Categories

اعلان

Loading…

د ډاکتر وکیل په نوم د دولتي نښان د جوړېدو غوښتنه وشوه

تاند- د میدان وردک خلکو له حکومته وغوښتل چې د کرنې د پخواني خدمتګار وزیر ډاکتر عبدالوکیل خان په نوم دولتي میډال جوړ کړي.

دا غوښتنه نن په میدان وردک ولایت کې د ډاکتر عبدالوکیل خان د څوارلسم تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وشوه.

د غونډې برخوالو وویل، نه یوازې دا چې حکومت تراوسه پوري د ډاکتر وکیل په نوم دولتي نښان نه دی جوړ کړی، کوم مهم واټ یا ځای یې هم د نوموړي د خدماتو د قدرونې په توګه نه دی نومولی.

د میدان وردک مرستیال والي ذاکرحسین سلطاني وویل، هڅه کوي چې په میدانښار کې د زراعت انستیتیوت د ډاکتر وکیل کرنیز انستیتیوت ونوموي.

`1ده زیاته کړه، ډاکټر عبدالوکیل خان د ټول افغانستان لپاره خدمت کړی او لازمه ده چې مرکزي اداره د نوموړی په نوم مهم ځایونه چې په کې واټونه، پوهنتونونه او نور شامل دي ونوموي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ مختار ډاکټرعبدالوکیل خان ته د افغانستان د کرنې د پلار لقب ورکړ، زیاته یې کړه:«ډاکتر صاحب په پوره هڅو لومړی په نرخ ولسوالۍ او وروسته په نورو سیمو کې مڼو او نورو حاصلاتو ته وده ورکړه‎.»

ده زیاته کړه، د مرحوم عبدالوکیل خان د دې هڅو په برکت ګڼ شمېر کروندګر، چې اقتصادي ستونزې یې درلودې، اوس مهال د مڼو، زردالو او انګور د حاصلاتو د ترلاسه کولو له امله ښه شتمن ګڼل کېږي .

د ډاکټر وکيل په نامه له دې وړاندې په مرکز ميدانښار کې يو سترڅلى جوړ شوى چې په سر ايښودل شوې سره مڼه يې د ليدونکو په زړونو کې د کرنې د خدمتګار وزير ډاکټر وکيل خان ياد تازه کوي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا مرستیال میرویس امیري او منشي شریف الله هوتک هم د ولسونو په استازیتوب غوښتنه وکړه چې د نورو مشرانو ترڅنګ دې د مرحوم ډاکټرعبدالوکیل خان په نوم مډالونه جوړ شي .

دوی ټینګار وکړ چې د مرحوم په نوم دې په مرکز کابل او میدان وردګ سربیره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مهم ځایونه ونومول شي.

ډاکټرعبدالوکیل خان تر لیسانسه پورې زدکړې په هندوستان کې کړې وې. ماسټري یې په انګلستان او ډاکتري په امریکا کې ترلاسه کړې وه.

هغه د ښوونکي، د ودې پروژې د مرستیال او رئيس، د ملي شورا د غړي او د کرنې او مالدارۍ د وزیر په توګه دندې ترسره کړې وې.

1مرحوم ډاکټرعبدالوکیل خان د افغانستان او په ځانګړې ډول د میدان وردګ ولایت لپاره له جاپان، لبنان، منځنۍ اسیا او امریکا څخه د انګورو، ګیلاسو، شفتالو، ناکو او په ځانګړې ډول د مڼو او زردالو او نورو مېوو نیالګي راوړل او د هیواد په بېلابېلو برخو کې یې ترویج کړل. ډاکتر وکیل په بغلان کې د جغوندرو د کر په دودولو کې هم مهم رول لبولی دی.

269 total views, 2 views today

7 comments

  1. ګنډېری Reply

    راپور جالب او غوښتنې پر ځای دي خو د ډاکټر صیب وکیل ارواښاد عکس د دغه ځوان په عکس کې نیم راغلی دی، دا د عکس اخیستونکی د کار عیب دی. په داسې حال کې چې پروګرام هم په ډاکټر وکیل وو خو یو عکس یې هم پوره نه دی خپور کړی.

  2. akbary S.S Reply

    مرحوم داکتر صاحب وکيل دی خدای وبخشی او هغه زموږ يو پوه ملت ته خدمتګار شخص وه،مرحوم خدای بخښلی يو داسی سرګذشت وويل : ما په ملل متحد کی دافغانستان لپاره دميوه داروونو راجستر کړی وه وخت اوزمان يي چی راورسيده طالبان په قدرت سوه نوما کوشش وکړ چی سره دی ډيرو مشکلاتو ددی پروژی دتطبيق چي لمړی مرحله يي په ورد ګو کی وه ولاړم ،تر څو هغه نيالګی چی بايد وطن ته راوړل شی اقدام می وکړ،ده وويل کله چي طالبانووردګوته راننوتل زه دلوګر لورته ولاړم اود بابوس په دشته کي طالبا نو دومر ووهلم چي حد نه کيده ټول اسناديي را څيری اوټوټه ټوټه کړل ،وروسته دقومی خلکو په کومک پاکستان ته يوړل شوم اوهلته می خپل اعلاج وکړ، هغه ميوداره ونی پاکستان ته پاتی سوی ، نو ددی خبری په يادولو به دمرحوم په سترګو کی اوښکی راغلی اويل به چی دلوی نعمت څخه ولی زما ملت محروم پاتی سو.دا يو څو کرښی چی ددی ستر وطنپال اوملی شخصيت څخه مو اوريدلی وی دوستانو سره مو شريکی کړی دده په هکله چي وطن ته يي څومره خدمت کړی کتا بونه ليکل کيږی، الله دی جنتونه په نصيب کړی. ستر انسان وه ،دولتی نشان، دده په نوم فارمونه،زراعتی موسسی ونومول شی، دده په نوم بايد يو زراعتی انستيتوت جوړ شی دا د مرحوم ډاکترصاحب دوطنپالنی حق دی. په درناوی

  3. شاپور Reply

    دکتر صاحب وکیل دی الله پاک وبخښی.هغه داسی څوک وه چه دخپلو زده کړو څخه یی چه دکرهنی په چارو کی کړی وی په عملی ‌‌‌‌‌‌‌ډول ګټه پورته کړه، نوموړی عالم دپیوند په واسطه سره دافغانستان دمیوه جاتو په انواعو کی ‌‌‌‌‌‌ډیر مثبت تغیرات راوستل چه داصلاح شویو میوه جاتو حاصلات هم دکمیت او هم دکیفیت له کبله ‌‌‌‌‌‌ډیر لوړ اوګټه یی بزګرانو ته ‌‌‌‌‌‌ډیره زیاته وه. نوموړی همدا ‌‌‌‌‌‌ډول ځنی میوه جاتو انواع دبهر څخه راوړل او په افغانستان کی یی ترویج کړل . ددی پیاوړی عالم هغه کوښښونه چه ده کړی یوی علمی څیړنی ته اړتیا لری چه زه په دی څو کرښو کی دهغه دتشریح څخه نشم کولی یوه کوچنی برخه هم څرګنده کړم، خو زه هم دنورو افغانانو په شان داهیله لرم چه دنوموړی عالم دهلو ځلو باید قدر وشی او ددی په ځای چه دجګړه مارو ټوپکیانو او دعامه ملکیت لوټونکو په نوم لکه چه دکرزی په حکومت کی پوهنتونونه او یا واټونه ونومول شول ، باید دعلمی شخصیتونو په نوم ونومول شی.

  4. MHA Reply

    When I went to Helmand in early 70’s, every body was mentioning the name of Dr. Wakil, He made the huge agricultural project HELMAND profitable and settled farmer families in the newly developed lands in Marja, Nadi-Ali and other areas. from almost every part of Afghanistan, I remeber one of the settlers, in Nahri-Seraj area, told me that the only time they had enough water for their lands was in the time when Dr. Wakil was president of the project. He deserves alot of respects.

  5. شریف Reply

    ګرانو لوستونکو
    سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ
    د ولسمشر ښاغلي اشرف غنی دغه دریځ د ټولو مسلمانو افغانانو دریځ دی او باید ټوله نړۍ ددغه شان ناوړه او بې منطقه کرغیړن عمل په کلکه غندنه وکړي ترڅو فرانسوي احمقان نور له دغه شان پارونکو کړنو لاس په سرشي او که داسې ونه شي نو بیا د راتلونکو نا کراریو پړه به نه یوازې د چارلي ابیدو د مجلې د کارکوونکو او په ځانګړې توګه د مسؤول مدیریت په غاړه وي بلکه فرانسه او نور د فرانسې په شان هیوادونه به هم ورسره شریک او ګډ ګڼل کیږي چې ددغه شان کړنو په خپله خاوره مخه نه نیسي. زمونږ ولسمشر باید دغه شان دریځ ولري او د سولې او په نړیواله توګه د قرارۍ لپاره ګامونه پورته کړي.

  6. پوهندوى جانس ،،زړن،، Reply

    دارواښاد ډاکتر عبدالوکيل خان په نوم دننګرهار پوهنتون دکرنې پوهنځي نوې ودانۍ نومول شوې ده ، خو که د ارواښاد په نوم دکرنې يو پوهنتون ]وړ شيدا بهډېر ښه کاروي

  7. Tawab Reply

    ډاکتر صاحب وکیل چي څومره خدمت هلمند او د هلمند خلګو ته کړی په دې باندي د هلمند د ولایت خلګ ډیر ښه پوهیږي ، هلمند پخوا یوه دښته وه خو هغه په ونو باندي شین کړ ، ډیري زیاتي خاطرې يې دهلمندیانو په زړو کي پاته دي .
    د مارجې خلګ چي په هغه وخت کي په نادعلي پوري مربوط وه د نهر د اوبو د څو ورځو جریان د بندیدو شکایت يې د ولسوال په سلسله تر ډاکتر صاحب ( ریس عمومي د وادي هلمند و ) پوري رسولی و چي اوبه بندي سویدي او اوبو بل لور ته سر اخیستی دي ټول فصلونه يې را خراب کړه ، ډاکټر صاحب ولسوال ته ویلي وه چي سبا دي له تا سره ټول خلګ د اوبو دمسیر دبدلیدا ځای ته راسي زه درځم هلته به خبري او پریکړه وکړو ، له وعدې سره سبا ته له ستړې مه سې او روغبړ وروسته ډاکټر صاحب خپله کورتۍ او نیکټائي ډریور ته ورکړه او په خپله له پطلون سره داوبو منځ ته وغورځید ، دوه ځلي له ساه اخیستلو ورسته په دریم ځل ډوبیدو باندي يې له بلولو څخه ټولي خځلي او خاشې را ویستې او بندو اوبو بیرته په سم لوري مخه ونیوله او ډاکټر صاحب په لندو جامو کي موټر ته وخوت د ټولو خلګو سره يې د لاس په اشاره خدای په امانۍ وکړه ، دهغه دخدمت نمونې ډیري دي چي اوس يې څوک تصور نه سي کولای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸