Categories

اعلان

Loading…

د مشرانو جرګې رييس وايي، باید د فرانسې سفارت بند کړای شي

تاند- د افغانستان مشرانو جرګې رييس نن /یکشنبه/ له حکومته وغوښتل چې د فرانسوۍ مجلې چارلي ابدو له لوري د اسلام پیغمبر (ص) ته د سپکاوي اړولو په خاطر د کاریکاتور د خپروېدو په غبرګون کې په کابل کې د فرانسې سفارت بند کړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار وویل، مشرانو جرګې د اسلام د ګران پیغمبر شان ته د سپکاوي اړولو په نیت د کاریکاتورونو د خپرېدا په باب خپل اعتراض د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې د فرانسې سفارت ته اعلان کړی دی.

ده زیاته کړه:«موږ له ولسمشر محمد اشرف غني غواړو، که فرانسه د مسلمانانو مقدساتو ته درناوی نه کوي، باید سفارت یې په افغانستان کې بند کړای شي.»

د مشرانو جرګې یوه بل غړي زلمي زابلي وویل چې د افغانستان حکومت باید د ترکیې په شان د فرانسې سفارت بند کړي.

تر مشرانو جرګې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چارلي ابدو مجلې له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو خپرېدا په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې دا ډول اعمال د بیان له ازادۍ سره تړاو نه لري.

فرانسه وايي چې چارلي ابدو مجله د دغه هیواد له دولت او حکومت سره ارتباط نه لري.

73 total views, 1 views today

3 comments

  1. mohibullah sahak Reply

    Bilkul Sahi khabara da.safarat ow tol taloqat dai warsara khatam ki.bar padar dai da fransai nalati seee .

  2. ابو ثوبان صافی Reply

    د مسلمیار صیب غوښتنه د ستاینې وړ ده خو کاش چې عملي کیدای شوای. فرانسوي رزیلان پوهیږي چې په اسلامي امت کې اوس صلاح الدین ایوبي، محمد ابن قاسم او عبد الحمید ثاني رحمهم الله په شان شخصیتونه نشته ځکه خو یې په ډیر جرائت د خوږ پیغمبر صل الله علیه وسلم کارتونونه جوړ او په ټوله نړۍ کې یې خپاره کړل. د بلې خو نه افغانستان ترکیه ده او نه هم اشرف غني مونږ د اردوغان سره پرتله کولی شو. هغه یو اسلامپال سیاستوال دی چې غواړي په ډیر حکمت بیرته د عثماني خلافت په څیر یو خلافت رامنځ ته کړي او غني یو دیموکرات سیاستوال دی. الله دې ټول مسلمانان د پیغمبر عاشقان او د هغوۍ صل الله علیه وسلم د سنتو پیروان کړي. آمین!

  3. Mohib Reply

    بالکل سمه خبره ده. د فرانسی سفارت کی بند کړای شی او د فرانسی اتباعو ته دی د افغانستان ویزه هم بنده شی. پریږده چی د فرانسی له کومک نه بغیر دا وطن اوبه ویسي.

    اللهم صلی علی محمد سید المرسلین والنبیین ،

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *