Categories

اعلان

Loading…

ملي امنیت وايي، د جنرال رازق د وژلو دسیسه یې ناکامه کړه

تاند- افغان استخباراتي چارواکي وايي چې د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژلو دسیسه یې شنډه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو یو ځانمرګی د جنرال عبدالرازق وژلو ته ګومارلی و.

ملي امنیت د انتحاري نوم رحمت الله ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی د کندهار ښار اوسېدونکی دی او د طالبانو د انتحاري څانګې د مشر جبار اغا له لوري ځانمرګي برید ته چمتو شوی و.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جبار اغا سپین بولدک ته نژدې د بلوچستان ایالت په سرحدي ښار چمن کې اوسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې انتحاري حمله کوونکی نیول شوی او اعتراف یې کړی چې له چمن ښاره کندهار ته د جنرال رازق د وژلو لپاره استول شوی و.

پر جنرال عبدالرازق تر دې مخکې څو ځانمرګي حملې شوي خو روغ ترې وتلی دی.

ویل کېږي چې نوموړی له طالبانو سره خورا ځیږ چلند کوي او حتي بې محاکمې یې وژني.

167 total views, 3 views today

3 comments

  1. هارون Reply

    عبدلرازق دیر شه کار کوی چی طالبان بی محکمی وژنی عجبه شه کارکوی
    طالب لکه یو وحشی حیوان غوندی دی باید مردار سی

  2. خروټی Reply

    جنرال عبدالرازق د افغانانو افتخار اود ای ایس ای د سترګو اغزی ده. الله (ج) دي ډیر عمر ورکړي. د ای ایس ای غلامان هڅه کوي تر څو داسي قدرونه چي په وطن مین وي له مخه لري کړي
    الله دي مل شي د وطن او د ملګرو

  3. Mohammed Nasim Panezai Reply

    we durand people proud on General Abdull Raziq zwind zwind raziq marg marg pa pakistan

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *