Categories

اعلان

Loading…

ويسا: د افغانستان وسله وال مخالفان تر وروستي حده کمزوري سوي دي

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-۱۱-۱

کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي وايي د افغانستان وسله وال مخالفين تر وروستي حده کمزوري سوي او د مخامخ جګړې توان يې له لاسه ورکړی دی.

دا څرګندوني د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي د والي تر څنګ د ولايت مقام سرپرست مرستيال عبدالعلي شمسي، د ملي امنيت رئيس بريد جنرال عيسی محمد، د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او يو شمېر نورو امنيتي مسوولينو ګډون کړی وو.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل د افغانستان وسله وال مخالفين تر اخري حده کمزوري سوي او د جګړې توان يې له لاسه ورکړی دی. هغه زياته کړه مخالفين اوس د خپلي کمزورۍ د پټولو په خاطر په عامه ځايونو کي چاودني او تخريبي فعاليتونه ترسره کوي.

نوموړي پر وسله والو مخالفینو ږغ وکړ چي نور د افغانانو له وژلو لاس واخلي او له هغو طالبانو څخه يې چي په بهرنيو هيوادونو کي اوسي، وغوښتل چي خپل هيواد ته راستانه سي او همدلته اسلامي زده کړي وکړي. ويسا زياته کړه: زه پر وسله والو مخالفينو ږغ کوم چي له جګړې څخه لاس واخلي. د دې پر ځای چي د خلکو ژوند اخلي، د خپلو هيوادوالو ژوند دي د لويو دښمنانو له ظلمونو څخه وژغوري.

نوموړي يو ځل بيا د کندهار امنيتي وضع د هيواد په کچه ډاډمنه وبلله او ويې ويل چي ورځ تر بلي خلک پر خپلو امنيتي ځواکونو باور پيدا کوي او همکارۍ ته يې چمتو کيږي. نوموړي د امنيتي ځواکونو د بریاليتوب لوی راز د خلکو همکاري وبلله.

ښاغلي ويسا سپارښتنه وکړه چي د سولي شورا دي په ژمي کي په ولسواليو او کلیو کي له خلکو سره مجلسونه وکړي او د سولي پيغام دي ورته ورسوي. هغه زياته کړه په ژمي کي عموماً د ولسواليو خلک اوزګار او پر کور وي، له دې امله بايد د سولي شورا زياتي هلي ځلي وکړي تر څو خلک د امن په اهميت وپوهوي.

د سولي شورا رئيس حاجي عطاء محمد احمدي وويل چي تېره اوونۍ د سولي شورا ښځينه غړي لوی زندان ته تللي او له ښځينه بنديانو سره يې د بېلابېلو موضوعاتو په باب خبري کړي دي. نوموړي زياته کړه چي عام خلک سولي ته ډېر لېواله او له جنګ جګړو څخه سخت ستړي سوي دي.

د ملي امنيت مسوولينو خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې ۱۱ د افغانستان وسله وال مخالفين ژوندي نيولي دي. د دوی د راپور پر اساس تېره اوونۍ ۳ توغندي، ۲ د ځانمرګو بريدکوونکو واسکټونه او يو له چاودېدونکو توک ډک موټر نيول سوی او ۹ ماينونه کشف او شنډ سوي دي.

د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چي تېره اوونۍ يې ۵ وسله وال مخالفین وژلي، ۵ نور يې ټپیان کړي او ۹ يې نيولي دي. هغه زياته کړه يو له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل يې شنډ کړی او يو کلاشينکوف يې له ۴ شاژورونو سره نيولی دی. د ده په خبره ۵۱ بېلابېل ماينونه، ۲ لاسي بمونه، ۱۵ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵ کيلوګرامه باروت، ۴ پارسله د ماين پرزې، ۱۵ د ماين پټاکۍ، ۵ د ماين کانچې، ۵ توغندي، ۵ د راکټ مرمۍ، ۳۲۶ د پيکا او ۲۲۵ د کلاشينکوف مرمۍ يې نيولي دي.

په ياده غونډه کي د تېري اوونۍ د امنيتي غونډي پر تعقيبي موضوعاتو هم بحث وسو او له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس ګل محمد شکران هم د ترياکو د کښت اړولو په باب هر اړخيز معلومات وړاندي کړل او ويې ويل چي پر خپل وخت به د وزارت په همږغۍ د ترياکو د اړولو کمپاين پيل سي.

207 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2