Categories

اعلان

Loading…

درې پېښې؛ درې ؟؟؟ / محمدیار یار

۱-د فرهنګ د کور یو ځوان مخکښ، شاعر، لیکوال، محقق او د پوهنتون محصل ارواښاد عبدالقدیم پتیال، په داسې حال کې چې په صنف کې ناست او استاد ورته تدریس کاوه، د علم وفرهنګ د دښمنانو له خوا ترور شو.

۲- د کندهار د میرویس لېسې د لسم ټولګي زدکوونکی بېګنا هستي محمد د څارنوالۍ (څارنوال جبار) له خوا د ثابت شوي مجرم فیض الله پر ځای د ښاري او استیناف محکمو ( قاضي عبدالحلیم مسلم او قاضي رییسخېل) له خوا په پنځلس کاله بند محکوم شو.

۳- د کندهار یو ډېر سپین ږیری ښوونکی چې ټول شیرین عمر یې د افغانستان د بچیانو په روزنه کې په افتخار خاورې کړی، د ډنډ ولسوال هاشم آغا د بدمعاشانو له خوا د خپلې ځمکې د ثابت حق پر سر په پوره بې رحمې سره په عام محضر کې ووهل شو.

– تاسو د دغو درو پېښو په ماهیت کې څومره توپیر وینئ؟

۱– د کندهار محترم والي او د کندهار پوهنتون مؤسس ډاکتر پوهاند توریالی ویسا خبر دی او یو څه ویلای شي؟

– د عادلانه نظام پر لار د روان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني تر غوږه د یوویشتم قرن په ټکنالوژي کې د دې عجایبو آوازې ور رسېږي؟

محمد یار یار

۲۵/۱۰/۱۳۹۳

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *