Categories

اعلان

Loading…

د بهرنیو اډو پر ضد د ملي يووالي جبهې خبرپاڼه

له اوږدې مودې راهیسي په هېواد کې د ننه او بهر د افغان سياسي، مذهبي، اسلامي او چپي ډلو تر منځ د سولې، پخلاینې او په يوه ځانګړي نظام راضي کېدلو هڅې هر وخت له ستونزو سره مخ شوې دي.

کله چې داود خان وغوښتل له اسلامي نهضت سره خپله ستونزه حل کړي، د شوروي پلویانو يې مخه ونیوله، کمونسټانو کودتا وکړه او د سولې خبره عملا د کمونسټانو، شورویانو او اسلامي ګوندونو ترمنځ جګړې ته ولاړه.

کله چې په وروستي وخت کې کمونسټ پلوه وروستني د کابل ادارې مشر ډاکټر نجیب الله لومړی له مجاهدینو سره د ګډ حکومت، بیا په حکومت کې کمونسټانو ته د مناسبې ونډې ورکولو وړاندیز او بلاخره يې وغوښتل چې واک په ټولیز ډول سره مجاهدینو ته تسلیم کړي، د ملګرو ملتونو په وساطت د واک سوله ییز انتقال د مجاهدینو مشرانو ته طرحه هم ترتیب او مجاهدینو پرې توافق وکړ. د سولې د طرحې په وروستیو شیبو کې سوله يوځل بیا د واک غوښتونکو ډلو له خوا سبوتاژ اوپه نتجیه کې  د کابل په ښار کې د مجاهدینو تر منځ جګړه پېل شوه.

له دې مخکې په مجاهدینو پورې تړلو اسلامي ګوندونو ترمنځ هر وخت په پاکستان او کور دننه اختلافات وو او دغه اختلافات د جګړې تر سرحده رسیدلي و. د ا ډول د شورویانو په مټ ولاړ په افغانستان کمونسټې دولت د خلق او پرچم ترمنځ هم ژور اختلافات موجود و، چې همدغو اختلافاتو ته په هغه وخت کې د کرملین پاتي شونو هم زړه خوړ.

د مجاهدینو د وخت د لومړي ولسمشر حضرت صبغت الله دوه مياشتې موده کې کابل د جنګ ډګر و، د سولې له پاره د سولې هئتونه ګرځیدل مګر نتیجه يې ورنه کړه، له دي وروسته چې کله استاد برهان الدین رباني ولسمشر او انجنیر احمدشاه مسعود دفاع وزارت کې و ستونزه نوره هم پېچلي شوه، د واک د انحصار له امله د اسلامي ګوندونو ترمنځ درنې جګړې وشوې، هر ډول ظلمونه او بې عزتۍ افغان ولس ولیدلي.

د استاد رباني او احمدشاه مسعود د حکومت پر مهال د سولې استازو ډیره زیاته هڅه وکړه چې د اسلامي ګوندونو مشران په يوه حکومت کې سره ګډ کار وکړي، مګر پرته له نتیجې يې هڅې هر ځل له ناکامۍ سره مخ کيدلي.

د طالبانو او اسلامي ګوندونو ته اړوند وسله والو ترمنځ هم خونړۍ جګړې وشوې، د طالبانو او د مجاهدینو د ګوندونو د استازو ترمنځ څو ځله په کور دننه او بهر د سولې اړوند مجلسونه وشول، دغه هڅې دومره ګډ تفاهم ته نږدې وي چې د اعلانیدو په درشل کې به وي، مګر بیا به د کورنیو او بهرنیو کړیو په لاسوهنه د سولې هره پروسه ناکامه شوه.

کله چې طالبانو کابل ونیو، بیا هم هڅه وشوه چې د استاد رباني په مشري له شړل شوې حکومت سره د مفاهمې له لاري ستونزه حل کړي، ولي پرته له نتیجې هره هڅه ناکامیدله او جګړه روانه وه.

کله چې د امریکا په مټ په افغانستان کې د بن اول حکومت نصب شو، طالبانو او اسلامي حزب (حکمتیار) په کې نالیدلي وګڼل شول، د کرزي شپږمیاشتنۍ او دوه کلنه د حکومت لنډ مهاله دوره نسبتا د حکومت کسانو له پاره ارامه او د طالبانو له پاره ډیره ځوروونکي دوره وه، له هغه وروسته چې کله کرزی د پنځو کلونو له پاره منتخب ولسمشر وټاکل شو، کال دوه وروسته بیا جګړې عملا پېل شوې او له افغان حکومت سره د جګړو له پاره طالبان بیا ځل منظم او په سېمو کې ناامني ورځ تر بلې زیاتیدلي.

افغان حکومت او بهرنیانو د حضرت صبغت الله په مشرۍ د سولې او بیا پخلاینې پروسه او له هغه وروسته د سولې عالې شورا په نوم د سولې له پاره يو طرفه هڅې پېل کړي، ولي د سولې په دغه پروسه کې د حکومت له خوا ډیری هغه کسان يې مهم غړي وو چې له طالبانو سره يې عملا جګړه کړي وه.

نږدې ۳۶ کلونه کیږي افغان ولس د جګړې په اور کې سوځي او د سولې له پاره ولس بیحده زیات تږی دی. مګر په هر وخت کې د ښکیلو او درګیره لوریو له خوا د ريښتونې سولې له پاره کوم عملي اقدام نه دی لیدل شوی. هر لوری د سولې د خنډ له پاره خپل دلایل لري، ولي کله چې د طالبانو له پاره د قطر دفتر د پرانستلو خبره وه، ولس ته د سولې تمه پيدا شوه، مګر ډیر ژر دغه هیله او هڅه هم ناکامه شوه.

د اوسني ګډ حکومت مشر ډیر ځله په خپلو خبرو کې د سولې پر راوستلو او کیدلو ټینګار کړي، په دي اړه يې سعودي عربستان، چین ، پاکستان او اماراتو ته سفرونه وکړل. ولي هیڅکله يې هڅه ونه کړه چې د سولې اصلې ريښې چې دوی ته معلومي دي، د هغو په نظر کې نیولو سره هغو لورو ته مخامخ د سولې د خبرو وړاندیز وکړي، د سولې له پاره تر بل هرچا ډیر زیات امریکا او طالبانو ته په کار ده چې يوه توافق ته ورسيږي او له هغه وروسته افغان حکومت او طالبان مخامخ د سولې خبرې وکړي، او که چیرته امریکا غواړي چې نور د افغانستان له مسئلې ځان په شا کړي، نو بیا په کار ده چې د ګډ  حکومت مشران د امریکا د نظامي، پوځي او هر ډول یرغلیز شتون پای اعلان کړي، د بهرنیانو د اډو د تړلو اعلان وکړي  او کله چې بهرنیان له هیواده په ټولیز ډول وتل پېل کړي، د سولې خبرې د طالبانو او حکومت ترمنځ عملا پېل شي.

ترڅو چې د ستونزې اړوند امریکا، طالب او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې نه وي شوې، ګاونډیان او یا بل هرڅوک او هر هیواد چې وي رول به يې کومه نتیجه ورنه کړي.

که دغه ډول د سولې د اصلي لارو چارو پر ځای د سولې له پاره پر فرعي لارو تګ کیږي، ممکن افغانستان کې سوله د څو نورو کلونو له پاره هم رانه شي او جګړه به دوام لري، او که چېرته د سولې له پاره په غلطو لارو تګ ته دوام ورکول شي، نو افغان ولس به په ګډ حکومت نور هم بې باوره شي. متاسفانه افغان حکومت د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال تل پر منفي تبلیغاتو ټینګار کړی او مخالفین یې د دې پر ځای چې سولې ته رابللي وای په ناسمو نومونو تورن کړي دي. که څه هم دا څرنګه ده چې دغسې تورنو کې تر ډېره د مجهولو او مبهمو رسنیو رول مهم و؛ خو د افغان حکومت ستونزه دا وه چې پر یادو تبلیغاتو یې باور کړی او پر ناسمې لارې یې تګ ته دوام ورکړی. د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم داسې ښکاري چې د پخواني حکومت پر پلونو پل ږدي. د سیمې هېوادونه دومره مهم ګڼي او دومره امتیاز ورکوي چې هغوی دومره ارزښت نه لري. د دې پر ځای چې اصلي افغان لوري سره د خبرو تار وغځوي، ناسمو ادرسونو ته د هیلي سترګې واړوي. دغو ادرسونو د حامد کرزي دیارلس کلنه واکمني وخوړه خو هېڅ نتیجه یې نه لرله. که اشرف غني د حامد کرزي له تېروتنو د عبرت درس واخلي نو تګلاره به یې بدله کړي. سوله په فشارونو نه شي راتللای، که داسې کېدای نو د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف به سوله راوړې وای.

د بهرنیو اډو پر ضد دملي يووالي جبهه د سولې په مخ کې تر ټولو غټ خنډ په هیواد کې د بهرنیو اډو شتون او له امریکا او ناټو سره د افغان حکومت امنيتي تړون ګڼي، دا ډول د ګډ حکومت اوسنۍ هڅې د سولې له پاره کافي نه ګڼي او په جګړه کې ښکېلو لورو ته وړاندیز کوي چې د سولې له پاره د ناسمو لارو په نښه کولو پرځای سمې لاري وکاروي، په حقيقي کې ډول د سولې له پاره ژمنیتا په عمل کې وښيي.

د بهرنیو اډو پر ضد د ملي يووالي جبهې غړي که  په دي پوه شي چې د  حقیقي سولې له پاره ښکیل لوري ژمنیتا لري او غواړي چې په هیواد کې سوله تامین شي، دا ډول د بهرنیانو وتل شوني وګڼل شې، دوی به په ډیر افتخار په دغه لاره کې که ورڅخه وغوښتل شي وساطت او د جهتونو د سولې پېغامونه مخامخ یو  او بل لوري ته په امانت او رغنده ډول ورسوي او د سولې په لاره کې به خپلې ټولي هڅې وکړي.

د يوه هوسا، بسیا او سوله ییز افغانستان په تمه

د بهرنيو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهه

۲۹ جدي ۱۳۹۳

۱۹ جنوري ۲۰۱۵

37 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *