Categories

اعلان

Loading…

د اناهيتا روهي تربتې چيغې/ ليکوال : محب الله آرمل

استاد اسدالله غضنفر د خپل يو چاپ اثر ( جادوګر هنر) په سريزه کې وايي : (( زه په ادبي غونډو کې معمولا ځوانان هڅوم چې نثر ته مخه کړي. زه د شعر له اهميته منکر نه يم بلکې دا ويل غواړم چې شاعري آسانه نه ده …)) که د اناهيتا روهي شعرونه وګورو نو د استاد خبره به مو ضرور په ذهن کې غځونې وکړي او وبه وايو چې دې ته وايي شاعري او شاعري آسانه نده .

په دې وروستيو کې د لنډکيو شعرونو شاعران او مينوال مخ په زياتېدو دي، خو ددې ډګر يوه سر لارې شاعره اناهيتا روهي ده . آغلې روهي نه پېژنم او نه مې ليدلې ده خو شعر او نثر يې پېژنم، د دې تربتې چيغې مې په سترګو اورېدلې دي، په دې چيغو کې ډېر په زړه پورې، نوي او شاعرانه ترکيبونه شتون لري او آن دومره خواږه دي چې زه يې په لومړي ځل دې ته وهڅولم چې په کتاب باندې خپل بر داشتونه او اخستنې له تاسې سره هم شريک کړم.

آغلې روهې وايې :

تربتې چيغې

ـــــــــــــــــــ

ويده شوی ښار

تربتې چيغې

خوځنده مړي

اروا مې ژاړي

څوک يې غږ نه اوري

۲۰۱۴/۷/۶

اناهيتا روهي له وطن لرې په جرمني کې اوسي خو شاعري يې لاهم کليوال رنګ لري او د وطن په بېلتون کې تربتې چيغې پرې مېلمنې دي او که چېغې يې تر بتې هم نه وي خو دا وايې چې په جرمني کې به غير افغانان زړه ښه نه کړي چې د يوې پردېسې افغانې فريا دونو ته غوږ کيږدي، مګر موږ ډاډ ورکو چې ستا چيغې دومره هم تربتې ندي چې په غوږونو جوړ کسان يې د هم وا نه وري، چيغې دې ټول لوستي افغان که په غوږو نه وي په سترګو اوري او ستا د احساس قدر داني کوي .

(تربتې چيغې) د اناهيتاروهي لنډکيو شعرونو او ادبي ټوټو ټولګه ده د آغلې روهي نور کتابونه هم چاپ شوي خو دلته همدايو تر کتنې لاندې نيسو او راځو د تر بتو چيغو پاڼې پرانيزو او ګورو چې روهي چاته مخاطبه ده او څه ورته وايي.

يو خو دلته چورت وهنه هم لاشعوري ده او شور دومره دی چې شعوري فکر ته مو نه پرېږدي همدا کيفيت روهي داسې په هنر اړولی چې زه ورته ګوته په غاښ يم .

البوم

ـــــــــ

چوپتيا مه ماتوه

حافظه مې د ماضي

البوم ګوري

۲۰۱۴/۴/۱۶

د تا ريخ يوه ګټه داده چې خلک پکې خپلې ماضي ته چکر ووهي او هغه پاڼې يې چې دوی پکې د وحشت تابلوګانې ويني په راتلونکي ژوند بيا تکرار ونه لولي .

کاشکې د همدې موخې لپاره موږ هم تاريخ لوستی وای مګر زموږ مشران چې په دريځ خبرې پيل کړي نو يو ځل خامخا د پاني پت د سوبې کيسه کوي خو دانه وايي چې ما تر شا څه پرېښول، تاريخ به مې په کوم نوم ياد کړي، په خپله ماضي يو ژور فکر پکار دی.

مخکې مو هم وويل چې آغلې روهې مسافره ده دې زما په ګومان د يوې خدای پامانۍ تصوير په زړه کې ساتلی، ساتلی، ساتلی خو آخر ترې ليکل شوی خدای خبر چې دا به له چا د بلېتون صنحه تمثيلوي خو ظرافت يې په زړه چکونه لګوي، راځې ددې صنحې ننداره په باران شعر کې وکړو :

باران

ــــــــ

باران وورېد

ځای ځای اوبه ډنډ شوې

ستا اوښلنې سترګې مې

سترګو ته ودرېدې

زړه مې درپسې وخوږېد

۲۰۱۲/۵/۲۸

اورېدلي به مو وي چې زړه هغه ښېښه ده چې کله مات شي بيا پتری نه مني، او همدا مضمون يوه شاعر چې نوم يې رانه هېرشوی داسې هنري کړی :

زړونه مه ماتوئ لعل د بدخشان دي

مشکل کار دی رغول دشکسته وو

خو روهي بيا همدا موضوع په زړه لري او شعر هم ترې جوړ ولی شي خو په داسې ډول چې نوښت پکې له ورايه نڅا وکړي تاسې (پتري) په نوم دا کرښې ولولئ او په مفهوم يې غور وکړئ.

پتري

ـــــــــ

لوښي يې

پتري کول

خپل زړه مې وروړ

ايخوا يې کړ

وېل دا نور نه جوړيږي

۲۰۱۲/۷/۲

خندا د ژوند مالګه بولو خو د خندا او خندلو چل رانه هېر دی او آن دومره عاجز يو چې د ژړا مخه هم نشو نيوی، مګر دا کمال بيا د روهي زده دی، دا په خپلو هنر مندو ګوتو توري په ټکور تارونو کې پېيې او د مقابل لوري چې دې ته ګران دی ټپونه پرې ګنډي، که څه هم چې خندوي يې نه خو ژړاته يې هم پرېږدي، دا وايې

اوس نو ولې ؟

ــــــــــــــ

اوس نو ولې

څڅوې را باندې

څاڅکي

څاڅکي

رڼې اوښکې

کب خو نه يم

چې اوبو سره مې ژوند وي ؟

۲۰۰۹/۱۱/۱۱

دې شعر يې د زړنو د پاچا او د شعر د ستر هنر مند کاروان هغه بيتونه هم را ياد کړل چې وايي :

دې وې اوښکې مې درياب دي درومه وړي دې

ماوېل نه ځم عادتونه مې د کب دي

ستا باڼه مې د زړه جېب کې وهي ګوتې

لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي

يوه عالم ژوند سيند بللی و او ويلي يې و هغه څوک چې ژوند کوي د همدې سيند لامبوزن دي، لامبوزن چې تر څو لامبو وهي په امن دی او چې لاسونه يې وچ وشول يايې د ټنبلۍ له وجې لامبو بس کړه نو اوبه يې وړي، کندو ته يې غورځوي، په تېږو ټېلو او شېلو کې يې تخته کوي او ممکن ده مړ يې هم کړي، ژوند هم دې ته ورته دی که بې پروايي وکړو نو د تباهۍ کندې ته مو وړي او بيا به مو هره هڅه ناکامه وي، خو کله کله د نړۍ انسانان سړی د ژوند له نعمت زړه توری کړي، آن دومره ظلم در باندې وکړي چې دالويه نړۍ درته تنګه شي، په ژوند مرګ ته ترجع ورکړې لکه اناهيتا روهي:

د اوبوسيوری

ـــــــــــ

د اوبو سيوري ته

له ځانه

پنا ور وړم

۲۰۱۴/۷/۲

خو تاسې کله هم د اوبو سيوري ته پنا يو نه سئ کنه د اکسجن د نشت له امله به سا ورکړئ .

يو وخت مې د نصير احمد احمدي يوه کيسه ولوسته، چې د چرګ حلالول يې قتل بللی و، قصاب ته يې ويل نه غواړم زما په خاطر وينه تويي شي چرګ مه حلالوه، خو تر دې مې لا نازکه صحنه او د قتل نوی ډول د اناهيتا روهي په شعرونو کې وموند .

توبه

ـــــــ

توبه، توبه

نور قتل نه کوم

د ډېرو ګلانو مرۍ مې پرې کړې

بڼ سپېره شو

ته پخلا نه شوې

۲۰۱۴/۵/۱۲

په پاس شعر کې که له يو خوا د ګل شکول قتل بلل شوی له بلې خوا بيا همدې قتل کوم ځای هم ندی نيولی لکه موږ وايو چې وينې په وينو نه پاکيږي نو د ګلاب د مرۍ پرې کول ته په کوم نوم د مينې سمبول بولې، د يو چا د پخلا کولو لپاره د نازکو ګل پاڼو ژوند اخلې .

د اځل ړمبی د زړه خرانه ولولئ او بيا تبصيره :

د زړه خزانه

ــــــــ

يوازې دې ( راکړه ) زده وه

په (ورکړه) نه پوهېدې

نور څه ندي راپاتې

د زړه خزانه مې تشه پرته ده

۲۰۱۴/۳/۳

لنډۍ ده چې وايې :

مينه په تلو راتلو زياتيږي

کله راځه کله به زه درځم مينه

که پيسې راسره وي او سخاوت وکړو کمې به شي، خو برکت به يې بيا زياتې کړي مګر داسې څه هم شته چې په ورکړه زياتيږي يوه بېلګه يې په لنډۍ کې لولئ او بله يې روهي موندلې چې له مينې سربېره د پوهې ادعا پرې کېدای شي په علم کې هم چې څومره ورکړه وي زياتيږي، ښونکي يا استادان او مدرسين چې څومره تدريس کوي هغومره يې پوهه زياتيږي.

زما په خيال روهي پدې شعر کې خپل زړه ته مخاطبه ده او ورته وايي چې حرس ناکه په راکړه پوهېدې او په ورکړه نه اوس بخل داسې حالت ته بوتلې چې تر تا غريب بل نشته .

يو بل ځای د ډېوې په نوم شعر کې هم سخاوت کوي او ورسره په محبت کې ژمنه پاتې کيږي.

ډېوه

ــــــــــ

غواړم د ډېوې په شان و اوسم

کله چې ته په تياره کې وې

زه درته رڼا وکړم

۲۰۱۳/۱۲/۲۷

زموږ په ژبه کې اصطلاح ده چې وايې : ( ژړا غم کموي ) چې همدا خبره اوس د اروا پوهانو د پاملرنې وړ هم ګرځېدلې د دوی په اند کله چې ماشوم ژړل او ځېل يې کړی وو هڅه مه کوئ چې کرار يې کړئ ځکه چې له څو دقيقو وروسته به په خپله کرار شي او زړه به يې تش شي.

ځينې وخت سړی بړوس وي خو ژړلی نشي، وجود دروند وي لکه په ونه چې مرغۍ ناستې وي، که د وژړل غم به لکه مرغۍ والو ځي.

چيغې

ـــــــــــــ

زړه مې چيغې کړې

د وجود له ونې

مرغۍ والوتې

۲۰۱۴/۴/۱۲

خو يو بل ځای بيا ژړا او له ژړا مخکې حالت عاطفي بولي، دا وايي چې له داسې حالت سره بېغوري ښه نده، ځکه زموږ په زړه کې يو څه شته چې که د هنر جامې ور واغوستل شي او له زړه نه را ووځي او ظاهري شکل خپل کړي تر دې بهتره ده چې په اوښکو تويولو يې ضايع کړو، او يا وايي چې مخکې به د تسکين را کړی اوس چې و مې ژړل زړه مې بې تا هم تش شو . دا وايي :

منکر

ـــــــــ

ته مې له احساسه منکر

ريښتا ده،

څه چې وو

په اوښکو کې وڅڅېد

۲۰۱۴/۸/۱۶

————————————–

په ورته موضوع بله لیکنه:

د اناهیتا روهي د شعر هنري ساه/ شریف الله دوست

80 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *