Categories

اعلان

Loading…

غزل ستوري ته د پسرلي مجلې ځانګړې ګڼه چاپ شوه

راپور: جاويد واک –

غزل ستوري ارواښاد استاد محمد صديق پسرلي ته له بلخه د خپرېدونکې پسرلي مجلې ځانګړې ګڼه چاپ شوه، چې پکې د ارواښاد استاد د ژوند، شخصيت، هنر او کړنو په اړه د بېلابېلو ليکوالانو مقالې، پيغامونه، ويرنې او خاطرې خپرې شوې دي.

د مجلې پر لومړۍ پښتۍ د استاد پسرلي عکس د (د ويده ملت شاعر) تر عنوان لاندې په تور او سپين رنګ چاپ شوی او پر وروستۍ پښتۍ يې د استاد پسرلي له عکس سره د غزل ستوري ځيني بيتونه هم چاپ شوي دي.

په سرليکنه کې ليکوال غزل ستوري ته د مجلې د ځانګړي کولو په اړه داسې وايي:

(( د افغان ملت ادبي، ټولنيزې او سياسي اړتياوې اجابوي، چې د ارواښاد محمد صديق پسرلي ژوند او اثار بايد لا وسپړل شي. که څه هم ارواښاد استاد تر دې دمه د ادبي هستۍ په نامه پېژندل شوی؛ خو د هغه په اړه ډېرې لږې مطالعې را جوته کړې، چې د هغه د ژوند طرز او د اثارو د فکر پيغامونه موږ ته يوازې د ادب د ودې لارې چارې نه، بلکې د ټولنيزو او سياسي ستونزو د حل او چال چلند لپاره ډېرې لارې په ګوته کړې دي، چې پيدا کول او پرې تګ يې موږ منزل ته نږدې کولی شي)).

د استاد پسرلي ژوند ليک د هغه په قلم، وروستۍ ورځ، زما پلار، اغابابا، وروستی ډنډر، د ويده ملت شاعر، له استاد پسرلي سره د وطن وير اشنا کړم، د ډېوې رڼا ته، پسرلی صاحب له افراطيت سره په جګړه کې، ډوبې بېړۍ او تصويرونه يې، استاد پسرلی په افغانی کرکټر کې د انساني ارزښتونو مدافع، استاد پسرلی له يوې بلې زاويې، د ارواښاد استاد پسرلي وصيت، د پسرلي صاحب په اړه مرکه، زما استاد پسرلی، د پسرلي انځورونه د غزل په اينو کې، استاد پسرلی د جلا لارې او سبک شاعر، د پسرلي هومره ګلونه د پسرلي هومره رنګونه، د استاد پسرلي ناسټلجيا، د پښتو ادب سالار او نوښتګر شاعر، د استاد پسرلی په غزل کې د عالي ژوند درسونه، بېخزانه غزل بڼ، د پسته اور رنګونه، د نی کوڅه کې عقلي او حسي تشبيهات، بخملي صحرا، د پسرلي بابا جرس، بېخزانه پسرلی، يو څو غوټۍ د پسرلي له څانګو هغه مقالې دي چې د مجلې په لومړۍ برخه کې نشر شوي دي.

د دې ځانګړې ګڼې په دويمه برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو ليکوالو، سياست والو، سياسي ګوندونو او ټولنو د خواشينۍ پيغامونه راغلي دي.

د مجلې په درېيمه برخه کې د استاد پسرلي د مړيني په اړه د شهرت ننګيال، افضل ټکور، نورالحبيب نثار، عبدالباري جهاني، محمد انعام واک، شهسوار سنګروال نيازی، لطيف بهاند، فاروق فردا، آصف بهاند، محمد ابراهيم سپېڅلی او نورولي سعيد شينواري ويرنې او خاطرې خپرې شوي دي.

همدا راز په دې ځانګړې ګڼه کې د ارواښاد استاد په اړه د بېلابېلو يادغونډو راپورونه او د استاد ياد ته ليکل شوي شعرونه هم نشر شوي دي.

د مجلې په منځ کې په غوړ کاغذ څلور مخه د استاد پسرلي د ژوند د بېلابېلو وختونو عکسونه او په پای کې په اي تري سايز د استاد پسرلي يو لوی تصوير چاپ شوی دی.

د پسرلي مجلې دغه ځانګړې ګڼه په ۲۱۸ مخونو کې چاپ شوې، چې مسوول مدير يې ذبيح الله احساس او کتونکې ډله يې جاويد واک او توريالی جلالزی دي.

د دغې ګڼې مينه وال کولای شي، چې پسرلی مجله په کابل او د هيواد په نورو ولايتونو کې له بېلابيلو کتابپلورنځيو څخه وپېري.

پسرلی وړيا مه ترلاسه کوئ، د يوې ګڼې بيه يې د راتلونکې ګڼې ضمانت کوي.

345 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2