Categories

اعلان

Loading…

ولسمشرغني د وکیلانو او کاندید وزیرانو د معاملو د مخنیوي لپاره ځانګړی ټیم ټاکلی

تاند- د ولسي جرګې ځیني غړي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د دې لپاره چې کاندید وزیران د ولسي جرګې له غړیو سره معامله ونه کړي یو ځانګړی ټیم ګومارلی دی.

په تېرو وختونو کې وزیران مجبوره شوي چې د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره د جرګې غړیو ته په پټه پیسې ورکړي یا امتیازونه ومني.

د ولسي جرګې یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بخدي خبري اژانس ته وویل، دا ځانګړی ټیم موظف دی چې هغه کاندید وزیران وپېژني چې له وکیلانو سره د پیسو معامله کوي.

د ده په وینا، د ځینو کاندید وزیرانو له لوري د ولسي جرګې غړیو ته د پیسو د ورکولو اوازې سبب شوي چې ولسمشر ځانګړی ټیم وګوماري او د دې ډول معاملو د مخنیوي هڅه وکړي.

ځیني کسان وايي چې د وزارتونو لپاره نومول شویو کسانو له وکیلانو سره په دې باب خبرې پیل کړي چې د اعتماد رایه ورکړي او په مقابل کې یې پیسې یا قراردادونه ترلاسه کړي.

ولسمشر غني له درې میاشتې ځنډ او انتظاره وروسته تېره اوونۍ د کابینې د غړیو نومونه اعلان او د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره یې ولسي جرګې ته معرفي کړل.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ کاندید وزیران ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره لاړ شي. ویل کېږي چې راتلونکې چهارشنبه به وکیلان نومول شویو وزیرانو ته رایې ورکړي.

په همدې حال کې ولسي جرګې د ۲۵ کاندید وزیرانو له منځه د ۲۳ تنو تعلیمي اسناد ترلاسه کړي دي.

د ولسي جرګې ۴ کمیسیونونه به د هغوی تعلیمي اسناد وڅېړي.

305 total views, 1 views today

3 comments

  1. MHA Reply

    This called Micro Management,
    These candidates must have been interviewed before they were picked by Ghani and Abdullah.

  2. بلال واثق Reply

    ښاغلې اولس مشر دا ډیر ښه اقدام کړیدی خدای دې یې دټولو افغانانو په خدمت کښې موفق اوژوندی لرې.
    او داولسې هغه غړې چې په داسې ډول ستر خیا نتونه کوې با ید دوظیفې څخه منفک شې. اومخ یې با ید ورتور شې او پر خره چپه سپور دکابل په ښار کښې وګرځول شې. چې نور ددوې څخه عبرت واخلې.

  3. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    عزتمند او لس مشره ؟
    نه بوهيزم جه ديو عادي طبعه ،او ديو افغان به توكه وزارم او يا وخاندم.
    ١—دغه وزيران تا او ستا إجرائه ريس له خوا دوزارتو كانديدان دي.ايا داجه تاسي به خبلو كاندي دانو بي با وره ياست ولي مو دري مياشتي وخت ضائع او بي اعتماده اشخاص مو شورا ته درايو اخستلو دباره معرفي كري.
    ٢—-داجه ستاسي كانديدان درشوت به وركولو أويا دنورو نا مشروعه اريكو به ارتباط غواري جه وزيران شي دهغو خخه دبعدي باك كار كولو اميد بايد ولري اوكه نه .
    ٣—-داجه كانديدان وزيران دومره بيسي مصرفوي او به بيسو خان وزيري مقام ته رسوي مجبور دي جه ددغو بيسو دوباره لاس ته راورلو دباره نا باكه كار وكري او رشوت وخوري خكه جه مصرف ءي كري.غواري اوكه نه غواري دا كار بايد وكري تر خو دخبلو مصرف شوو بيسو جبيره وكري .
    ٤—تاسي ولي دومره سر مايه داران راتول كري او كانديد مو وركري جه اوس ستاسي د غاري تلك كرخي.
    ٥—تا خبل كانديدان بيزانده او ريس أجرا يؤي خبل كانديدان بيزانده او بيا دوارو ديو بل دكانديداتوري به هكله مو خيرني كري ولي داسي اشخاص مو جه امتحان كري نه دي او تاسي تهءي امتحان نه دي وركري كانديد كري مو دي.
    ٦—-درياست جمهوري خخه مو ولي سهامي شركت جور كرو او هر كس او ناكس ته مو به كأبينهء كي ونده وركره جه دا مو ومنل اوس داسي كدودي او بي اعتمادي به هم مني.او دملت جواب به هم واءي.محترم ريس صاحب متوجه اوسه كارونه به نور وكري مكر جواب كوي او مسول درجه يك به ته وي .داولي جه دا وظيفه به قانون اساسي كي به تا بوري اره لري مكر تا خبل مسوليتونه تقسيم كره.درياست جمهوري خخه مو دكوجنيانويوه دلوبي دتوكو تكالو باجا وزيري جوره كره .تلخي خكه ليكم جه تا به خان قهر او متوجه دي كرم.ما هم دولت داري كري اوهم به دولت داري بوهيزم.زه ستا تول قهراو غضب حتي بندي كري به خان منم ولي رشتيا وايم اوتا متوجه كوم
    ٧—–محترم ريس صاحب كه رشتيا كنترول غواري دا مسايل شخصاء دخاد محترم لوي ريس ته وسباره تر خود بيشرفته وسايطو به ذريعه مثبته او واقعي نتيجه درته به لاس دركري.
    ٨—-بله مشوره دا دركوم جه دسفيرانو او نورو ديبلو ما تيكو اركانو سره به مخامخ او تيليفوني تماسونه بأندي بي دا جازي دامنيت دولتي قيودات وضعه كري .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2