Categories

اعلان

Loading…

اسماعیل خان: امنیتي وزارتونه د مجاهدینو پر ځای کیڼ لاسو ته ورکړل شوي

تاند- د اوبو او برېښنا پخواني وزیر محمد اسماعیل خان د نوې کابینې پر وړاندیز شویو وزیرانو انتقاد وکړ، ویې ویل، امنیتي وزارتونه په ځای د دې چې مجاهدینو ته ورکړای شوي وای کیڼ اړخو ته ورکړل شوي دي.

ښاغلي اسماعیل خان پرون په هرات کې وویل، د ملي یووالي حکومت د مجاهدینو پروا نه ده کړې او امنیتي وزارتونه یې چپیانو ته ورکړي دي.

داسي ښکاري چې د ښاغلي اسماعیل خان اشاره د کورنیو چارو وزارت کاندید جنرال نورالحق علومي ته ده چې پخوا د خلق د دیموکراتیک ګوند د پرچم د ډلې غړی و.

ده کیڼ اړخي د افغانستان د ۳۰ کلونو د بدمرغیو مسوول وبلل، ویې ویل:«د دې ډلې د غیرقانوني کودتا په وجه ۲ ملیونه افغانان ووژل شول، ۵ ملیونه مهاجر شول او په سلو کې ۴۰ هیواد ویجاړ شو.»

نورالحق علومي او د پرچم ډلې ګڼو نورو جنرالانو د اسماعیل خان په ګډون د مجاهدینو په واک ته رسولو کې اساسي رول ولوباوه.

د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر، بې له دې چې ځان په مستقیم ډول یاد کړي، د خپل موتلف نوم واخیست، ویې ویل، په کابینه کې د عبدالرب رسول سیاف نه شتون ښيي چې حکومت مجاهدینو ته اهمیت نه دی ورکړی.

اسماعیل خان څو ورځې مخکې هم د نوې کابینې پر معرفۍ انتقاد کړی و او دا خبرداری یې هم ورکړی و چې د جګړې اور به لا سخت شي ځکه چې نوې افراطي ډلې د ظهور په حال کې دي او مجاهدین بله چاره نه لري مګر دا چې د هیواد دفاع وکړي.

اسماعیل خان همداراز په تېرو څرګندونو کې پر اجرايي رييس انتقادونه وکړل او ویې ویل چې نوموړي د هرات له خلکو سره جفا کړې ده.

10 total views, 1 views today

7 comments

  1. RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; Reply

    ismaeel khan was many years minister of energy and elctrisity,
    he could not do any things in new technology,he can not spend budget for that minister.
    ismaeel khan and syaff are elders,gave chance to young generation,who have degree in new technology and who have energy for work.,
    thes nation in very bad situation,now you are millionaire,
    all mujaheedin become millionaire,gave chance to young peoples to build this country,
    we belive ashrafghani sahib and doctor abdullh knows better,every things are good,thank you

  2. هلال احمد Reply

    هاهاهاهاها ګران مجاهد صیب تورن اسماعیل خانه
    هیواد مو چور تالان کړ، بیت المال مو په ایران او پاکستان خرڅ کړ اوس چی قدرت درڅخه ځی او د ظلم واګی درڅخه اخیستل کیږی یو وار بیا د هیواد د فاع ناری وهی؟ د هیواد د فاع د ناری وهلو په ځای به دی د ملت روغ ټانکونه نه اره کول، د بی وزلو کورونه، ځمکی اوجایدادونه مو نه غصبول او د مظلومانو لوڼی مو ځانونو ته په ناحقه نه نکاح کول الله تاسو غرق کړی خدای پاک ان شاءالله داسی نظام به راولی چی لکه تا غوندی خر په کی هیڅ رول نشی اداکولای.

    مجاهد عزیز تورن اسماعیل خان
    کشور را چور و تالان کردید، بیت المال را بالای ایران و پاکستان فروختید حالا که قدرت که در مقابل ظلم تان از شما ګرفته میشود یک بار دیګر صدای دفاع از کشور را میکشید؟ به عوض صدای دفاع از کشور تانکها را اره نه میکردید، خانه ها، زمین و جایداد های مظلومان را غصب نه میکردید، دختران بیچاره ها و مظلومان را به ناحق و به زور در قید نکاح نه می آوردید، خداوند متعال شما را غرق بسازد و ان شاءالله در مقابل همه مظالم تان خداوند این همه را از شما میګیرد و حکومتی درمیان خواهد آمد که مثل تو خر در آن هیچ رولی نداشته باشی

  3. Hafsa Reply

    I don’t know why people still fighting for their positions, Ok You participate in the HOly war Jehad, so what!.. you Jehad for Islam or for your positions. You fight with Russian and they left the Afghanistan then what you did, now ismail khan is talking about khalq party… what you did special please tell me>> Bombard the Kabul or fighting among them selves or what u did when u were minister of Electricity.. I respect them all but i am mostly worry when there is problem they start shouting that we are mujahideen. Ok you sold all weapons and even tank on Pakistan, even destroy the whole country. Now please don’t use Jehad and Mujaheden for bad names. For chairs and position you are using these names. I was so astonished when i heard that Sherzai also said i am mujahid and will join them.. Hey what u did with Nangarhar. Just got all the project and sold out on low cost. please be union and leave all these non sense ideas. We all are afghans.. I am still hurt a lot when people use these names for their business and for their own positions. When they are happy so they don’t use such names cause for their positions but when they lost their positions they start shouting we are mujahiden. So it means all ministry should be of you and not other afghans. very bad.

  4. محمدربی آماج Reply

    .د اسماعیلخان لپاره همدغه پښتومتل بس دۍچي وایی: زه دي وم ،لالۍدي وی، یو ګوډۍ اوړه دي وی، نور که نه وی نه دي وی!

  5. سردار Reply

    مجاهد سایب دا 14 کاله خو ستا سو ښي ا و چب مالوم نسو بیله غلا او چبا ول مو نور څه وکړه. تالبا ن خو د کیڼ او چب به حسا ب تا سوته ډیر نزدی دی ولی مو د هغو سره جو ړه ونکړه خا صتا ستا سره خ یی دیر ښه کړی وه اود مرګ یی خلاس کړی. بیا علو می تاسو ته د قدرت په لیږدلو کی ډیره مرسته وکړه دا هم نه منی «علومی سایب به اوس حتما بښیما نه وی)۰نن د ملی وحدت وخت دی نه د چب او راست. که نه بلځه نسو ویییلای بیله داچی« زړه غوا کنجاړه به خوب وینی«

  6. hassan Reply

    تورن اسمعیل خانه فکر کوم یوه خبر به تاته کافی وی چی وایی« خر په خندا څه پوهیږی او اوښ په ګډیدا» ته خو د چپیانو د حکومت له نسکوریدو راپدیخوا د هرات والی ، د اوبو اوبرښنا وزیر او هرڅه وی، ستاسو واکمنی مو هم ولیده ، د هرات د ولایت د ګمرک محصول چی باید بیت المال ته تللی وای تاسو د هرات په تپو او د عیاشی او ساعتیری ځایونو باندی ولګول، ته خو اوس میلیونر شوی یی. تاسو کوم زیربینایی کار د اوبو او برښنا وزارت کی وکړ؟ برښنا مو له ګاونډیو هیوادونو را وارد کړله . څومره به ښه وای چی تاسو یو دوه لوی بندونه جوړکړی وایی او هغه پیسی مو د هیواد په داخل کی مصرف کړی وای نن به زمونږ کارګرانو ته کار هم پیدا شوی و او برښنا به هم خپله وه.
    تورن صاحب تاسو خو یواځی دهیواد ورانی ته ملا تړلی ده او د جوړولو سوالونه هم له تاسو غلط کار دی. وایی چی آزموده را آزمودن خطاست . خو کرزی بیچاره په تاسو اعتبار وکړ او دادی نن یی حاصلات راټولوی. د هرات ولایت کی دا دومره بی نظمی او ګډوډی چی شته هغه هم ستا له برکته ده. ستا جګړی د هرات په ښار کی چی په نتیجه کی دی خپل ګلالی زوی هم له لاسه ورکړ د هیواد والو ندی هیری شوی، لنډه دا چی هغه ظلم او جفا چی تاسو په شان مشرانو له دی مجاهد او مظلوم ولس سره کړیده ، زمونږ راتلونکی نسلونه به یی هیڅکله هیره نکړی.
    هیله ده چی تورن اسمعیل او د ده ماويستی انډیوالان نور د جهاد او مقاومت خبری پریږدی . د دوی اصلی څیری اوس هر چاته معلومی دی. پاته شوه د جهاد او اسلام خبره هغه ستاسو له شان نه ډیری لری دی. مړه دی وی هغه کسان چی د افغانستان د مظلوم ملت په وینو لکه ښاماران سرمایداره شول .

  7. عزیزالرحمن Reply

    تورن صاحب دیوه واقعی محاهد پلاردزوی په حیث باید درته اووایم چی داسی واضح اووایه چی امنیتی وزارتونه دغلو په خای مسلکی کسانو ته ورکرل شوی دی. که د یونیم میلیون شهیدانو له جملی دیوه ارمان دا نه کوم چی تاسی دقدرت لیونیو دقدرت په سر اوکره افسوس چی لاتراوسه هیچ شرم نه لری او لاهم دمحاهد نوم اخلیُ جهاد صرف اوصرف تا فهیم معلم عطا بسم الله سیاف قانونی عبدالله امرالله او د گوتوپه شمیرداسی نورو غلوکری وو کنه نور هم پکی برخه لرله ستاسی دا مکار سیاست نور هرافغان ته ینله لمرنه واضح معلوم ده نوربه یوافغان هم که هغه تاجک وی که ازبک که هزاره که کوم بل قوم ستاسی په دی د غریب ملت وینه زبیشونکی شعار تیرنه وزی اوترابده به د1992 کال مجاهدین لکه داپورته چی یاد شول دخپلو شهیدانو د وینو سوادگر یاده وی نه مجاهد
    په خورا درنشت په

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *