Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، د پېښور د حملې ۵ مشکوک پلان جوړوونکي په افغانستان کې نیول شوي

تاند- پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د امنیتي چارواکو په قول وايي چې د پېښور د پوځي ښوونځي په حملې کې په لاس لرلو پنځه مشکوک ترهګر په افغانستان کې نیول شوي دي.

د پاکستان جیوتلویزیون نن ادعا وکړه چې په افغانستان کې پنځه تنه نیول شوي کسان د پاکستان اتباع دي.

د دغه تلویزیون په وینا پر نیول شویو کسانو شک دی چې د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي د حملې په پلان جوړولو کې یې لاس درلود.

د پېښور د پوځي ښوونځي په برید کې تر ۱۵۰ تنو زیات ووژل شول.

د جیو تلویزیون د راپور پر اساس د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وویل چې د پېښور د حملې په تړاو څو تنه مشکوک کسان په افغانستان کې نیول شوي. پر هغوی تور دی چې حمله کوونکو ته یې اسانتیا برابره کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د نیول شویو کسانو د شمېر او هویت په اړه څه ونه ویل.

د افغانستان حکومت په دې اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي او پاکستاني چارواکو هم نه دي ویلي چې په افغانستان کې دا کسان چا نیولي دي او اوس چیري دي.

وسله والو طالبانو د پېښور د پوځي ښوونځي د برید مسوولیت په  غاړه واخیست، ویې ویل چې په ښوونځي کې یې د پاکستان د پوځ راتلونکی نسل وژلی دی. دوی دغه راز ادعا کړې چې یوازې یې لویان وژلي نه ماشومان.

226 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2