Categories

اعلان

Loading…

د ملي امنیت ریاست وايي پر کورنیو چارو وزارت یې د ډله ییزې انتحاري حملې مخه نیولې

تاند- د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي چې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري یې د کورنیو چارو پر وزارت د یوې لویې او خورا پېچلې ډله ییزې او انتحاري حملې مخه نیولې ده.

د ملي امنیت ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ترهګرو یوه پنځه کسیزه ډله یې نیولې چې انتحاریان هم پکې شامل دي او په دې توګه یې د کورنیو چارو پر وزارت حمله مخکې تر مخکې ناکامه کړې ده.

د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دا پنځه تنه یې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې په داسي حال کې نیولي چې هغوی د حملې هڅه کوله.

د نیولو د عملیاتو په ترڅ کې د ملي امنیت منسوبانو ته د انتحاري حملې وسایل لکه واسکټونه، تومانچې، ۲۰ لاسي بمونه او دوه جوړې پوځي کالي (یونیفورم) په لاس ورغلي دي.

د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نیول شویو کسانو څخه جعلي پېژندپاڼې او یو زغرګاډی هم په لاس ورغلی دی.

6 total views, 1 views today

3 comments

  1. لالا ، بټنوال Reply

    ولې داسې کسان سمدستي نه اعداميږي چې نور ترې عبرت واخلي ؟

  2. ahmad Reply

    ټول درواغ ذی او شړیدلی اجیردولت په دی اوتو بوتو ځان ته تسلی ورکوی

  3. بلال واثق Reply

    احمد خا نه ! څوک درواغ نه وا یې ؟ او څوک اجیر ، مزدور او لاس پوڅې نه دې؟ ستا دې په هغه خدای قسم وې چې دحکومت جا نب مقا بل حر او ازاد دې؟ ګرانه دفیل په غوږ کې بیده یې او خدای دې پوه کړه. چې وخت در باندې تیر شې بیا به پوه شې ! تقریبا ۳۶ کاله مخکې ما هم ستا پر ډول نا پوهانه قضا وت کوې او دمجاهدینو ۷ واړه مشران مې حر بلل خو یوازې په کابل کې دواک پر ګدۍ نا ست کمو نیست حکومت مې غلام بلی. خو وخت زه اوزما پر ډول ډیرافغانان پوه کړه ! چې دمجاهدینو مشران تر کمونیستانو ډیر غلامان او ګا ونډی تور لینګی هیواد ترشورویانو ډیر دښمن وختی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *