Categories

اعلان

Loading…

ارزګان: ولسي وګړیو د خپلو امنیتي ځواکونو نه پراخ ملاتړ اعلان کړ

نن په ارزګان ولایت کې د امنیتي ځواکونو نه دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مدنې ټولنو استازو، یو شمیر معیوبینو، ځوانانو، ښځو او په سلګونو ولسي وګړیو پداسي حال کې خپل ملاتړ اعلان کړ چې د ارزګان والي امان الله خان تیموري په ګډون، د ولایت مقام مرستیال انجینر شیر بادشاه ارګونۍ او یو شمیر نورو ملکې او نظامې چارواکو هم حضور درلود.

په لمړي سر کې د ارزګان د والي سره یوځائي ټولو ولسي وګړیو خپل ملي ځواکونه په ګلانو بدرګه کړل او له هغوي ئي تود هرکلۍ وکړ، چې بیا وروسته د احمد شاه ابدالی په تالار کې ګډونوالو په خپل نوبت سره د افغان ملي ځواکونو د قربانیو نه عملاً قدردانې وکړه.

د غونډي لمړنۍ وینا وال د ارزګان سرپرست والې امان الله خان تیموري وه چې افغان ملي ځواکونو ته ئي هر اړخیزه وینا   وکړه، والي په خپلو خبرو کې وویل: د نننۍ غونډي یواځینۍ هدف په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغان ولس لپاره ستاسي (ملي ځواکونو) د بې ساري قربانیو نه عملاً قدرداني کول او له تاسي نه د ولس د ملاتړ اعلان دي.

تاسي یاست چې نن افغان ولس په خپلو کورونو کې د ارامي ساه اخلي، تاسي یاست چې زمونږ ناموس مو خوندي کړی او دا ستاسي برکت دی چې نن افغانان په ډیر ویاړ سره د دی خاوري هره لویشت خپله ګڼي.

د ارزګان والي ښاغلي تیموري زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت د ملي ځواکونو پیاوړتیا ته پوره ژمن او دی کار ته تر نورو لمړیتوب ورکوي، د ملي یووالي حکومت د یو پرمختللې، پرځان بسیا او مجهزو امنیتي ځوکونو د لرلو ارمان لري او پدي برخه کې ئي په وار وار سره ولس ته ډاډ ورکړی.

د ارزګان ولایت سیمه ایزه اداره، علماء کرام، قومې مشران، مدنې فعالین، ځوانان، خویندي، وروڼه او ټول ولسې وګړي په ډیر ویاړ سره په یو اواز دا ږغ کوي چې مونږ ستاسي سره یو او د مرګ تر دمه به له تاسي نه ملاتړ کوو.

د امنیتې ځواکونو د ملاتړ په غونډه کې یو شمیر دیني عالمانو، قومي مشرانو هر یو، حاجې احمد شاه خان، حاجې پاي محمد خان، حاجې عبدالباقي خان، مجددي صیب، د مدنې ټولني په استازیتوب جاوید خپلواک، د ځوانانو په استازیتوب، استاد سید ولي صدیقي او د خبریالانو په استازولۍ ښاغلي اجمل وصال خبري وکړي چې هر یوه په خپل وار سره د خپلو امنیتي ځواکونو د سرښندنو نه یادونه وکړه او تر څنګ ئي د هغوي رول په امنیت او د نظام په پیاوړتیا کې وستایه.

په پائي کې په ارزګان ولایت کې د ۴ مي پلي لوا قواماندان برید جنرال محمد رسول کندهارۍ او د ارزګان امنیه قوماندانۍ اداري مرستیال ښاغلي سعادت خان هم خبري وکړي او د ارزګاني ولس د ملاتړ نه ئي مننه وکړه.

د غونډي په وروستیو شیبو کې د ارزګان د سیمه ایزي اداري د مشرتابه له لوري چمتو شوي تقدیر نامي هم پر امنیتي ځواکونو ویشل شوي او غونډه په دعا سره پاي ته ورسیده.

دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت مقام ویاند

179 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2