Categories

اعلان

Loading…

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۳ کاندید وزیرانو د دوهم تابعیت د لغوه کېدو اسناد وررسېدلي

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه وزارت ته د نوې کابینې د درو کاندید وزیرانو د دوهم تابعیت د فسخه کېدو اسناد رسېدلي دي.

د باندنیو چارو وزارت ویندوی سراج الحق نن شنبه/ خبریالانو ته وویل چې د کورنیو چارو د وزارت د کاندید جنرال نورالحق علومي، د بهرنیو چارو وزارت د کاندید صلاح الدین رباني او د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د کاندید سید سعادت نادري د دوهم تابعیت د الغا کېدو اسناد رسېدلي دي.

علومي د هالنډ، رباني د کاناډا او نادري د بریتانیا تابعیتونه لرل. د صلاح الدین رباني په اړه داسي هم ویل شوي چې د بریتانیا تابعیت یې درلود.

ښاغلي سراج همداراز وویل، د دغو درو تنو د تابعیت د لغوه کېدو اسناد د اړوندو هیوادونو سفارتونو د بهرنیو چارو وزارت ته ورلېږلي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د پام وړ شمېر غړي د کاندید وزیرانو د دوهم تابعیت له مسلې سره موافق نه دي، دوی د ولسي جرګې د کمیسیونونو د مشرانو له هغې پرېکړې سره مخالفت کوي چې پر اساس یې ویل شوي و د دوو تابعیتونو درلودونکو ته به د اعتماد رایه نه ورکوي.

د جرګې ځیني غړي لکه ګل پاچا مجیدي، شکریه بارکزۍ او ګڼ نور وايي چې د رایې ورکول یا نه ورکول د جرګې د غړیو حق دی خو کاندید وزیران هم حق لري چې صندوقونه ورته کېښودل شي او اجازه پیدا کړي چې خپلې خبرې او پروګرامونه تشریح کړي.

72 total views, 2 views today

2 comments

  1. akbary S.S Reply

    ګرانو لوستونکو ته په ډير احترام سره غواړم دجمهوری رياست دمقام له خوا د دوتابيعته اشخاصو موقف په دولت کی مشخص شي نه دا چی دشورا غړی د يوی خپل منځی طرحی پربنيادهر څه چي وغواړی فيصله اوتصميم ونيسی.په افغانستان کی د کدرونه اودهغوی ونډه دوطن دابادولو لپاره ډيره حياتی بلل کيږی.دوطن په دننه کی ددوتابيعته کدرونو انتخاب دوطن دبيا رغونی لپاره هيڅ ضرر نه لری،اما دمحترم جمهور ريس توجه دسفارتونو په چوکاټ کی د دوتابيعته کدرونه په هکله راړه وم چی په هيڅ صورت مقررنه کړای شی،په دی چوکاټ کی کار کول بايد مسلکی ،سياسی او با تجربه کدرونه تعين او مقررشي ،دسفارتونو مقام ديو هيواد دملی هويت ښکارندو دی. همدارانګه دسفارتونو د کميت په هکله بايد نوی تشکيلاتی پلان جوړشی،دافغانستان مظلوم خلک دفقر اونادری په ګړنګ ولاړدی اودسفار تونو کارکونکی دلوړ معاش خاوندان دی دا زموږ داقتصادی حالت سره جوړښت نه لری.بله ډيره دتوجو وړ خبره داده چي دوزير صاحبانو وکيل صاحبانو اوددولت دلوړ پوړو اشخاصو خپلوان تنها په سفارتونو کی حق نه لری بلکه داسی نور کدرونه هم موجوددی چي هيڅ واسطه اووسيله نه لری هم ی ی پدی وطن کی دخپل مسلک برابره وظيفه غواړی ،سفارت دچاشخصی اجنسی ندی. په درناو.

  2. akbary S.S Reply

    ګرانو لوستونکو ته په ډير احترام سره غواړم دجمهوری رياست دمقام له خوا د دوتابيعته اشخاصو موقف په دولت کی مشخص شي نه دا چی دشورا غړی د يوی خپل منځی طرحی پربنيادهر څه چي وغواړی فيصله اوتصميم ونيسی.په افغانستان کی د کدرونه اودهغوی ونډه دوطن دابادولو لپاره ډيره حياتی بلل کيږی.دوطن په دننه کی ددوتابيعته کدرونو انتخاب دوطن دبيا رغونی لپاره هيڅ ضرر نه لری،اما دمحترم جمهور ريس توجه دسفارتونو په چوکاټ کی د دوتابيعته کدرونه په هکله راړه وم چی په هيڅ صورت مقررنه کړای شی،په دی چوکاټ کی کار کول بايد مسلکی ،سياسی او با تجربه کدرونه تعين او مقررشي ،دسفارتونو مقام ديو هيواد دملی هويت ښکارندو دی. همدارانګه دسفارتونو د کميت په هکله بايد نوی تشکيلاتی پلان جوړشی،دافغانستان مظلوم خلک دفقر اونادری په ګړنګ ولاړدی اودسفار تونو کارکونکی دلوړ معاش خاوندان دی دا زموږ داقتصادی حالت سره جوړښت نه لری.بله ډيره دتوجو وړ خبره داده چي دوزير صاحبانو وکيل صاحبانو اوددولت دلوړ پوړو اشخاصو خپلوان تنها په سفارتونو کی حق نه لری بلکه داسی نور کدرونه هم موجوددی چي هيڅ واسطه اووسيله نه لری هم ی پدی وطن کی دخپل مسلک برابره وظيفه غواړی ،سفارت دچاشخصی اجنسی ندی. په درناوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *