Categories

اعلان

Loading…

د غني غریبه کابینه/ ډاکتر ځلاند

د حکومتونو جوړښت د کابینې د نه شتون له امله نیمګړی بلل کیږي. حکومت چې د دولت اجراییوي څانګه دی، ټولې چارې په کې د ټولیزعمل (Collective Action)، ځانګړو مشورو(Counseling)، د ولس په مشارکت (Participation) او خوښه (Consensus National) ترسره کیږي. ولسمشر چې د حکومت مشري کوي، کابینه د وړتیا، مسلکیتوب, سیاسي ارادې او تعهد له مخې رامنځته کوي. دې اصل ته په کتو، د حکومت مشر کوښښ کوي چې داسې کسان د کابینې په میز را ټول کړي چې د حکومت چارې په اغیزمنه او ګټوره توګه ترسره کړي.

وزیران دوه ډیرې مهمې دندې ترسره کوي: اول دا چې وزیر د حکومت د ځانګړي اداري- بودیجوي واحد ( وزارت) مدیرت پر مخ بیایې او دویم دا چې وزیران ولسمشر ته په مهمو ملي مسایلو کې د مشورې ورکوي، تر څو حکومت پر ځای پریکړې وکړي. له دې امله په ګڼو هیوادونو کې د کابینې د پاره د سیاسي تعهد یا ګوندي سیاست تر څنګ مسلک، علم، تجربه او ځانګړي تعلیمې سویه د وزیر د ګمارنې میعار منل کیږي.

نو د افغان وزیرانو ګمارنه د کوم میعار له مخې؟

کیدی شي د پردې تر شا په دې برخه کې ډاکتر صیب غني له ډاکتر صیب عبدالله سره ګڼې چنې وهلي وي، تر څو دواړه مشران مسلکي او کار پوهه وړ کسان د وزیرانو په توګه ولسي جرګي ته معرفي کړي. عبدالله د همدې فشارونو له مخې کورنیو چارو وزارت ته پخوانی جنرال نور الحق علومي معرفي کړ، صلاح الدین رباني يې د بهرنیو چارو وزارت ته ور وپیژاند. عبدالله د استاذ سیاف او تورن اسماعیل خان غوښتنو ته غوږ کینښود، محقق او محمد خان يې هم مجبوره کړل چې نوې څېرې او مسلکي کسان ور معرفي کړي. پدې برخه کې ټولو نمیګړی عمل وکړ، هیچا د کړو ژمنو او ټاکلو میعارونو پر بنسټ وړ کسان ندې معرفي کړي.

خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د اشرف غني لخوا کابینې ته معرفي شوي کسان د شیرمحمد کریمي او دواد صبا پرته نور داسې ښکاري لکه په کابینه چې پسخند وهل کیږي. د نوي حکومت کابینه تر ډیره د نړیوالتوب ( ګلوبلایزیشن ) تر اغیز لاندې راغلي ده، د افغانستان نه زیاته د نړیوالو غوښتنو او استازو ته په کې پام شوی، داسې ښکاري لکه د ایساف د قواو استازي چې په کابینه کې معرفي شوي وي: درې له برتیانیا، دوه له امریکا، یو له کاناډا، یو له استرلیا، یو له فرانسي، یو له هالنډ، بل له ایران، یوه له ترکې او بیا بل له المان څخه را غوښتل شوي دي. زه غواړم د ډاکتر صیب اشرف غني د کابینې په ګمارنه کې حکمت او د بصیرت یو مثال وړاندې کړم. د لوړو زده کړو په سکتور کې موږ شا وخوا اته زره کدر لرونکي استاذان لرو، چې څه دپاسه زر تنه یې پوهاندان دي، خو نه پوهیږم په ډاکتر صیب غني ولي سترګې تورې شوي چې یوه کشره خورکې ( ۳۳ کلنه چې د وزیر قانوني عمر ۳۵ میعار هم نه پوره کوي) څوک چې د مدیریت، هیواد پیژندني او کاري تجربې یې هیڅ څرک نه ښکاري، د امریکا تابیعت هم لري، د لوړو زده کړو وزارت ته معرفي کړي؟

د کرني سکتور چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ټیکاو کنجې ( کلید) بلل کیږي، دې وزارت ته یې یو کس ( یعقوب حیدري) یې معرفي کړی و چې د ایسټونیا هیواد ته مقروض او مجرم پیژندل شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت ته یې صلاح الدین رباني سره هوکړه وکړه، حال دا چې هغه د انګلستان تابیعت لري، د علومي سره یې موافقه وکړه هغه د هالنډ تابیعت لري؟ په سیاسي پوسټونو کې کیدی شي مسلکي زده کړې له نظره وغورځي، خو سیاسي تعهد او اراده په کې شرط ده، کله چې یو تن دوګونی تابیعیت ولري، هغه به د کوم هیواد ملي ګټو ته ژمن پاتې کیږي؟ یو ډیره د تامل او سوچ خبره ده.

خدای دې وکړې چې دا اندیښنه پر ځای نه وي، هغه دا چې د معرفي شوي کابینې موخه داسې ښکارئ چې حکومت په لوی لاس غواړي کابینه او حکومتي جوړښت د بحران سره مخ کړي، ولس او پارلمان د کابینې په سر په لانجو کې بوخت وساتي او روان سیاسي او امنیتې کړکیچ وغځوي. که داسې فکر په ارګ کې نه وي، نو شاه زمان میوندي ( المان تابیعت لرونکی ۳۶کلن) چې په حکومت کې کومه کاري تجربه نلري، د ایسټینا د ګروپ ( چې ډاکتر صیب اشرف غني ته یې په ټاکنیزو مبارزو کې چاپي او تصویر مبارزه کوله، انځورونه، ویډیوګانې، بیل بورډونه او اعلانات یې ورته وړیا چاپول او ډیزاینول) ولي د ښار جوړوني وزیر په توګه معرفي شوی؟

ډاکتر صیب اشرف غني چې په علم او پوهه کې غني ښکاري، دداسې یوې غریبې ( کمزوري) کابینې د جوړښت تمه ترې نه کیده، دا لکه چې ریښتیا دي:

اسمان چې څومره غوریږي، هومره وریږي نه.

یا ربه توفیق

358 total views, 2 views today

1 comment

  1. Abdul Wasi Qani Reply

    دا کابینه که څه هم د افغانانو له توقع سره برابره نده، خو د کرزي د ټولو کابینو څخه ښه ده دا ځکه چې یو خو ځوانان پکې ډیر دي، بل مشهور غله، مشهور ټوپکیان او داړه ماران پکې نشته

Leave a Reply to Abdul Wasi Qani Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2