Categories

اعلان

Loading…

یغور مسلمانان په چین کې/ عبدالرحمن شګیوال

یغور هغه قوم دی چې نړیوالې رسنۍ یې تل د مظلومیت کرښې توروي، چې دا قوم د چین په سینګ یانګ (شین جین) ایالت کې میشت دی، چېرته چې د دې ایالت اکثریت مسلمانان ګڼل کیږي.

دا قوم په چین کې د هوی د قوم وروسته د مسلمانانو دویم لوی قوم بلل کیږي، چې ژبه يې کاربوک (نېږدې ازبکي) ده او د عربي، روسي او نورو ژبو شکل لیکدود لري.

دغه قوم مخکې د ۱۹۲۱ زېږدیز کال څخه اوېس بلل کېده، چې وروسته د تاشکند د غونډې یې مشرانو ځانونه د یغور په نامه ونومول؛ کوم چې د « یووالي » معنی لري.

دې قوم په لسمه زېږدیزه پېړۍ کې اسلام مقدس دین قبول او د عیسویت او بت پرستۍ ادیانو څخه لاس په سر شول، چې وروسته په تدریجي ډول یې د خپلې ولکې حکومت له لاسه ورکړ؛ او په ۱۹۱۲ کال یې د چین کمونیستي انقلاب دوران د چين جمهورت سره يې د یوځایوالي اعلان وکړ.

نړیوالې رسنۍ دعوه کوي چې د چین سینګ یانګ ایالات په سویل کې ډیری پیښې ثبت شوي؛ چې دا پېښې د انساني حقونو خلاف بلل شوي دي ولې د چین جمهوریت یې د پرمختیايي کارونو شاته پاتې کیدا لوی لامل بولي.

د چین دولتي رسنۍ د تاید له مخې چې پولیسو د سینګ یانګ مرکز ارومچي کې د هغه ږیرورو سړو ترڅنګ د مېرمنو حجاب او دداسې ټیکريو پر سرول چې ددوئ غاړې او سینې پرې پټې شي په عمومي نقلیه وسایلو مټرو او ملي بسونو کې سفر منع ګڼل شوي.

ددغه ایالت مسلمانان فریاد کوي چې هر کال د روژې میاشت د چین کمونیستي حکومت پاخه خواړه د مسلمانانو په کورونو ویشي تر څو خلک روژه نشي.

سربېره پر دې څېړنې ښايي چې روان زېږدیز کال په دغه سیمه کې د چین دولت لخوا په عملیاتو کې دوه زره وګړي د دولت ضد مظاهرو کې وژل شوي او په لسګونه زره نور يې په دې تور بندیان کړي؛ چې ګوایا جهادي ویډیوګانې یې د انټرنیټ څخه ډاونلوډ کړي دي.

یاده دې وي چې یغور قوم د نړۍ په شمول د افغانستان، مرکزي او سویلي آسیا هیوادونو کې هم د اقلیت په توګه هستوګن دي.

117 total views, 1 views today

3 comments

  1. بلال واثق Reply

    شکیوال صاحب دمالوماتو دورکولو څخه مو یوه نړۍ مننه ! خوموږالحمدلله مسلمانان یو او دچین یوغور مسلمانان ، دچیچنیا مسلمانان ، دفلسطین ، کوسووو ، بوسنیا او په فرانسه کې چې په تیرو نژدې ورځو کې په شها دت ورسیدل کوم چې دجنا یت کارې (شالې ابدو) مجلې دکار کونکو په وژلو اومردارولو یې دغزا عملیه سرته ورسول دا خلګ زموږ وروڼه دې.دفرانسې شهیدانو ته دې الله جنت فردوس ورکړې. اودغه نور دې الله دکفا رو دظلم اوتسلط څخه وخلاص کړې. امین

  2. بلال واثق Reply

    او زموږ افغانانوپر حال دې الله ج ورحمیږې چې دګاونډیانو له لاسه چې دوی هم ځا نته مسلمانان وا یې خودوې زموږ دویتو تویولو او زموږ پر وینو دکمیشن او دلالی کولو ډیر شا یقین دې . الله دې موږ افغانان ددغوتش په نامه مسلمانانو ګا ونډیانو دشر اوضرر څخه نور په امان کړې. امین

  3. شریف Reply

    ګرانو لوستونکو
    سلامونه او نیکې هیلې درته وړاندې کوم.
    د چین د سینګ یانګ ( شین جین) چې د پخواني شرقی یا ختیځ ترکستان جغرافیایې موقعیت ته ویل کیږي، دغلته د چین هیواد د حکومت له خوا په مسلمانانو سخت تېری او هرډول نادودې ترسره کیږي. حجاب او اسلامي پردې مراعتولو ته یې درناوی نه کیږي اود قانون تر نامه لاندې یې هرڅه له کمونیستي بد او کرغېړن ګواښ سره مخ دی. مسلمانانو دغه هیواد او د یاد هیواد او ځمکې خلک هېر کړي دي. ډیر اسلامي هیوادونه یا لودیځ هیوادونه هم چې کومه مرسته ورسره کوي په استخباراتي غوښتنو او د چين هیواد پر ضد د پارونې تګلارې سره اړیکه درلودلای شي. تر اوسه پورې له دغه قوم او خلکو سره هیچا د اسلامي تاریخ په اوږدو کې داسې مرسته نده ترسره کړې چې د هغوی د حالت او وضعیت دښوالي او لږ تر لږه د انساني کرامت د ژغورنې لپاره وي.
    مسلمانان باید د ایغور له قوم سره د مسلمانانو په هېر شوي هیواد شرقی ترکستان کې پراته دي زیاته ټینګه اړیکه ولري او له هغوی سره پرته له کومی انساني او استخباراتي مدا مرسته او همکاري وکړي. خدایه ته د مسلمانو ایغورانو پرده او عزت پخپله وساته، ځکه هغوی ستا مخلوق دی او له تا بل څوک اوس د هغوی مرستې نه را دانګي. ګرانو مسلمانو وروڼو او خویندو تل د شرقی ترکستان مسلمان ایغوران مه هیروﺉ او تل ورته د دعا لاسونه د الله تعالی دربار ته اوچت ساتئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *