Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني سعودي د ملک عبدالله د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره عربستان ته لاړ

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سعودي عربستان ته لاړ چې د دغه هیواد د وفات شوي پاچا د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ملک عبدالله جنازه پرون خاورو ته وسپارل شوه.

نن د نړۍ ګڼ شمېر مشران د نوموړي د فاتحې او ورته د درناوي په مراسمو کې ګډون کوي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني د یوه پلاوي په مشرۍ نن ماسپښین ریاض ته روان شو.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف، د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان، د بریتانیا صدراعظم ډیود کامرون او یو شمېر نور مشران سعودي عربستان ته رسېدلي دي.

اوباما وروسته دغه هیواد ته ځي.

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *