Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، تر څو چې افغانستان ونه غواړي له طالبانو سره خبرې نه کېږي

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل چې د پاکستنان، افغانستان او طالبانو په ګډون د پخلاینې د خبرو امکان ترهغو نشته چې افغانستان په خپله ابتکار په لاس کې نه وي اخیستی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیمې (تسنیم) اسلم د روسیې سپوتنیک نیوز ته وویل:«د افغانستان، پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ به خبرې ونه شي. موږ له ډېر پخوا راهیسي په خپل دې دریځ ولاړ یوو چې د افغانستان د پخلاینې بهیر باید د افغانانو مالکیت وي. دا په افغانستان پوري تړلې چې پرېکړه وکړي چې له چا سره څه وخت خبرې کوي.»

تسنیم اسلم، چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله هم ده، یادونه وکړه، که افغانستان ورڅخه وغواړي نو پاکستان تیار دی چې له دغه هیواد سره مرسته وکړي، خو افغان چارواکي باید په خپله دا غوره کړي چې کله او څرنګه له طالبانو سره خبرې کوي.

دې زیاته کړه:«موږ د افغانستان په ثبات کې د چین د زیاتېدونکې لېوالتیا هرکلی وکړ. چین غواړي چې په افغانستان کې مثبت او فعال رول ولوبوي چې موږ د چین د دې هڅې هرکلی کوو.»

تېره اوونۍ طالبانو هغه خبرونه رد کړل چې ګنې دوی د افغانستان له نوي حکومته د درو وزارتونو او څو ولایتونو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د دغه هیواد د چارواکو په قول ویلي چې پاکستان حاضر شوی دی چې پر حقاني شبکې او جمعیت الدعوه ډلې بندیز ولګوي.

ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې دا کار د پاکستان د بدلېدونکې پالیسۍ یوه برخه ده.

19 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *