Categories

اعلان

Loading…

د هرات خلکو د خپلو ستونزو د حل په موخه له اجرائیه رئیس سره وکتل

خبرپاڼه
تاریخ: 5 دلو ۱۳۹۳
کابل افغانستان- د هیواد په لویدیز کي د هرات ولایت خلکو نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل او د خپلو ستونزو په اړه یې ورسره خبري وکړې.

د هرات د خلکو استازو په ننۍ کتنه کي د حکومتدارۍ په بر خه کي د اجرائیه رئیس د وروستو کارونو ستاینه وکړه او هغه یې د ملت د ښې راتلونکي لپاره اساسي وبلل.

یادو خلکو د امنیت او حکومتدارۍ په برخه کي د هغو ستونزو یادونه وکړه، چي په وروستیو میاشتو کي د هرات ولایت اوسېدونکي ورسره مخامخ دي او په دې ارتباط یې د ملي یووالي حکومت د نوري توجه پېشنهاد وکړ.

د تعلیم و تربیې د حالت ښه والی، د لوړو زدکړو لپاره د نورو امکاناتو موندنه، د هرات د صنعتي پارک د فعالیت بهتري او اقتصادي بخشونو ته د حکومت ډېره پاملرنه هغه مسائل ول، چي د هرات خلکو پرې له اجرائیه رئیس سره خبري وکړې.

44 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *