Categories

اعلان

Loading…

لغمان: د مسلکي زده کړو روزنیز مرکز ودانۍ جوړه شوه

د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسلکي زده کړو روزنیز مرکز جوړه شوې ودانۍ د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي له لوري پرانستل شوه.

د مسلکي زده کړو روزنیز مرکز دغه دوه پوړیزه وداني چې په شا و خوا ۲ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ۱۲ خونې، د کنفرانسونو تالار، ۴ د ورکشاپ پراخه سالونونه یو پخلنځی، یو خوړنځی او نور ضروري ملحقات لري چې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پرمختیايي بودیجې په مټ د یوه کال په موده کې یې د جوړېدو چارې بشپړې او نن د لغمان سرپرست والي او د ولایت د بیلا بیلو چارواکیو له لوری ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دغه روزنیز مرکز کې به د نوي عصر سره سم د موبائیل او ایرکنډیشن د جوړولو، د کمپیوټر د Hardware او Software، نلدوانۍ، بریښنا او دې ورته نورو مسلکونو په اړه شاګردانو ته روزنه ورکول کیږي.

د مسلکي زده کړو په دې روزنیز مرکز کې به په یوه وخت کې تر ۲۰۰ پورې شاګردانو ته د اتو میاشتو څخه تر یوه کال پورې په بیلا بیلو مسلکونو کې زده کړې ورکول کیږي چې البته شاګردان به یې د دولسم ټولګیو فارغان او بې روزګاره ځوانان وي.

بل لور ته د ۶۰۰ زرو افغانیو په لګښت د ځواک ساختماني شرکت رئیس نظیف الکوزي په مالي مرسته او د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د لغمان ادبي بهیر تر څارنې لاندې د ولسي شاعر محمد نور بابا مزار د رغونې د بنسټ ډبره نن د لغمان سرپرست والي، د ولایتي شورا د استازي، اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، د لغمان ادبي بهیر مشر بشیر سایل او نورو چارواکیو له لوري کیښودل شوه چې د دوو میاشتو په موده کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي.

287 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸