Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د افغان ځواکونو له لوري د ۵ پاکستاني ترهګرو نیونه د همکارۍ ثبوت بولي

تاند- نه یوازې پاکستان بلکې د دغه هیواد رسنیو هم د افغانستان له لوري د پېښور د پوځي ښوونځي د حملې په تړاو د پنځو مشکوکو کسانو نیونه ستایلې او هغه یې د دوو هیوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ د زیاتېدو او پر یو بل د باور د رامنځته کېدو نښه بللې ده.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په دې اړه په یوه تبصره کې، چې سر لیک یې دی:«له افغانستانه ښه خبر» لیکلي: په افغانستان کې د پېښور په حملې کې د ۵ لاس لرونکو د نیولو راپورونه هڅوونکي دي او د دې معنا لري چې د ولسمشر غني له واک ته رسېدو وروسته د دوو هیوادونو همکارۍ نتیجه (مېوه) ورکوي

ورځپاڼه زیاتوي، د راپورونو په جزییاتو کې څرګنده شوې چې افغان امنیتي ځواکونو د هغو استخباراتي معلوماتو پر اساس چې د پاکستان استخباراتو ورکړي ول، دا پنځه تنه په ختیځ ولایت کې نیولي دي.

د ولایت یادونه نه ده شوې خو ګومان کېږي چې منظور به کونړ یا نورستان وي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا کسان په هغه سیمه کې نیول شوي چې نه افغان امنیتي ځواکونه له کلونو راهیسي هلته فعال دي او نه د ناټو ځواکونو پرې زیات کنټرول درلود. په دې خاطر د افغان ځواکونو له لوري دا اقدام بې ساری دی.

ورځپاڼه د پېښور له حملې وروسته کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر، ورپسې پاکستان ته د ولسمشر غني سفر او همداراز امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو لپاره خورا مهم بولي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا بې پېلوټه الوتکو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني طالبانو ځپلو ته زور ورکړی دی حال دا چې پخوا به دغو الوتکو تقریباً یوازې د القاعده غړي په نښه کول.

پاکستان هم په وروستیو کې داسي نښې ښودلي چې حاضر دی افغان طالبان خبرو ته حاضر کړي او یا یې وځپي. که څه هم تراوسه پوري پاکستان د افغان طالبانو د مشرانو په وړاندې، چې په پاکستان کې مېشت دي عملاً کوم اقدام نه کړی خو ادعا یې کړې چې په شمالي وزیرستان کې یې د حقاني شبکه زیانمن کړې ده.

اکثره افغانان د پاکستان دا ادعاوې پوچې او غولوونکي بولي، وايي چې پاکستان دا ډول ادعاوې د امریکایانو د تېرایستلو او له هغو څخه د پیسو او پوځي مرستو د ترلاسه کولو لپاره کوي.

4 total views, 1 views today

2 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    افغانان بي دينه او بي قوله خلك نه دي .هوءي،هو،هو ده اونه ءي نه ده دباكستان غوندي بازي وركونكي خواص نه لري دباكستان مخ او خت نه دي معلوم نن يو خه او سبا بل خه واءي. .

  2. ګنډېری Reply

    دا د افغان حکومت خامی دی. ملا عمر او حقانیان په ښکاره په کویټه، کراچۍ او راولپنډۍ کې ګرځي راګرځي. دا زمونږ خرو خو به یو ترې غوښتی وای چې دوی ته یې ورکولو که نه؟ خدای دې دوی وشرموي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *