Categories

اعلان

Loading…

هلمند مدني ټولنه: په هلمند کې په پراخه کچه دولتي ځمکه غصب شوې ده

د هلمند مدني ټولنې رئيس وايي، دوی په خپلو څېړنو کې موندلې چې؛ د تېر يو کال په موده کې په هلمند کې دولتي ځمکې او عامه شتمنۍ په پراخه کچه غصب شوي دي.

په دې غصب کې ولايتي اداره، ځايي قومندانان، زورواکي او د سيمي بانفوذه خلک شامل دي.

هلمند مدني ټولنې د خپلو پلټنو په ترڅ کې موندلې ده چې، تېر يو کال هلمند د پراخه غصب شاهد و.

ددې ټولنې مشر سردار محمد د يوې خبري ناستې پر محال خبريالانو ته وويل، په تېر کال کې د دوی دفتر ته د نورو شکايتونه ترڅنګ لسګونه د ځمکو د غصب شکايتونه ورغلي دي چې د دوی له پلټنو وروسته دا ثابته شوې ده چې، په سيمه کې پراخه غصب شوی دی.

د همدرد په خبره دغه غصب د مرکز لښکرګاه ترڅنګ په بېلابېلو ولسواليو کې ترسره شوی دی، چې په غصب کې ولايتي اداره، ځايي دولتي چارواکي، سيمه ييز زورواکي او د سيمې بانفوذه خلک ښکېل دي.

سردار محمد همدرد رسنيو سره په خبرو کې وويل: ((هره ورځ د مدني ټولنې انګړ ته له بېلابېلو ولسواليو خلک راځي، دوی بېلابېلې ستونزې لري خو ډېری ستونزې د ځمکې د غصب وي، چې اکثره وخت د زورواکو لخوا د غريبو خلکو ځمکې غصبيږي او په زوره د ځمکې پرېښودو ته اړ کيږي.))

همدرد وايي، مدني ټولنې ته ډېر داسې شکايتونه هم ورغلي دي چې د زورواکو لخوا خلک له کورونو ايستل شوي دي او د دوی کورونه او سرايونه يې ور نړولي دي.

د هلمند مدني ټولنې مشر وايي، دوی ته د ځمکې د غصب لسګونه شکايتونه شوي دي چې د دوی تر پوره پلټنې وروسته اوس کره شواهد هم په لاس کې لري، چې له  مخې يې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې پراخ غصب شوی دی.

همدرد له مرکزي دولت جدي غوښتنه وکړه چې د نورو ستونزو ترڅنګ دې په هلمند کې د ځمکو د غصب مخه ونيسي.

کله چې  ځايي دولتي اداره له خلکو سره د مور او مېرې چلند شروع کړي نو په دغه ولايت کې خلک د خپل اواز اورېدو لپاره مدني ټولنه ښه ځای بولي.

په ټوله کې د هلمند مدني ټولنې ته هغه شکايتونه ډېر ورځي چې يا د ځمکې پر سر د ځايي خلکو ترمنځ شخړه وي او يا هم د کوم زورواکي لخوا دولتي، عامه شتمنۍ او د خلکو شخصي ځمکې غصب شوي وي.

242 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2