Categories

اعلان

Loading…

افغانستان او متحده عربي اماراتو د ستراتیژیک شراکت سند لاسلیک کړ

تاند- د دوبۍ امیر شیخ محمد بن رشید المخدوم، چې د متحده عربي اماراتو مرستیال ريیس او صدراعظم هم دی، نن په زابیل ماڼۍ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د امارتو د خبري اژانس د راپور له مخې دواړو خواوو په مجموع کې د وروستيو سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي تحولاتو، امنیت او اقتصادي مسایلو او همداراز په سیمه کې د ثبات او پرمختګ د یقیني کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر ډاکتر غني د حکومتي ادارې او ځیرکې حکومتولۍ په برخو کې د متحده عربي اماراتو بریالۍ تجربې ته لېوالتیا وښوده او د دغه هیواد د مشرتابه په هلوځلو یې کلتوري او ښاري پرمختیا وستایله.

د متحده عربي اماراتو مرستیال ريیس د افغانستان او اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په باب د خبرو په مهال وویل چې باید دا اړیکې په تېره بیا د اقتصاد، تجارت او پرمختیايي چارو په برخو کې نور انکشاف وکړي.

دواړو مشرانو په بېلابېلو اقتصادي، تخنیکي، زېربنايي او د ټولنیز پرمختګ په برخو کې د متحده عربي اماراتو د تجربو په رڼا کې او همداراز په افغانستان کې د انکشاف او ودې امکاناتو او مهم موقعیت ته په کتو د ستراتیژیکو اړیکو پر جوړولو تاکید وکاوه.

1د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د متحده اماراتو د بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر ډاکتر انور بن محمد ګارګاش د ستراتیژیک شراکت سند لاسلیک کړ.

په دې موافقې کې د دوو هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو همکاریو زیاتېدا شامله ده.

ولسمشر غني د متحده عربي اماراتو د سفر په لړ کې په دغه هیواد کې له مېشتو افغان کارګرو سره هم ولیدل.

ده افغانان کارګرو ته وویل چې نور به مستقیماً په خپلو افغاني پاسپورټونو متحده عربي اماراتو ته تګ راتګ کوئ.

ده افغان کارګر وستایل، ویې ویل:«نن په زرګونو افغان کورنۍ ستاسو د زیار او زحمت په نتیجه کې د عزت ژوند لري او په دې خاطر چې په زرګونو کورنۍ مو په پښو درولي دي، ستاسو مننه کوم.»

ولسمشر غني وویل چې د بهرنیو چارو وزارت به ستاسو لا زیات خدمت وکړي.

427 total views, no views today

1 comment

  1. احمدشاه ملګري Reply

    د تاند چلوونکي جرګي ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم۰
    دوستانو ما تر اوسه تاسو ته خپلې څو لیکنې د خپرولو لپاره درلیږلي خو تاسو هغه نه خپروی۰ په هر ډول زه ستاسو په پالیسي نه پوهیږم خو که چیرته دا لیکنه خپره نه کړي نو د دې مطلب دا چې نور باید تاسو ته خپلې لیکنې در ونه لیږم۰
    په درناوي
    ملګري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2