Categories

اعلان

Loading…

احمد رشید: پاکستان باید له افغانستان سره د ښو اړیکو چانس له لاسه ور نه کړي

تاند- په تېرو څه باندې درو میاشتو کې ښايي د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ تر ټولو لویه بریا له پاکستان سره د اړیکو ښه کېدا او د پالیسۍ بدلون ته د پاکستان هڅول وي.

داسي ښکاري چې پاکستان د افغانستان پر ضد د جنګېدونکو د ملاتړ له پخوانۍ پالیسي لاس اخیستو ته حاضر شوی وي. که څه عملاً تغییر نه دی لیدل شوی خو هیلې غوړېدلي چې پاکستان وخت ته اړتیا لري او نظر یې بدل کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی ريیس امرالله صالح وايي چې ولسمشر غني پاکستان ته شپږ میاشتې وخت ورکړی دی.

ولسمشر غني مخکې تر دې چې له پاکستان سره مخامخ خبرې پیل کړي لومړی د دغه هیواد تاریخي او ستراتیژیکو دوستو هیوادونو ته سفر وکړ. چین ته لاړ چې پر پاکستان ژرور اغېز لري، دغه راز یې د سعودي چارواکو مرسته وغوښته.

د سیاسي چارو پاکستانی متخصص احمد رشید وايي ښاغلی غني او د پاکستان پوځ، چې د ملي امنیت ټولې چارې او بهرنی سیاست په کنټرول کې لري، باید خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې زیاتې هلې ځلې وکړي.

د ده په باور پاکستاني جنرالان د ولسمشر محمد اشرف غني په اړه مثبت نظر لري. د دې یو علت دا دی چې ښاغلی غني پاکستاني ضد څرګندونې نه کوي.

بله خبره دا ده چې ولسمشر غني تراوسه پوري د پاکستان تاریخي سیال هند ته سفر نه دی کړی.

احمد رشید وايي چې ولسمشر غني حتي د هند له لوري په افغانستان کې د ټانکونو او الوتکو د ترمیم یوه پروژه، چې ۴ سوه ملیون ډالره پرې لګښت کېده، ځنډولې ده او په عین حال کې یې له پاکستان سره د لا زیاتو همکاریو موافقه کړې ده.

ده د پاکستان یوه زړه غوښتنه یعني په پاکستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې له وړاندیز سره هم موافقه کړې ده.

احمد رشید وايي چې پخوا په کابل کې د هند د زیاتېدونکي نفوذ له وېرې د پاکستان پوځ او استخبارات پر افغان مشرانو بدګومانه ول او له همدې کبله یې د طالبانو ملاتړ کاوه.

احمد رشید په کونړ کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو یادونه کړې خو په عین وخت کې وايي چې پاکستان تراوسه ورته کار نه دی کړی او لا هم طالبان په کابل او نورو ښارونو کې چاودنو ته دوام ورکوي. او له بلې خوا لا هم له پاکستانه طالبانو ته وسلې لېږل کېږي.

خو له دې ټولو سره سره په وروستیو کې د دوو هیوادونو اړیکې خورا ښه شوي دي. پر افغانستان د پاکستان راکټي حملې درېدلي. د دوو هیوادونو د چارواکو او استخباراتي مشرانو ترمنځ د سرحدي ستونزو د حل کولو او د همږغۍ د زیاتولو لپاره ګڼ ملاقاتونه شوي او کېږي.

سره له دې چې چین، قطر او اماراتو ته د طالبانو پلاوي له پاکستانه او د دغه هیواد له هوايي ډګرونو څخه تللي خو احمد رشید وايي چې څرګنده نه ده چې پاکستان تر څه حده طالبان له ولسمشر غني سره خبرو ته تیارولی شي.

احمد رشید وايي چې یو شمېر افغانان پر ولسمشر غني انتقاد کوي چې پاکستان ته یې زیات امتیازونه ورکړي او پاکستان باید دا درک کړي ځکه چې ولسمشر غني له فشار او ستونزو سره مخامخ دی او ممکن دا وضعیت ډېر وخت دوام ونه کړي.

دی وايي، که پاکستان د اشرف غني د حکومت لپاره له خپل توانه تروسه وسه کار وانخلي، خپل امنیتي وضعیت به یې خراب شي.

دی وايي، که د افغانستان ولسمشر کمزوری وي او پر خپلو ژمنو وفا ونه کړای شي، یقیناً چې د پاکستان په خیر به نه وي.

ښاغلی رشید وايي چې پاکستان باید د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو لار ژر تر ژره اواره کړي.

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. ګنډېری Reply

    دا یې بل منافق دی. افغانان باید د هېڅ پاکستاني په خوله باور ونه کړي. له هند سره د افغانستان دوستي له ټولو اړخونو ګټوره ده. پاکستان له خپل پیدایښت راهیسې هېڅکله له افغانانو سره ښه نه دي کړي، تل یې جارحانه عمل کړی دی. له هند سره د افغانستان دوستي او پرې باور یوازنۍ لاره ده چې پنجابیان د افغانستان په وړاندې له خپل سپیتوب څخه اړولی شي. که افغانستان له هند سره سم لاړ شي، لیرې نه ده چې هند د افغانستان له پاره په اتومي برخه کې هم مرسته وکړي او افغانستان هم سبا دغسې اتومي وسله ولري چې نن یې پاکستان پرې وېروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *