له خپلو وروڼو سره لاړ نو هلته په بیدیا کې ورته وروڼو خپله دښمنې وښودله، ورڼو یوسف علیه سلام په مینځ کې را ایسار کړ او د ده په وهلو یې پیل وکړ چې یوه ورور به څپېړه ورکړه بل ورور ته به د خوالي له پاره ور وړاندي شو او چې هغه به وواهه نو بل ته به ور وړاندي شو او په هیچا کې یې زړه سوی ونه لید اونژدې وه چې په وهلو وهلو یې وژلی وای. یوسف علیه سلام به سورې وهلې او ویل به یې ای یعقوبه کاشکي ته پوهېدلای چې ستا زامن ستا په نازولي زوی څه کوي؟ بیا یهودا، چې مشر ورور و، وروڼو ته وویل چې تاسو له پلار سره کلکه وعده نه وه کړي چې یوسف علیه سلام ته به زموږ په شتون کې کوم کړاو نه رسېږي نو اوس یې مه وژنئ. بیا یې کوهي ته بوته او د کوهي په غاړه یې ور څخه خت واخیسته چې په وینو یې ککړ کړي او بیا پلار ته ووایي چې یوسف علیه سلام خو لېوه وخوړ. یوسف علیه سلام وروڼو ته وویل زما خت راکړئ او ما مه لوڅوئ. هغوی ورته وویل لمر او سپوږمۍ او یوولسو ستورو ته غږ کړه چې غم دې وخوري. بیا یې په کوهي کې ور ځوړند کړ او چې نیمایي ته ورسېده نو نور یې ور وغورزاوه چې مړ شي. په کوهي کې اوبه وې او دی په اوبو کې ولوېده. بیا هلته په کوهي کې پر یوه ډبره ودرېده او ژړل یې. دوی وغوښتل چې له پاسه یې په کاڼو وولي، خو یهودا منع کړل. بیا به یهودا ورته خواړه ور وړل.

یو روایت دی چې کله چې یوسف علیه سلام په کوهي کې ور ولوېده نو ویې ویل: «ای سوبه چې ناسوب نه یې، ای نژدې چې لیرې نه یې، ای زوروره چې کمزوری نه یې پر ما باندي خوښي او ازادي راوله او له دې کړاوه مې وباسه».

او دا روایت چې ابراهیم علیه سلام په اور کې ور واچول شو نو کالي ورڅخه وایستل شول، خو جبريل علیه سلام ورته له جنت څخه خت راوړ او ور وایې غوست. بیا ابراهیم علیه سلام دا خت اسحق علیه سلام ته ورکړ او اسحق علیه سلام بیا یعقوب علیه سلام ته ورکړ او بیا هغه همدغه خت په کڅوړه کې وساته او بیا جبریل علیه سلام دا له کڅوړې څخه وکاږه او یوسف علیه سلام ته یې په کوهي کې ور واغوست.

الله تعالی وایي: }وَجَاؤُواْ أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ ﴿۱۶﴾ قَالُواْ يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ ﴿۱۷﴾ وَجَآؤُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿۱۸﴾{ (دوی د شپې پلار ته په ژړا راغلل او ویل یې ای پلاره موږ مسابقې ته لاړو او یوسف مو له خپلو کالیو سره پرېښود نو هغه لېوه وخوړ او ته خو پر موږ باور نه کوې اګر که موږ ریښتوني هم اوسو. یعقوب علیه سلام ورته وویل: تاسو ته خپلو ځانونو دا ناوړه کار ښه ښکاره کړ، صبر ښه دی او زه ستاسو د چارې په باره کې له الله تعالی مرسته غواړم.)

د یعقوب علیه سلام وروځي له غمه کښته ځوړندې شوې وې او په یوه لته یې پورته تړلې وې. نو چا ورته وویل چې دا څه دي؟ هغه وویل دا د عمراوږدېده او د غمونو ډېرېده دي. نو الله تعالی ورته وحی وکړه چې ای! یعقوبه ته له ما څخه شکایت کوې؟ یعقوب وویل ای پالونکیه خطا مې وکړه بخښنه راته وکړه.

یو کاروان په دې لاره تېرېده ، اوبه یې په کار شوې او خپل یو اوبه راوړونکی یې دې کوهې ته ور واستاوه چې اوبه راوړي. اوبه راوړونکي کوهي ته سلواغه ور واچوله او یوسف علیه سلام په سلواغې پوري ونښته او چې را وواته نو اوبه راوړونکی کارواني ورباندي خوښ شو او سورې یې کړې چې دغه دی ښکلی مریی.

لکه چې الله تعالی وایي: }وَجَاءتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُواْ وَارِدَهُمْ فَأَدْلَى دَلْوَهُ قَالَ يَا بُشْرَى هَذَا غُلاَمٌ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً وَاللّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾ وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُواْ فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ ﴿۲۰﴾{

قافله راغله او په اوبو پسي یې خپل سړی واستاوه. خو سړي ته لویه ګټه په لاس ورغله چې هغه د ده په نظر یو ښکلی غلام ؤ. د یوسف علیه سلام وروڼه درې ورځې وروسته د ده د خبر اخیستو له پاره راغلل چې ژوندی دی او که مړ؟ خو دوی په کوهي کې یوسف علیه سلام ونه لیده نو پوه شول چې چا له کوهي څخه ایستلی دی. ورپسې لاړل او ویې لیده چې یو سف علیه سلام له کاروانیانو سره دی. کاروانیانو ته یې وویل چې دا هلک زموږ غلام دی او تښتېدلی دی. هغوی ورته وویل: چې داسي ده نو پر موږ یې وپلورئ. د یوسف علیه سلام وروڼو په ارزانه بیعه یوسف پر کاروانیانو وپلوره. کاروانیانو یوسف علیه سلام مصر ته بوته او هلته یې د زلیخا په مېړه وپلوره.

د زلیخا مېړه خپلې مېرمنې زلیخا ته وویل چې دا هلک ښه وساته چې کېدای شي چې ګټه راوړي او یا به یې په زوی ونیسو، ځکه چې زوی نه لرو. لکه چې په دې اړه الله تعالی ویلي دي: }وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِن مِّصْرَ لاِمْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۲۱﴾{ (او هغه مصری چې یوسف علیه سلام یې د خپلې مېرمنې [زلیخا] له پاره وپېره خپلې مېرمنې ته وویل، چې دا هلک ښه او هوسا وساته، کېدای شي چې زموږ له پاره ګټور شي او یا یې خپل زوی وګڼو، په دې توګه موږ یوسف ته لوړ مقام او ځای ورکړ او د خوبونو تعبیرونه مو وروښودل. الله په خپل کار ښه پوه او د واک خاوند دی خو ډېر وګړي ناپوهه دي.)

ابن مسعود رضی الله عنه، وایي درې کسان ډېر هوښیار تېر شوي دي: د مصر عزیز، د زلیخا مېړه، چې د یوسف علیه سلام وړتیا یې ولیده نو خپلې مېرمنې ته یې وویل چې دا هلک ښه وساته چې دی به د کار سړی جوړ شي او موږ ته به ګټور شي. دوهمه هغه ښځه هوښیاره وه چې موسی علیه سلام یې ولید چې دکار سړی او ستر شخص دی نو خپل پلار شعیب علیه سلام ته یې وویل چې دا سړی اجیر ونیسه او درېیم ابوبکر صدیق، دی چې پر خپل ځای یې عمر رضی الله عنه، خلیفه او ځآیناستی وټاکه.

الله وایي: }وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۲۲﴾{ (کله چې یوسف علیه سلام [د مصر د عزیز په کور کې] پوه زلمی شو نو موږ ورته حکم او علم ورکړ [چې استازیتوب او رسالت دی] او موږ په دې توګه له نېکچارو سره ښېګڼه کوو.)

انسان د سپوږمۍ غوندي دی. سپوږمۍ نرۍ او ضعفه وي او بیا ورو ورو لویېږي ترڅو چې پوره او بدر شي. انسان هم داسي دی وړوکی او ضعیف وي او بیا لوی د کمالونو خاوند شي. د سپوږمۍ دوره اته ویشت ورځې او څه له پاسه ده، کله چې دا دوره چې اته ویشت ورځې ده پر څلورو ووېشل شي نو څلور اونۍ کېږي چې هره اونۍ اوه ورځې ده. د وګړو د ابدانو احوال هم په اونیو برابر شوی دی. وګړي چې وزېږي نو ډېر ضعیف او بې سېکه وي ترڅو چې اوه کلن شي، بیا په دوهمه اونیزه کې داخل شي نو د پوهې اثار په کې ښکاره شي او یو څه پیاوړی شي. بیا څوارلس کلنۍ ته ورسېږي او چې پنځلس کلن شي نو په درېیمه اونۍ کې داخل شي، یو عاقل او مکلف پوه سړی شي، شهوت په کې وخوزېږي. بیا لوېیږي او درې اونیز شي یعني په یوویشت کلنۍ کې داخل شي او بیا چې دوه ویشت کلن شي نو په څلورمه اونیزه کې داخل شي چې دا د ده د ودي دوره پای ته ورسېږي. له دې مهال څه وروسته بیا هغه مهال ته ورسېږي چې په قرآني ژبه کې دا مهال اشد بلل شوی دی او د دې پنځمې اونیزې په پای ته رسېدلو سړی پنځه دېرش کلنۍ ته رسېږي چې دا د عقل او کمال اونۍ ده. نور نو الله پوه دی.

په دې یاد شوي آیت کې چې حکمت او علم یاد شوی دی حکمت، نبوت ته ویل شوی دی او علم دیني علم ته ویل کېږي.

کله چې یوسف علیه سلام «اشد» ته ورسېد نو هم نبي شو او هم په دیني احکامو پوه شو او کامل رسېدلی سړی شو. کله چې یوسف علیه سلام رشد او اشد ته ورسېد نو په دې مهال ورڅخه د مصر د عزیز مېرمنې زلیخا ناوړه غوښتنه وکړه چې د ه داغوښتنه ونه منله او له کړاوو او ستونزو سره مخامخ شو.

الله تعالی وایي: }وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾{ (زلیخا یوسف علیه سلام ورانکارۍ ته وباله خو هغه نټه وکړه او ویې ویل چې دا مناسبه نه ده چې زما پالونکي عزیز له ما سره ښېګڼه وکړه او زه ور سره بد وکړم. څوک چې خپل محسن سره بدکوي هغه ظالم دی او ظالمان بری موندونکی نه دی.)

یوسف علیه سلام ډېر ښکلی زلمی ؤ نو د زلیخا زړه ورته ټینګ نه شو او زړه یې ورته وشو. د ده هم ورته زړه وشو، خو ده ته الله تعالی لارښوونه وکړه، د خپل زړه یې ونه منله او وتښتېده. هغه ټولې دروازې چې زلیخا تړلې وې ورته پرانیستل شوې خو چې له وروستۍ دروازې څخه واته له خپل بادار عزیز سره مخامخ شو لکه چې په دې باره کې آیت راغلی دی:

}وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ ﴿۲۴﴾{ (یوسف علیه سلام ته د زلیخا زړه وشو او د ده هم ورته زړه وشو، خو چې د خپل پروردګار برهان یې ولید نو ورڅخه وتښتېده، موږ په دې توګه خپل بندګان پاک ساتو او یوسف زموږ یو مخلص بنده دی.)

یوسف علیه سلام دروازې ته منډه کړه. زلیخا هم ورپسي وه. د شا له خوا یې د یوسف علیه سلام خت وشلاوه.

په دروازه کې دواړه له خپل بادار سره مخامخ شول. زلیخا چالاکي وکړه او خپل مېړه ته یې وویل چې هغه چا چې ستا ناموس ته یې بدکتلي دي جزاء به یې دا وي چې بندي کړای شي او یا دردوونکی عذاب او کړاو ورکول شي. یوسف علیه سلام خپل بادار ته وویل چې دې له ما څخه غوښتنه کړي ده. د زلیخا یو خپل پردې باندي داسي شاهدي وویله چې ته وګوره که د یوسف علیه سلام خت د مخې له خوا څخه شلېدلی وي نو زلیخا ریښتا وایي او دی دروغجن دی او که د یوسف علیه سلام خت د شا له لوري شلېدلی وي نو زلیخا دروغجنه ده او یوسف علیه سلام ریښتونی دی. کله چې عزیز وکتل چې خت د شا له لوري شلېدلی ؤ نو ورته یې وویل چې دا ټوله ستاسو مکاري ده، ستاسو مکاري ډېره ستره ده.

بیا عزیز یوسف علیه سلام ته وویل چې له داسي بدچارۍ څخه ځان ژغوره او زلیخا ته یې وویل چې د خپلې ګناه بخښنه وغواړه. همدا ته خطا کاره یې نه یوسف.

په دې باره کې الله تعالی داسي ویلي دي: }وَاسُتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِن دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ قَالَتْ مَا جَزَاء مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۵﴾ قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَن نَّفْسِي وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا إِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الكَاذِبِينَ ﴿۲۶﴾ وَإِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِن الصَّادِقِينَ ﴿۲۷﴾ فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ ﴿۲۸﴾ يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا وَاسْتَغْفِرِي لِذَنبِكِ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ ﴿۲۹﴾{

د ښار ښځې خبرې شوې چې د مصر عزیز ښځه زلیخا پر خپل مریه مینه ده او داسي مینه ده چې بدکارۍ ته یې بلنه ورکړي ده خو هغه ورڅخه ځان ژغورلی دی. زلیخا، د دې له پاره چې خان له ملامتیا څخه وباسي او د ښار ښځو ته وښیي چې د خپل ښکلي مریه په مینه کې ګرمه نه ده – که تاسو زما په ځای وای تاسو هم ځانونه نه شوای ژغورلای – د مصر د ښخو د چوپ کولو او ګرمولو له پاره داسي څه وکړل چې الله تعالی یې په خپله داسي بیان کوي:

}وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَن نَّفْسِهِ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۳۰﴾ فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَأً وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا هَذَا بَشَرًا إِنْ هَذَا إِلاَّ مَلَكٌ كَرِيمٌ ﴿۳۱﴾{

کله چې زلیخا د دوی ناوړه خبرې واورېدې نو دوی یې وغوښتلې، څوکۍ ګانې یې ورته کښېښودې، هر چاته یې یوه یوه چاړه ورکړه او یوسف علیه سلام ته یې وویل ورته را ووځه! نو کله چې هغه ورته راوواته او دوی هغه ښکلی بشر ولید نو ډېر ستر یې وګاڼه او خپل لاسونه یې پرې کړل او ویې ویل یوسف له داسي چارو ډېر پاک دی او دی ډېر پاک او د کرامت خاوند دی.

نو په دې مهال زلیخا د ښار ښځو ته وویل دا هغه څوک دی چې د ده په مینه کې ما ګرموئ او که دی زما غوښتنه ونه منې نو بندي به کړای شي او ډېر خوار او زار به شي. الله د زلیخا خبره داسي یادوي:

}قَالَتْ فَذَلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسَتَعْصَمَ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِّنَ الصَّاغِرِينَ ﴿32﴾{ (واقعیت دا دی چې ما له ده څخه دا ناوړه غوښتنه کړي ده، خو ده را څخه ځان وساته او که دی هغه ونه مني چې زه یې ورته امر کوم نو ارومرو به بندي کړای شي او ډېر به خوار او بېچاره شي.)

کله چې یوسف علیه سلام د دې ګواښ واورېده نو و یې ویل چې د دې ناوړه خبرې له منلو څخه ما ته بندیخانه ښه ده. ای الله له داسي چارو مې وساته. الله تعالی وایي چې یوسف علیه سلام وویل:

}قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلاَّ تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۳۳﴾ فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۴﴾{ (ای پروردګاره له دې کاره چې دوی مې وربولي ما ته بندځای ښه دی او که ته مې د دوی مکر څخه ونه ژغورې نو زما به هم ورته زړه وشي او په ناپوهانو کې به وګڼل شم. نو د ده پروردګار د ده غوښتنه ومنله او د دوی چل ول یې له ده واړاوه. دی اورېدونکی پوه دی.)

الله تعالی د یوسف علیه سلام د سپېڅلتیا په اړه وایي: }ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّن بَعْدِ مَا رَأَوُاْ الآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّى حِينٍ ﴿۳۵﴾ وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانَ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۶﴾{

بیا خبره د مصر لویانو ته ښکاره شوه چې یوسف علیه سلام پاک سپېڅلی دی، خوښه دا ده چې تر یو څه مهاله پوري بندي کړای شي.

کله چې یوسف علیه سلام بندځای ته ورلېږل کېده نو دوه زلمیان هم ورسره بندځای ته ورننوتل، یوه بندي یوسف علیه سلام ته وویل زه خوب وینم چې خمر جوړوم او هغه بل بندي ورته وویل زه ګورم چې مړۍ مې پر سر ده او مرغان یې ورڅخه خوري ته موږ ته زموږ د خوب تعبیر ووایه ته موږ ته ښه نېکچاری ښکارې.

یوسف علیه سلام دوی ته وویل چې د مړۍ له راتللو څخه د مخه به زه تاسو ستاسو د خوب له تعبیر څخه خبر کړم، دا د تعبیر پوهه ما ته الله تعالی راکړي ده، ما د ناپوهانو دین او ملت پرې ایښی دی. دوی پر الله باور نه لري او آخرت نه مني او زه د خپلو پلرونو ابراهیم، اسحق او یعقوب دین منم. موږ دا حق نه لرو چې له الله سره کوم څیز شریک وګڼو او دا پر موږ او پر ټولو وګړو د الله فضل دی. خو ډېری وګړي منونکي نه دې.

الله په خپل کتاب کې ویلي دي: }قَالَ لاَ يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلاَّ نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَن يَأْتِيكُمَا ذَلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۳۷﴾ وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ بِاللّهِ مِن شَيْءٍ ذَلِكَ مِن فَضْلِ اللّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ ﴿۳۸﴾{

په دې یادو آیاتونو کې یوسف علیه سلام خپل شخصیت او عقیده په وضاحت سره څرګنده کړي ده او دوی دواړو ته یې وویل چې دا د خوب تعبیر زه د هغې پوهې په زور کوم چې الله راکړي ده، یوسف علیه سلام دې دواړو بندیانو ته وویل چې هر وګړی مجبور دی چې الله یو وګڼي او مشرک نه شي. تاسو هم شرک پرېږدئ او موحدان شئ! ای زما د بندیخانې ملګرو بېلابېل څښتنان ښه دې او که یو مهربان زور ور الله ښه دی؟ پرته له الله څخه د بل چا عبادت بې عقلي ده او په داسي عبادت کې ګټه نه شته سراسر تاوان دی. ګټه او ښېګڼه یوازي د یو الله په عبادت کې ده الله امر کړی دی او ویلي یې دي، چې یوازي زما عبادت کوئ. دا زما دین ډېرټینګ او پیاوړی سم دین دی خو ډېری وګړي نه پوهېږي.

الله تعالی وایي: }يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۳۹﴾ مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۴۰﴾{ (ای زما د بندیخانې ملګرو ډېر بېلابېل خاوندان ښه دې او که یو مهربانه زور ور الله ښه دی؟ پرته له الله څخه چې تاسو د کومو شیانو عبادت کوئ، هغه هسي هغه نومونه دې چې تاسو او ستاسو پلارانو پر ځینو شیانو ایښي دي. د دوی پر عبادت باندي کوم دلیل نه شته حکم یوازي د الله دی. ده امر کړی دی چې د ده عبادت کوئ. دا یوازي د ده عبادت ښه ګټور ټینګ دین دی خو ډېری وګړي نه پوهېږي [او سم او ګټور دین نه پېژنې].)

اوس زه تاسو ته ستاسو د خو بونو تعبیر وایم په تاسو کې به یو بېرته په خپله دنده وټاکل شي او خپل بادار ته به د څښلو له پاره خمر ورکوي او بل به په دار وځړول شي او د ده پر سر باندي به مرغان ټونګې وهي او غوښي به یې خوري. د کومې چارې په باره کې چې تاسو دواړه له ما څخه فتوی او سلا غواړئ هغه وخته فیصله شوی حکم دی او نه بدلېږي. الله تعالی حکایتاً وایي:

} یا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا وَأَمَّا الآخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ الطَّيْرُ مِن رَّأْسِهِ قُضِيَ الأَمْرُ الَّذِي فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ (۴۱){.(د بند ملګرو،. په تاسو کې به یو په خپله دنده وټاکل شي او یو به په دار کړای شي او د سرغوښې به یې مرغان وخوري. دا فیصله لا دمخه شوي ده.)

یوسف علیه سلام هغه بندي ته وویل چې له بند څخه خلاصېده او بېرته په خپله دنده ټاکل کېده چې، له خپل بادار سره زما د بند یا دونه وکړه، خو له دې بندي څخه شیطان د یوسف علیه سلام خبره هېره کړه نو یوسف علیه سلام په بندیخانه کې ډېر کلونه تېر کړل لکه چې الله په دې باره کې وایي:

}وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ (۴۲){. (یو سف علیه سلام خلاصېدونکي ته وویل چې ما دې بادار ته وریاد کړه نو شیطان ورڅخه د یوسف علیه سلام خبره هېره کړه او یوسف علیه سلام ډېر کلونه په بندي کې پاتي شو.)

د یوسف علیه سلام د بند پر مهال د مصر واکمن خوب ولید چې اوه چاغې او څربي غواګانې د اوو خوارو غواګانو له خوا خوړل کېږي یعني چې خوارې غواګانې د چاغو غواګانو غوښې خورې او هم اوه شنه وږي په خوب کې ویني او هم اوه وچ وږي ویني.

لله د دې واکمن د خوب حال داسي بیان کړی دی:

}وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنبُلاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ يَا أَيُّهَا الْمَلأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ (۴۳).قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلامٍ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الأَحْلامِ بِعَالِمِينَ. (۴۴){.

چې الله د کوم څیز اراده وکړي د هغه څیز اسباب هم تیار کړي. کله چې د یوسف علیه سلام د ازادېدو مهال راغی نو د مصر واکمن خوب ولید چې له وچ خوړ څخه اوه چاغې غواوې را ووځي او نورې خوارې او ډنګرې غواوې یې خورې او همدرانګه اوه شنه اوتازه وږي یې ولیدل اونور اوه وچ وږي یې هم ولیدل چې شنو وږو وچ وږې له مینځه یو وړل نو د مصر واکمن خپل کاهنان ور وغوښتل او د خپل خوب تعبیر یې ورڅخه وغوښت هغوی ورته وویل دا خوشې ګډوډ بې معنی خوبونه دې او موږ یې په تعبیر نه پوهېږو په دې مهال هغه خوشې شوي بندي ته یو سف علیه سلام ور په زړه شو او ویې ویل زه د دې خوب تعبیر درته وایم. الله په دې اړه ویلي دي:

}وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَاْ أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِ فَأَرْسِلُونِ ﴿۴۵﴾ يوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَّعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۴۶﴾{

دې خوشي شوي بندي ته یوسف علیه سلام ور په زړه شو او هغه ته ورغی ورته یې وویل ای ملګریه یوسفه! موږ ته د دې خوب تعبیر ووایه چې اوو چاغو غواوو اوه ډنګرې غواوې وخوړې او اوه شنه وږي دي او اوه نور وچ وږي دي چې لاړشم او وګړو ته دا تعبیر ووایم، د دې له پاره چې دا وګړي پوه شي. یو سف علیه سلام د دې خوب داسي تعبیر وکړ.

}قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّا تَأْكُلُونَ ﴿۴۷﴾ ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّا تُحْصِنُونَ ﴿۴۸﴾ ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ ﴿۴۹﴾{.

تاسو به په ودانو اوه کالو کې کر وکړئ او څه حاصل مو چې واخیست هغه به په وږو کې پرېږدئ او لږ هغه څه چې خورئ یې هغه ورڅخه واخلئ. بیا تر دې وروسته داسي اوه سخت کلونه راځي چې دا څه مو ساتلي دې دا ټول به په هغو اوه کالونو کې وخوړل شي، دا سخت اوه کاله به هغه ټول حاصل وخوري چې تاسو ورته له مخه ساتلی دی او ډېر لږ به پاتي شي. بیا به تر دې وروسته داسي ودان کال راشي چې د وګړو سورې او فریادونه به په کې واورېدل شي او په دې کال کې به هغه څه وزبېښئ چې زبېښل کېږي، لکه کونځلې او زیتون چې غوړ به ورڅخه وباسئ او له انګورو څخه به خمر جوړ کړئ.

کله چې د مصر وکمن له یوسف علیه سلام څخه او د ده له پوهې څخه خبر شو نو امر یې وکړ چې یوسف علیه سلام ورته ورولي. کله چې د واکمن استازی یوسف علیه سلام ته ورغی یوسف علیه سلام استازي ته وویل، بېرته خپل بادار ته ورشه او ورڅخه وپوښته چې هغه د مصر مېرمنو ولي خپل لاسونه پرې کړل؟ د مصر واکمن دا مېرمنې ځان ته وغوښتلې او ورته یې وویل، کله چې تاسو یوسف علیه سلام در وغوښت ستاسو بیا حال څرنګه شو؟ مېرمنو واکمن ته وویل: «ډېر پاک او سپېڅلی سړی دی موږ په کې کومه بدي نه ده لیدلې» بیا نو زلیخا وویل چې اوس حق را څرګند شو، ما ورڅخه غوښتنه کړي وه او دی له ریښتینو څخه دی. یوسف علیه سلام وویل چې دا کار مې د دې له پاره وکړ چې عزیز ته ښکاره شي چې ما له ده سره د ده په غیاب کې کوم خیانت نه دی کړی او الله تعالی د خاینانو چلونه نه بریالي کوي الله پاک ذات دی. په دې اړه الله تعالی وایي:

}وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَاءهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللاَّتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ ﴿۵۰﴾ قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ الآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَاْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۵۱﴾ ذَلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ ﴿۵۲﴾{

کله چې د مصر د واکمن استازی ساقي واکمن ته ورغی او د یوسف علیه سلام تعبیر یې خوښ شو نو امر یې وکړی چې یوسف علیه سلام ورته ور ولي. نو یوسف علیه سلام وکمن ته له ورتللو څخه نټه وکړه او ویې ویل چې زه به هغه مهال واکمن ته ورشم چې زما حال ورته ښکاره شي او زه له تور څخه چې راپوري شوی دی خلاص شم. کوم تور چې پرما باندي لګېدلی دی، کېدای شول چې دې تور حقیقت پیدا کړی وای او د دې غټې ګناه مرتکب شوی وای. دا د الله تعالی رحمت او لور دی چې زه یې له دې بدکارۍ څه وساتلم او که نه وای خو زه هم اماره بالسوء نفس لرم، د نفس به مې منلي وه اوله ګړنګونو څخه به لوېدلای وای. الله تعالی د یوسف علیه سلام اظهار داسي بیان کړی دی.

}وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵۳﴾{

زه خپل ځان نه تبرئه کوم، چې ګوندي زما نفس سپېڅلی دی او که سپېڅلی دی دا هم الله تعالی په رحم او لور سپېڅلی کړی دی او دا کمال ما ته الله راکړی دی.

د مصر واکمن ویل، چې زه غواړم چې یوسف علیه سلام خپل ځانګړی ملګری کړم، ځکه چې داسي ستر او پوه شخصیت ته زه ډېره اړتیا لرم، نو الله وایي چې واکمن د یوسف علیه سلام باره کې داسي وویل:

}وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مِكِينٌ أَمِينٌ ﴿۵۴﴾قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ ﴿۵۵﴾{ (واکمن وویل ما ته یې راولئ، داسي ستر اوپوه سړي ته زه ډېره اړتیا لرم، نو کله چې واکمن له یوسف علیه سلام سره خبرې وکړې ورته یې وویل: ته نن له موږ سره د ستر او لوړمقام خاوند او آمین یې. نو یوسف علیه سلام [پوه شو چې واکمن راباندي اعتماد وکړ، نو څه چې ده ته ګټور ښکارېده هغه یې] واکمن ته وویل: چې ما د ځمکې پر خزانو باندي وټاکه زه ډېر ښه ساتونکی اوپوه یم [او دا شتمنۍ به ښې وساتم])

الله تعالی وایي: }وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَاء وَلاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۶﴾ وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ ﴿۵۷﴾{ (داسي موږ یوسف علیه سلام ته په ځمکه کې ځای او لوړ مقام ورکړ چې په هر ځای کې یې خوښه وی هلته استوګنه وکړي. هغه چا باندي خپل لور کوو چې ویې غواړو او نېکچارو د نېکچارۍ بدل نه ضایع کوو خو د اخرت اجر د مؤمنانو له پاره چې ځانونه ساتي ډېر ښه دی.)

واکمن له یوسف علیه سلام د مخه د خزانو ساتونکی عزل کړ او د هغه پرځای یې د هغه ښځه یوسف علیه سلام ته نکاح کړه چې لا تر اوسه پوري پېغله وه او له دې مېرمنې څخه د یوسف علیه سلام دوه زامن وشول،چې افرایم او مېشا ول.

یوسف علیه سلام په مصر کې عدل پیل کړ، ټول وګړي ورڅخه خوښ ول. واکمن او ډېرو وګړو پر یوسف علیه سلام ایمان راووړ. په مصر کې د وچکالۍ پرمهال یوسف علیه سلام په وګړو خواړه په درهمو او دینارو پلورل بیا یې ورباندي په پسونو او ګاڼو پلورل او بیا یې ورباندي په څارویو پلورل، بیا یې ورباندي پرځمکو او کورونو پلورل هر څه چې له وګړو سره پای ته ورسېدل بیایي وګړي مریه ګان کول او خواړه یې ورکول. وګړو وویل چې د داسي لوی شان خاوند واکمن موږ نه دی لیدلی نو ټول وګړي د ده مریه ګان شول. کله چې یوسف علیه سلام خبر شو، چې وګړي یې ځانونه مریه ګان بولي نو ویې ویل: چې الله د دې شاهد دی چې ما ټول وګړي ازاد کړل او خپلې شتمنۍ مې بېرته ورکړې او د دې له پاره چې پر وګړو تنګسه رانه شي نو هر چا ته یې یو اوښ بار غله ورکړله.

الله تعالی وایي: }وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُواْ عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ ﴿۵۸﴾ وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُونِي بِأَخٍ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ أَلاَ تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَاْ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ ﴿۵۹﴾ فَإِن لَّمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلاَ كَيْلَ لَكُمْ عِندِي وَلاَ تَقْرَبُونِ ﴿۶۰﴾ قَالُواْ سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَاعِلُونَ ﴿۶۱﴾{ (د یوسف علیه سلام وروڼه راغلل او ده ته ورننوتل یوسف علیه سلام خپل وروڼه وپېژندل خو وروڼو یوسف علیه سلام ونه پېژانده. کله چې یوسف علیه سلام دوی ته پوره غله ورکړه نو ورته یې وویل چې هغه بل پلانی ورور مو هم در سره راولئ. نه ګورئ چې زه پوره غله ورکوم او زه ډېر ښه مېلمه پال یم. که تاسو هغه ورور رانه ولئ نو بیا زه تاسو ته غله نه درکوم او ما ته بیا رانژدې نه شئ. د یوسف علیه سلام وروڼو وویل چې موږ به هغه راولو له خپل پلار څخه به وغواړو چې موږ یې له ځان سره راولو او دا کار به موږ ارومرو کوو.)

کله چې قحط او وچکالي ډېره شوه او په ښارونو خوره شوه نو د یعقوب علیه سلام سیمي ته هم ورسېده. یعقوب علیه سلام زامنو ته وویل چې په مصر کې یو نېکچاری سړی دی وګړو ته غله او خواړه ورکوي تاسو هم پیسې در سره واخلئ او له هغه څخه خواړه وپېرئ او بیا بېرته راو ګرزئ. د یعقوب علیه سلام زامن چې لس کسان ول یوسف علیه سلام ته ورغلل او په دې سبب ټول وروڼه سره یوځای شول. یوسف علیه سلام خپل وروڼه وپېژندل خو وروڼو یې یوسف علیه سلام ونه پېژانده.

یوسف علیه سلام خپلو سړیو ته وویل چې د دوی پیسې د دوی په بارونو کې واچوئ او چې کور ته ورسېږي او پیسې وګوري نو کېدای شي د همدې پیسو له کبله بېرته راشي.

د یوسف علیه سلام د وروڼو په باره کې الله تعالی داسي ویلي دي: }وَقَالَ لِفِتْيَانِهِ اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انقَلَبُواْ إِلَى أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۶۲﴾ فَلَمَّا رَجِعُوا إِلَى أَبِيهِمْ قَالُواْ يَا أَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۶۳﴾ قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلاَّ كَمَا أَمِنتُكُمْ عَلَى أَخِيهِ مِن قَبْلُ فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۶۴﴾{ (یوسف علیه سلام خپلو سړیو ته وویل چې د دوی پیسې د دوی په بارونو کې واچوئ کېدای شي چې د دې پیسو له کبله بېرته راشي چې پوه شي چې د دوی پیسې ورسره بېرته په بارونو کې راغلي دي. کله چې دوی پلار ته ورغلل پلار ته یې وویل چې موږ ته پوره غله رانه کول شوه نو له موږ سره زموږ وروڼر واستوه چې پوره غله راوړو، موږ به خپل ورور ښه ساتو. یعقوب علیه سلام زامنو ته وویل زه پر تاسو د ده په باره کې داسي باور وکړم لکه د یوسف علیه سلام په باره کې مې چې در باندی باورکړی ؤ؟ الله ښه ساتونکی دی او دی ډېر مهربان او لورن دی.)

الله وایي: }وَلَمَّا فَتَحُواْ مَتَاعَهُمْ وَجَدُواْ بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ قَالُواْ يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي هَذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ذَلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ ﴿۶۵﴾{ (کله چې د یعقوب علیه سلام زامنو خپله متاع پرانیستله نو دوی خپلې پیسې ولیدلې چې دوی ته بېرته ورکول شوې وې. دوی وویل ای پلاره دا موږ نه غواړو. دا هغه زموږ پیسې دې چې موږ ته بېرته راکول شوې دي او موږ اړیو چې خپلې کورنۍ ته غله راوړو او خپل ورور به ساتو او یو اوښ غله به موزیاته کړو.)

دا غله چې موږ ته راکول کېږي لږه ده خو که د ورور بار غله هم ور سره شي نو یو څه زیاتوالی خو به په کې راشي. نو ته له موږ سره زموږ ورور ولېږه. یعقوب علیه سلام خپلو زامنو ته داسي وویل:

}قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلاَّ أَن يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ﴿۶۶﴾{ (و یې ویل هیڅ یې له تاسو سره نه استوم تر څو ټینګه وعده را نه کړئ چې ارومرو به یې راولئ مګر که پر تاسو ټولو څه وشول، نو کله چې زامنو پلار ته ټینګه وعده ورکړه او ورته یې وویل چې الله پر هغه چې موږ یې وایو شاهد دی.)

بیا یعقوب علیه سلام زامنو ته وویل: }وَقَالَ يَا بَنِيَّ لاَ تَدْخُلُواْ مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُواْ مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿۶۷﴾{ (ای زامنو! په یوه دروازه ښار ته مه ننوځئ او په بېلو بېلو دروازو ننوځئ او زه هیڅ له الله څخه نه شم ژغورلای چې اراده یې کړي وي چې له کومې ستونزې سره مو مخامخ کوي. ځکه چې واک ټول د ده دی اوبل څوک د واک خاوند نه دی. ده ته مې ځان سپارلی دی او همده ته دې ځان سپارونکي ځانونه وسپاري.)

الله تعالی وایي: }وَلَمَّا دَخَلُواْ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِي عَنْهُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِلاَّ حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۶۸﴾ کله چې د یوسف علیه سلام وروڼه هغه سي ورننوتل لکه څرنګه یې چې پلار ورته ویلي ول. د دوی پلار له دوی څخه د هغې ستونزې مخه نه شوای نیولی چې الله اراده کړي وي [خو دا یوازي د یعقوب علیه سلام پر خپلو زامنو زړه خوږی ؤ چې په بېلابېلو دروازو ننوځئ او څه چې ورته الله مقرر کړي وي هغه رسېږي. د بنده زړه خوږي کوم اغېز نه لري.] او پر څه چې موږ پوهېږو الله ورباندي له موږ څخه د مخه پوه دی خو ډېری وګړي نه پوهېږي.) له یعقوب علیه سلام سره دا سودا او تشویش ؤ چې که د ده دا ښکلي ښکلي زامن په یوه دروازه ښار ته یو ځای ننوځي نو له نظره به شي څو ځه د الله اراده وي هغه کېږي او الله د چا پروا نه کوي، هغه کوي چې د ده د سترحکمت تقاضاوي.

کله چې یوسف علیه سلام وغوښتل چې خپل سکه ورور بنیامین له ځان سره ستون کړي نو د ده د ستنولو له پاره یې په دې توګه چل جوړ کړ لکه چې الله وایي:

}وَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَخَاهُ قَالَ إِنِّي أَنَاْ أَخُوكَ فَلاَ تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۶۹﴾ فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ ﴿۷۰﴾ قَالُواْ وَأَقْبَلُواْ عَلَيْهِم مَّاذَا تَفْقِدُونَ ﴿۷۱﴾ قَالُواْ نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَن جَاء بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَاْ بِهِ زَعِيمٌ ﴿۷۲﴾{ کله چې د یوسف علیه سلام وروڼه ور ننوتل خپل ورور ته یې ځای ورکړ او ورته یې وویل زه ستا سکه ورور یم نو د دوی په چارو مه خوابدی کېږه. نو کله چې یوسف علیه سلام خپل وروڼه ښه مجهز کړل او چې څه یې غوښتل هغه یې ورکړل نو خپل جام یې د خپل ورور په بار کې کېښود بیا نارې کوونکي ناره کړه او ویې ویل ای کاروانیانو تاسو خو غله یاست! د یوسف علیه سلام وروڼو نارې کوونکو ته مخ کړ او ورته یې وویل چې تاسو څه څیز ورک کړی؟ د یوسف علیه سلام وګړو ورته وویل موږ د واکمن جام ورک کړی دی او چاچې دا جام راووړ یو اوښ بارغله به ورکول شي او زه د دې ضمانت کوم. چې دا یو اوښ بارغله به ورکول کېږي.)

د یوسف علیه سلام وروڼو وویل: }قَالُواْ تَاللّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ ﴿۷۳﴾ قَالُواْ فَمَا جَزَآؤُهُ إِن كُنتُمْ كَاذِبِينَ ﴿۷۴﴾ قَالُواْ جَزَآؤُهُ مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ ﴿۷۵﴾{ د یوسف علیه سلام وروڼو وویل په الله سوګند دی چې تاسو ارومرو پوه یاست چې موږ د دې له پاره نه یو راغلي چې دلته په ځمکه کې ورانی او فساد وکړو او موږ غله نه یو. د یوسف علیه سلام وګړو ورته وویل چې که چا دروغ وویل جزاء یې څه ده ؟ د یوسف علیه سلام وروڼو وویل چې د چا په بار کې دا غلا وموندل شوه هماغه د بار خاوند یې جزاء ده. موږ همدغسي جزاء ظالمانو ته ورکوو.

الله وایي: }فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاء أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَاء أَخِيهِ كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلاَّ أَن يَشَاءَ اللّهُ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مِّن نَّشَاء وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ ﴿۷۶﴾{ نو د یوسف علیه سلام سړی د یوسف علیه سلام د ورور له بار څخه مخکې د نورو ناسکه وروڼو په بار لټولو پیل وکړ بیا یې دا جام د یوسف علیه سلام د سکه ورور له بار څخه را وایسته. الله وایي چې دا راز چل موږ یوسف علیه سلام ته وښود د واکمن په دین کې دا نه وه چې خپل ورور ونیسي، مګر که الله یې وغواړي. موږ د هغه چا درجې لوړوو چې د چا درجې لوړول غواړو او د هر علم د خاوند له پاسه لوی عالم شتون لري.)

د یوسف علیه سلام وروڼو چې ولیدل چې غلا د یوسف علیه سلام د سکه ورور په بار کې وموندل شوه. نو د زړه له تاوه یې وویل چې که دا غلا بنیامین کړي وي، نو کېدای شي، ځکه چې د ده ورور هم غلا کړي وه. د دوی خبره الله داسي بیانوي:

}قَالُواْ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَاللّهُ أَعْلَمْ بِمَا تَصِفُونَ ﴿۷۷﴾{ (د یوسف علیه سلام وروڼو وویل چې که دا غلا بنیامین کړي وي، نو د مخه لا د ده ورور غلا کړي وه. دا خبره یوسف علیه سلام پټه په زړه وساتله او دوی ته یې ښکاره نه کړه. ویې ویل چې تاسې دمکان او مقام له پلوه بد وګړي یاست، او د کوم څیز نسبت چې ما ته کوئ په هغه الله ښه خبر دی.

په یوسف علیه سلام پوري خپلې ترور، د پلار خور، د ملاوستني د غلا تور پوري کړی و چې د ده د ورورڼو اشاره همدغې غلا ته وه او یوسف علیه سلام خو پوه ؤ چې تور هم سم نه ؤ. د ه ملاوستنی نه ؤ غلا کړی. د ده د ترور زړه نه کېده چې یعقوب علیه سلام ورڅخه خپل زوی یوسف علیه سلام بوځي ځکه چې دې ته یوسف علیه سلام ګران ؤ او دې کوم زوزات نه درلود. نو ځکه یې دا چل جوړ کړ او یوسف علیه سلام یې خپل ورور یعقوب علیه سلام څخه په دې چل واخیست.

د یوسف علیه سلام وروڼو خو خپل پلار ته وعده ورکړې وه چې یوسف علیه سلام به ارومرو ورته روغ رمټ راولي اوس ورته دا پېښه وشوه نو بله چاره یې ونه لیدله او د مصر عزیز یوسف علیه سلام ته په زاریو شول او ورته یې وویل: }قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۷۸﴾ قَالَ مَعَاذَ اللّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلاَّ مَن وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِندَهُ إِنَّآ إِذًا لَّظَالِمُونَ ﴿۷۹﴾{ (د یوسف علیه سلام وروڼو یوسف علیه سلام ته وویل ای د مصر عزیزه! د ده یو پلار دی چې ډېر زوړ او لوی دی. د ده په نیولو به ډېر خوابدی شي. د ده په ځای موږ یو په دې ګوناه ونیسه! موږ تا یو نېکچاری ګڼو، یوسف علیه سلام ورته وویل موږ له الله څخه پناه غواړو چې ګناه ده کړي ده او موږ د ده په ځای بل څوک ونیسو. موږ هماغه نیسو چې زموږ متاع ورسره موندل شوي ده او که موږ د ده پر ځای بل څوک ونیسو نو موږ به ظالمان یو.)

کله چې د یوسف علیه سلام وروڼه د بنیامین له خوشي کېدو څخه ناهیلې شول نو ګوښه کېناستل. مشر ورور ته یې وویل چې موږ له پلار سره کلکه وعده کړي ده او ډاډ مو ورکړی دی، چې موږ به بنیامین ورته روغ رمټ ورولو او تر دې له مخه مو هم هغه بل کار هم کړی دی چې یوسف علیه سلام مو تری تم کړ. د پلار پر زړه د هغه د بېلتون داغ لګېدلی دی چې اوس پرې بل داغ هم ولګوو، موږ ورشو او بنیامین دلته پرېږدو، تاسو لاړ شئ او زه همدلته له ده سره پاتي کېږم ترڅو راته پلار اذن او اجازه وکړي چې زه څه وکړم؟ او یا الله تعالی خپل حکم وکړي او کومه لاره پیدا کړم ځکه چې الله ډېر ښه ستر حاکم د حکمت خاوند دی.

الله د دوی د بنیامین د پرېښودو داستان داسي بیانوي:

}فَلَمَّا اسْتَيْأَسُواْ مِنْهُ خَلَصُواْ نَجِيًّا قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُواْ أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا مِّنَ اللّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِي يُوسُفَ فَلَنْ أَبْرَحَ الأَرْضَ حَتَّىَ يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللّهُ لِي وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ ﴿۸۰﴾{ (هغه مهال چې دوی بې هیلې شول نو مشوره یې وکړه، مشر ورور یې وویل ایا تاسو نه پوهېږئ پلار له تاسو څخه ټینګه او کلکه وعده اخیستي ده او له دې څخه د مخه مو د یوسف په باره کې هغه تېری وکړ [چې ورک مو کړ] نو دا ځکه نه پرېږدم ترڅو پلار راته اذن او اجازه ونه کړي او یا زما له پاره الله کومه لاره چاره پیدا کړي او الله ډېر ښه پوه او د حکمت خاوند دی.)

خپلو وروڼو ته یې وویل: }ارْجِعُواْ إِلَى أَبِيكُمْ فَقُولُواْ يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلاَّ بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ ﴿۸۱﴾ وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيْرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۸۲﴾{ (پلار ته ورشئ نو ورته ووایاست ای پلاره زوی دې غلا وکړه او موږ د هغې شاهدان یو چې څه مو لیدلي دې او موږ د غیبو ساتونکي نه یو. له هغه کلي څخه پوښتنه وکړه چې موږ په کې استوګن ولو او له هغه کاروان څخه پوښتنه وکړه چې له موږ سره ؤ. بې شکه موږ ریښتوني یو.)

یعقوب علیه سلام په خپلو زامنو باور ونه کړ چې ګوندي دوی ریښتیا وایي او ورته یې وویل چې دا چاره تاسو ته خپلو زړونو ښه ښکاره کړي ده چې خپل ورور ته مو دا کړاو جوړ کړی دی. الله تعالی د یعقوب علیه سلام د زړه خبره داسي بیانوي: }

قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۸۳﴾{ (تاسو ته به خپلو زړونو دا چاره ښه ښکاره کړې وي. صبر ډېر ښه دی. کېدای شي چې الله ټول روغ رمټ راته راولي او دا څه چې کېږي دا د ده په اراده کېږي. دی پوه او د حکمت والا دی). په دې پېښو کې به یې هم حکمت وي. تاسو خو بنیامین د ګټې له پاره بوته اوس چې پېښه وشوه په دې کې به هم د الله تعالی حکمت وي. موږ به صبر کوو. صبر ډېر ښه دی.

}وَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۸۴﴾ قَالُواْ تَالله تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّى تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ ﴿۸۵﴾ قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۸۶﴾ يَا بَنِيَّ اذْهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلاَ تَيْأَسُواْ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۷﴾{ (یعقوب علیه سلام له خپلو زامنو څخه خوابدی شو او ویې وې ویل، په یوسف پسي خوابدی یم او سترګې یې له غمه سپینې شوې، نو دېر خوابدی ؤ. زامنو ورته وویل: ترڅو به یوسف یادوې؟ یوسف! یوسف! یادوې چې لېونی او یا مړ شي. یعقوب علیه سلام وویل زه له بېلتون او غم څخه الله ته شکایت کوم چې خوښ مې کړي او زه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ. ای زامنو! لاړشئ او یوسف او وروریې ولټوئ او د الله له رحمت او لور څخه مه بې هیلې کېږئ. د الله رحمت څخه یوازي کافران بې هیلې او ناامیده کېږي.)

کله چې د یعقوب علیه سلام زامن مصر ته ولاړل، نو یوسف علیه سلام ته ورغلل.

الله وایي: }فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَيْهِ قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ اللّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ ﴿۸۸﴾ قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ ﴿۸۹﴾ قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۹۰﴾{ (کله چې د یوسف علیه سلام وروڼه ده ته ورننوتل ویې ویل ای عزیزه موږ او زموږ کورنۍ ته ډېر کړاو رارسېدلی دی او ډېره لږه پانګه مو راوړې ده. خو ته موږ ته پوره غله راکړه او موږ ته خیرات او صدقه هم راکړه. الله خیرات ورکوونکو او متصدقانو ته ښه اجر او بدل ورکوي. یوسف علیه سلام خپلو وروڼو ته وویل: چې پوهېږئ چې تاسو له یوسف او د هغه له ورور سره څه وکړل؟ دا مو ځکه وکړل چې نه پوهېدئ. وروڼو ورته وویل ایا ته خو لکه چې په خپله یوسف یې یوسف علیه سلام ورته وویل: هو زه یوسف یم او دا مې ورور دی الله راسره ډېره ښېګڼه کړي ده او دا ځکه چې څوک ځان وساتي او پرکړاوونو صبر وکړي نو الله د نېکچارو اجر نه ضاییع کوي او پوره اجر ورکوي.)

د یوسف علیه سلام وروڼه په خطا باندي قانع شول او ویې ویل:

}قَالُواْ تَاللّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ ﴿۹۱﴾ قَالَ لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۹۲﴾ { (د یوسف علیه سلام وروڼو وویل په الله سوګند دی چې ته الله پر موږ باندي غوره کړی یې اګر که موږ خطا کړي ده. یوسف علیه سلام ورته وویل تاسو ملامته اوګرم نه یاست نن الله تاسو ته مغفرت کوي او دی له رحم کوونکو څخه دی.)

روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، د کعبې په درشل باندي د فتح په ورځ لاسونه کېښودل او قریشو ته یې وویل: تاسو څه ګمان کوئ چې زه به له تاسو سره څه وکړم؟ هغوی ورته وویل: ته یو کریم سړی یې او د کریم زوی یې، موږ ګمان کوو چې له موږ سره به ښه وکړې. ته اوس قدرت لرې. نو رسول الله ورته وویل: زه اوس تاسو ته هغه وایم چې زما ورور یوسف خپل وروڼو ته وویل، چې نن تاسو ګرم نه یاست.

}اذْهَبُواْ بِقَمِيصِي هَذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹۳﴾{ (یوسف علیه سلام خپلو وروڼو ته وویل زما دغه خت یوسئ او د پلار پر مخ یې ور واچوئ د هغه سترګې به رڼې شي او کتل به وکړای شي. نور تاسو ټوله خپلې کورنۍ سره ما ته راشئ.)

نور داستان الله تعالی داسي بیانوي:

}وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ ﴿۹۴﴾ قَالُواْ تَاللّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلاَلِكَ الْقَدِيمِ ﴿۹۵﴾ فَلَمَّا أَن جَاء الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۹۶﴾ قَالُواْ يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ ﴿۹۷﴾ قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۹۸﴾{ (کله چې کاروان له مصر څخه روان شو یعقوب علیه سلام د دوی پلار وویل ما ته د یوسف بوی راځي. که مې نه ملامتوئ چې بې معنی خبرې کوې، بلکه حقیقتآ ما ته د یوسف بوی راځي. کور والاوو ورته وویل سوګند دی چې ته لا تر اوسه پوري بې ځایه پخوانیو چورتونو کې یې. نو کله چې زیری ورکوونکی راغی نو خت یې د خپل پلار مخ ته ور واچاوه. یعقوب علیه سلام سترګې وغړېدلې او لیدل یې وکړل. نو ویې ویل چې ما تاسو ته نه ؤ ویلي چې زه په څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ. زامنو یعقوب علیه سلام ته وویل ای پلاره موږ زموږ د ګناهونو بخښنه غواړو، موږ ګناهکاران خطاکاران یو. یعقوب علیه سلام وویل: زه به ډېر ژر له خپل پروردګار څخه تاسو ته بخښنه وغواړم. ځکه چې دی غفور رحیم دی [بخښنه به درته وکړي].)

بیا نو کله چې یعقوب علیه سلام او ټوله کورنۍ او کهول یې یوسف علیه سلام ته ورسېدل نو خپل مور او پلار ته یې له ځان سره ځای ورکړ، لکه چې الله تعالی د دوی داستان داسي بیانوي:

}فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُواْ مِصْرَ إِن شَاء اللّهُ آمِنِينَ ﴿۹۹﴾ وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بَي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاء بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۱۰۰﴾{ (کله چې یوسف علیه سلام ته ورغلل مور او پلار یې خوا ته ورنږدې کړل او ورته یې وویل، راننوځئ مصر ته که د الله خوښه وي په امن سره. یوسف علیه سلام خپل مور او پلار پر پلاز باندي ورجګ کړل او ورته په سجده پرېوتل او یوسف علیه سلام پلار ته وویل دا زما هغه خوب دی چې د مخه مې لیدلی ؤ او ریښتیا شو او الله زما دا خوب حق کړ او ریښتیا وخوت. الله له ما سره ښه وکړل چې له بند څخه یې را وکاږلم او تاسو یې راته له بیدیا څخه راوستلئ وروسته له هغې چې شیطان زما او زما د وروڼو پر مینځ کې خپله ورانکاري وکړه. الله مهربانه دی چې څه غواړي هغسي کوي. بې شکه الله علیم او حکیم دی.)

وایي چې یوسف علیه سلام له هرڅه ضروري شیانو سره د خپل کاروان مخي ته د مصر له واکمن سره او له دوه سوه بار وړونکو سره چې بار ول ور وواته چې څلور زره مشران او سرتېري ور سره ول او د مصر نور ښاریان یې هم ملګري ول او د یعقوب علیه سلام هرکلي ته ولاړل.

چې یعقوب علیه سلام دا دومره ډېر وګړي ولیدل نو خپل زوی یهودا ته – چې تکیه یې ورباندي کړې وه – وویل ای یهودا! دا د مصر فرعون دی؟ یهودا ورته وویل نه دا فرعون نه دی، دا ستا زوی یوسف علیه سلام دی.

یعقوب علیه سلام او د کهول وګړي یې – نارینه او ښځې او کوچنیان – ټول دوه اویا کسان ول او کله چې له موسی، علیه سلام سره له مصر څخه فلسطین ته تلل نو زړو وړو څخه پرته څه د پاسه شپږ سوه زره او پنځه سوه اویا کسان ول.

یوسف علیه سلام د الله د مننې په توګه وویل: }رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنُيَا وَالآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ ﴿۱۰۱﴾{ (ای پروردګاره ما ته دې واک راکړ او د خوبونو د تعبیر علم او پوهه دې را وښودل، ته ډېر لوی ذات یې د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی او همدا ته په دنیا او آخرت کې زما دوست یې ، ما مسلمان وفات کړه او د نېکچاررو ملګری مې کړه.)

داسي روایت دی چې یوسف علیه سلام د خپل پلار لاس ونیو او پر خپلو خزانو یې وګرزاوه، نو د سروزرو او سپینو زرو او پسولونو (ګاڼو)، جامو او وسلو خزانو ته یې ور واسته او ور باندي یې وګرزاوه. دا هم یو روایت دی چې یعقوب علیه سلام له ده سره څلیرویشت کاله تېر کړل او چې مرګ یې را لنډ شو نو یوسف علیه سلام ته یې وصیت وکړ چې په شام کې یې له خپل پلار اسحق علیه سلام سره په څنګ کې ښخ کړي. چې یوسف علیه سلام بیا یعقوب علیه سلام هملته ښخ کړ او بیا چې بېرته مصر ته ولاړ نو درویشت کاله ژوندی ؤ او بیا مړشو.

وایي چې له یوسف علیه سلام څخه پرته نه له ده څخه مخ کې نبیانو او نه وروسته نبیانو مرګ غوښتی دی یوازي ده مرګ وغوښت. نو الله هم دی پاک سپېڅلی وفات کړ او په مصر کې ښخ کړای شو. د ده د وصیت مطابق چې کله بني اسرائیلو له مصر څخه شام ته تلل د ده هډوکي یې وایستل او له ځان سره یې شام ته یو وړل او هلته یې د خپل پلار په څنګ کې ښځ کړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم، ته الله تعالی وویل: چې د یهودو په تحریک او ټومب د مکې مشرکانو له تا څخه د ازموینې په توګه د یوسف علیه سلام د داستان پوښتنه وکړه او غوښتل یې چې تا بند کړي خو د دوی د زمولولو له پاره تا ته الله تعالی پوره او بشپړ داستان ووایه . نو الله رسول الله ته داسي وویل:

}ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُواْ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ ﴿۱۰۲﴾{ (دا د غیبو خبرونه دي چې موږ یې تا ته وحی کوو او ته له هغوی سره نه وې چې هغوی ستا د بربادۍ سلاګانې کولې او ستا د ورکاوي ورانکاري چورتونه یې وهل.)

دا د یوسف علیه سلام داستان معجز او د غیبو اخباردی او دا ځکه معجزه او د غیبو اخبار دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، نالوستی ؤ او په کوم ځای کې یې کومه مدرسه نه وه لوستې او نه یې دچا شاګردي کړي وه.

الله رسول الله ته وایي چې ته د مکې پر مشرکانو لور او پېر زو کوې او غواړې چې د الله سمې لارې ته یې ور برابر کړې چې دا دنیا او آخرت یې دواړه شي خو دوی پر تا باندي بې ځایه جاهلانه ازمیښتونه کوي.

الله وایي: }وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ وَمَا تَسْأَلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ ﴿۱۰۴﴾ وَكَأَيِّن مِّن آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ ﴿۱۰۵﴾ وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ ﴿۱۰۶﴾ أَفَأَمِنُواْ أَن تَأْتِيَهُمْ غَاشِيَةٌ مِّنْ عَذَابِ اللّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۱۰۷﴾{

الله د دوی حال داسي بیانوي: که ته د دوی د ایمان راوړلو ډېر حرص ولرې چې بیا هم دوی ایمان راوړونکي وي، دوی ډېر ایمان نه راوړيو دوی مشرکان دې. ایا دوی په امن دې چې د الله د عذاب توره پرده ورباندي راوغوړول شي او یا نا څاپه د قیامت ورځ راشي او دوی لا له ځان څخه خبر هم نه وي.

الله رسول الله صلی الله علیه وسلم، ته وایي ته د دوی د ازمیښتونو پروا مه کوه او داسي ورته ووایه:

}قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۸﴾{ (دوی ته ووایه دا زما لاره ده،‎ وګړي دې لارې ته را بولم په رڼو سترګو او ښه پوهه. زه یې رابولم او هغه وګړي یې دې لارې ته رابولي چې زما په لاره روان دي. پاکي ده الله لره او زه له مشرکانو څخه نه یم.)

مشرکانو رسول الله صلی الله علیه وسلم، ته ویل چې که الله موږ ته کوم رسول زموږ د لار ښونې له پاره را استولای نو کوم ملک به یې د رسول په توګه موږ ته را استولی وای. ته خو زموږ په څېر یو بنده یې ته څرنګه رسول کېدای شې؟ نو الله رسول الله ته وایي ورته ووایه:

}وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِم مِّنْ أَهْلِ الْقُرَى أَفَلَمْ يَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ اتَّقَواْ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۱۰۹﴾{ (موږ یوازي سړي رسولان رالېږلي دي، چې تا څخه د مخه تېر شوي دي. د کلو په وګړو کې به مو دې رسولانو ته وحي کوله چې سړی به ول. ایا دوی په ځمکه کې سفر نه کوي چې وګوري چې د هغو وګړو عاقبت څرنګه شو چې له دوی څخه د مخه تېر شوي دي او د ځان ساتونکو له پاره د اخرت کور ډېر ښه دی، آیا تاسو نه پوهېږئ او له خپلو عقلونو څخه کار نه اخلئ؟)

چې له خپلې پوهې څخه کار وانخلئ نو د هغوی په څېر به خوارو زار شئ.

الله وایي هغه پخواني رسولان به چې له خپلو امتونو څخه بې هیلې شول او ګمان به یې وکړ چې دوی دروغ وګڼل شول نو زموږ مرسته به ورته راغله لکه چې الله تعالی وایي:

}حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُواْ جَاءهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَاء وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۱۰﴾{ (کله به چې رسولان ناهیلې شول او ګمان به یې وکړ چې موږ ونه منل شولو او دروغ وګڼل شولو نو زموږ مرسته به ورته راغله نو هغه چا ته به چې موږ غوښتل نجات ورکول شو او موږ عذاب د مجرمانو له قوم او وګړو څخه بل پلو نه بیا یو. همدا مجرمان د الله له غضب سره مخامخ کېږي.

الله وایي: }لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۱۱﴾{ (د تېرو وګړو په داستانونو کې د عقل د خاوندانو له پاره عبرت او ځان پوهول دي. دا قرآن کریم داسي خوشي خبره نه ده چې له ځان څخه جوړه شوي وي، خو دا قرآن کریم د هغو کتابونو تصدیق دی چې له ده څخه د مخه ول [لکه تورات او انجیل او نور] اوپه دې قرآن کې د هر څه تفصیل او بیان شته او دا قرآن لارښونه او رحمت دی د هغه قوم له پاره چې غواړي چې مؤمنان شي.

چې دا قرآن مني، مؤمن دي.

و اخرالدعوانا ان الحمدلله رب العالمین.

69 total views, 1 views today

1 comment

  1. محب الله Reply

    مولوي صاحب : الأنبياء احيا في قبورهم يصلون و يرزقون. د يوسف عليه السلام هدوكي باسل يو نا معقوله جمله ده. مهرباني وكه له حديث شريف نه سم مفهوم واخله او جمله دي إصلاح كه. كه سر دي ورباندي خلاص نه شه نو خبر مي كه. مننه

Leave a Reply to محب الله Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *