Categories

اعلان

Loading…

افغانستان: که پاکستان په ۳ ورځو کې افغان لارو ته لار ور ته کړه، ورته اقدام کوو

تاند- د افغانستان حکومت نن اعلان وکړ چې که پاکستان د افغانستان لارویو ته په درو ورځو کې اجازه ورنه کړه چې د دغه هیواد د خاورې له لارې د هند تر بندر واګې پوري په مستقیم ډول لاړې شي، پر پاکستاني لاریو به هم د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته تګ منع کړي.

پاکستاني لارۍ بې خنډه د افغانستان له لارې نه یوازې منځنۍ اسیا ته پاکستاني مالونه لېږدوي بلکې له هغې خوا هم اجازه لري چې مال بار او خپل هیواد ته یې ورسوي.

پاکستان له افغانستان سره څو کاله مخکې موافقه کړې وه چې د افغانستان محصولات به افغان لارۍ د هند تر واګې بندره رسولی شي مګر هندي مال ته به اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته یووړل شي. خو له دې سره سره پاکستان خپله همدا نیمګړې ژمنه هم عملي کړې نه ده او هر څه موده وروسته یې افغان سوداګرو او لارۍ چلوونکو ته ستونزې جوړې کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن وویل، که پاکستان د افغانستان غوښتنې ته په درو ورځو کې مثبت ځواب ونه وایه، خپلې ترانزیتي لارې به د پاکستاني لارو پر مخ بندې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویندوی مسافر قوقندي وویل، پاکستاني چارواکو په وروستیو ورځو کې د ترانزیت او سوداګري همکاریو په کنفرانس کې بیا ومنله چې افغان لاریو ته به اجازه ورکړي چې د جنورۍ له شلمې وروسته په مستقیم ډول د واګې سرحد او د کراچۍ بندر ته لاړې شي.

ده همداراز وویل چې په کراچۍ بندر کې حاضردمه پاکستانیانو د افغان سوداګرو د ۵۰۰ کانتینرو مال ګرځولی دی.

ده وویل چې د افغانستان حکومت بې له دې چې خپلې لارې پر پاکستاني لارۍ چلوونکو بندې کړي، بله لار نه لري.

10 total views, 1 views today

5 comments

  1. فولاد عدریمزی Reply

    زمونږ ولسمشر باید دپاکستان په مقابل کښي جدی برخورد وکړی.ځکه دوی مونږ ‌‌‌‌‌‌ډير زیات تیر ایستلی یو.او ددو سره باید وخت ځایه نه شی.
    ځکه زمونږ دتجارانو ‌‌‌‌‌‌ډيری مالونه هلته خراب شول؟؟؟.

  2. محمد هارون Reply

    پداسی وخت کی چی دافغانستان او پاکستان تر مینز اریکی دپخوا په پرتله سه نا سه خوژی شوی نو دا مسله هم باید دخبرو له لاری حل شی او که چیری خبری کومه نتیجه نه ورکوی نو دا اوسنی کوم حالت چی په پاکستان کی دمهاجرو خلاف روان دی چی به راجستر کسانو ته بغیر دکوم تاکل شوی وخت التماتوم ورکول کیژی چی باید داخاوره ترک کری زه خودی ته هم دشک په سترگه گورم زکه چی تولی لوبی نه پاکستان حکمت شروع کری دیو دول سیاسی لوبی بوی ترینه رازی دافغانستان دحکومت خلاف زکه چی دوی غواری په اشرف غنی باندی یودول فشار وارد کری تر سو خپلو شومو اهدافو ته ورسیژی وسلام

  3. hassan Reply

    که مونږ دغه بالمثل اقدام عملی کړو ممکن په لنډمهال کی زمونږ خلک او سوداګر یو څه متضرر شی خو په راتلونکی کی به کلک ضمانت ترلاسه شی او بیا به پنجاب داسی ماشومانه عمل ونه کړی. زمونږ دولت او سوداګرو ته په کار ده چی د پنجاب پاپور ، جرنګانی ، پوقانی ، تاریخ تیر شوی درمل او نور شیان افغانستان ته رانه وړل شی او د هغو پر ځای د درملو کارخانی او نور ضروری فابریکی او روغتونونه دلته په هیواد کی جوړ کړی تر څو د دغه کمزاده ګاونډی له احتیاجه ووځو. بهتره ده سوداګریز توکی له شمالی ګاونډیو او ایرانه وارد شی چی ممکن کیفیت یی تر پنجابی ډیر ښه وی.

  4. شریف Reply

    ګرانو لوستونکو
    سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ.
    دا هغه خطرناکه اقتصادي لوبه ده چې پاکستان له کلونو کلونو راهیسې ترینه ګټه پورته کوي او تل تاوان او زیان د افغان سوداګرو په لمنه کې اچول کیږي. هر وخت چې تړون کیږي پاکستانی لوری تړون ته هیڅ ډول درناوی نلري او یوازې په څو ورځو کې یې ماته کړي او هرڅه زمونږ په زیان بدل کړي. که چیرې پاکستان زمونږ لاریو ته تر واګې او کراچۍ پورته اجازه نه ورکوي نو بیا مناسبه او ښه لاره داده چې سمدلاسه دې په دوی هم د منځنۍ آسیا لاره ډپ کړای شي. له دې سره دې زمونږ د سوداګرو لپاره نورې خوندي لارې چارې وموندل شي او نوی تړونونه له نورو ګاونډیو هیوادونو سره لاسلیک شي چې مونږ له دغه پاکستاني تورمخو څخه خلاص شو. که داسې ونکړو او د بدیل په لټه کې نشو نو باید افغانان یاد ولري چې تل به مو سوداګریز مالونه په کراچۍ او نور پاکستاني تم ځایونو خرابیږي او په خرابو شویو او له نېټې تېرو شویو توکو به بیا هم د هغه ځای کرایه او مالیه را باندې تحویلوي او تل به زمونږ اقتصادي او سوداګریزه وده د پاکستانیانو په واک کې وي. نن په نړۍ کې هغه خلک او هیوادونه ریښتینې خپلواکي لري چې خپلواک او ځواکمن اقتصاد لري. د ګران هیواد افغانستان لپاره د همداسې یوې ورځې په هلیه…

  5. صدیق له پشاورسحه Reply

    بلکل همدا غه اقدام ددی علاج دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *