Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان او پاکستان کې د داعش نفوذ مخ پر زیاتېدو دی

تاند- په وروستیو ورځو کې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش د زیاتېدونکي نفوذ په اړه پر له پسې خبرونه خپرېږي.

 اسوشیتید پریس خبري اژانس په یوه مفصل راپور کې ویلي چې افغانستان او پاکستان، چې ډېر کلونه پکې القاعده مرکزونه لرل، او د امریکا د تاریخ تر ټولو د لویې جګړې میدانونه پاتې شوي، اوس پکې د اسلامي دولت وسله والو ډله ريښې ځغلوي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس افغانستان او پاکستان ته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې ګواښ جدي بولي، وايي چې د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو غړي د داعش له لوري په سوریه او عراق کې د پراخو سیمو د لاندې کولو او د انلاین (انترنټي) تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي او په دواړو هیوادونو کې یې په هغو سیمو کې د دې ډلې تور بیرغونه پورته کړي چې د دوی تر کنټرول او اغېز لاندې دي.

اسوشیتید پریس په دې راپور کې، چې په افغانستان او پاکستان کې یې د خپلو ګڼو خبریالانو په مرسته چمتو کړی، د شناندو او چارواکو په قول وايي، په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت د پلویانو شمېر لږ دی او د قبایلي او قومي مسایلو په خاطر ورسره مخالفت کېږي، خو له دې سره سره په کوچنۍ پیمانه هم له اسلامي دولت سره وفاداري سیمه نوره هم بې ثباته کولی شي او د امریکا او ناټو هلې ځلې له نورو ستونزو سره مخامخولی شی.

اژانس د یوه لوېدیځ دیپلومات له قوله وايي، طالبان له شلو کلونو راهیسي د جګړه مارو، نړیوالو او اوس د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد په جګړه کې ښکېل پاتې شوي او د جګړې اوږده تجربه لري. خو طالبان جذابه ایډیالوژي یا پوځي ځواک نه لري ځکه طالبان له صحنې څخه د وتلو له خطر سره مخامخ دي.

دغه دیپلومات، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، همداراز وویل:«نوي ځوان شوي افغانان کېدای شي لا افراطي تاکتیکونو ته مخه کړي چې د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې ورته زیات تبلیغ کړی دی.»

د اسلامي دولت سرزورې ډله د سوریې د ټولې خاورې درېمه برخه تر واک لاندې لري او هلته یې اسلامي خلافت اعلان کړی دی. دوی پر ټوله اسلامي نړۍ د حکومت کولو په فکر کې دي.

خو طالبان بیا یوازې په افغانستان او پاکستان کې د واک د ټینګولو په فکر کې دي.

17 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *