Categories

اعلان

Loading…

د اجمل خان زاهد نوي کتابونه چاپ شول

ځوان ليکوال استاد اجمل خان (زاهد) اصلا د خوست ولايت په ځدراڼ قبيلې پورې مربوط دی. د هجرت په ديار کې په  1983 کال ټل ضلع هنګو کې دنيا ته سترګې پرنستې،په کال 1987 کې د افغانستان کميشنری مربوط ښوونځي کې داخل او په  1995 کال کې يي متوسطه دوره په کاميابۍ سره سرته ورسوله.

د نورو زده کړو لپاره په پاکستاني ګورنمنټ های سکول کې په 1996 دا خل او په 1998 کال کې په کاميابۍ فارغ شو، په 1998 کال کې ګورنمنټ ډګري کالج اقتصاد په برخه کې تحصيل وکړاو په  2003 کال کې کاميابي سره پای ته ورساوه، د سکول زده کړو تر څنګ يي د انګلسي ژبې او کمپيوټر په برخه کې پوره تجربه لاس ته راوړيده، په خپل زيږدلي ځای ټل (I.E.L.C ) سنټر کې څلور کاله د کمپيوټر او انګلسي ژبې د استاد په حيث پاتې شويدي. په کمپيوټر کې د له زياتو پوهې لاس راوړلو په موخه د جنوبي اسيا هيوادونه ته لاړ، او دهغه ځای نه وروسته بيا سويتزارلينډ جينوا ته لاړ،او تر اوسه پورې په سويتزارلينډ جينوا کې مېشت دي .

     ۱  زاهد صاحب د خپل حوږ وطن افغانستان او له افغانانو وروڼو خويندو سره بې ساري مينه لري او هميشه يي پر دوی زړه خوږيږي، نو ځکه يي د دوي په چپوړ کښې له مخکې هغه څه چې د زده دي دوی ته تقديم کړي دي، د زاهد صاحب دغه خدمتونه په لاندې ډول دي .

1-هارډ وائير او نيټ ورکينګ

2-کمپيوټر پخپله زده کړۍ

3-مايکروسافټ ورډ 2007

4- مايکروسافټ ايکسيل 2007

5- مايکروسافټ پاورپوائينټ 2007

6- مايکروسافټ ايکسيس 2007

له پورتنۍ خدمتونو وروسته هم زاهد صاحب له افغانانو وروڼو خويندوسره دده په خواخوږي کې کوم کمي ندي راغلي او هميشه دپاره يي خپل خدمت جاري ساتلي دي او خپل حوږو وطنوالو ته يي د چاپ دپاره څلور نور کتابونه اماده کړي چې په لاندې ډول دي .

1- مايکروسافټ ورډ 2010 او مايکروسافټ تاريخچه

2- مايکروسافټ ايکسيل 2010

3- مايکروسافټ پاورپوائينټ 2010

4- مايکروسافټ ايکسيس 2010

 1- مايکروسافټ ورډ 2010 او مايکروسافټ تاريخچه

13 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *