Categories

اعلان

Loading…

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیواد یې هیڅکله په افغانستان کې مداخله نه ده کړې

تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن کابل ته له رارسېدو وروسته د افغانستان د اجرايي چارو له رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وویل چې ایران هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او په راتلونکې کې هم خپل دې اصولي سیاست ته دوام ورکوي.

ښاغلي ظریف د افغانستان ثبات او پرمختګ د ایران ثبات او پرمختګ وباله، ویې ویل چې افغانستان د ایران لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

ده وویل، په دې خوښ دی چې په داسي ورځ کابل ته راغلی چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت خپله کابینه ولسي جرګې ته معرفي کوي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه، نن هغه ورځ ده چې د افغانستان ټول خلک ځانونه په دولت کې شریک بولي او د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره روښانه راتلونکې موجوده ده.

ده د ایران او افغانستان ګډې ستونزې، چې افراطیت او ترهګري ده، د ټولې سیمې او نړۍ ستونزې وبللې.

د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره له خبرو وروسته وویل، ایران د افغانستان د دولت او ملت مطمین دوست او د افغانستان د په چارو کې اصلي لوبغاړی پاتې شوی او دی هیله لري چې د دوو هیوادونو ترمنځ دوستي او همکاري لا زیاته شي.

ده له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د داعش په شان د نویو ستونزو له رامنځته کېدو وروسته د دوو هیوادونو ترمنځ د جدي اړیکو غوښتنه وکړه.

ښاغلي عبدالله د افغانستان او ایران ترمنځ د پراخو او ستراتیژیکو همکاریو د موافقې د لاسلیک د ځنډ په اړه وویل، امنیتي حالات او له بهرنیو ځواکونو څخه د ځواک لېږد پړا، انتخابات، د بهرنیو ځواکونو وتل او د نوي حکومت جوړېدل سبب شول چې دا موافقه لاسلیک نه شي خو دا ډېره مهمه نه ده، د دې موافقې لاسلیک به د دوو هیوادونو ترمنځ ورورګلویزې اړیکې لا ټینګې کړي.

په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تهران ته لاړ او د دوو هیوادونو ترمنځ د نورو مسایلو ترڅنګ یې د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې د لاسلیک په اړه هم له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې.

195 total views, 2 views today

1 comment

  1. ګنډېری Reply

    خدای مو له پنجابیانو سره یوځای داسې هلاک کړه لکه چې تاسو افغانان قتل کړل. خدای مو په یهودو او سره کاپېرو هلاک کړه، پخپلو کې د سپیو په څېر سره وخورئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *