Categories

اعلان

Loading…

مازیګر کتاب پلورنځي دوه ناولونه چاپ کړل

۱-  زه د چا لور نه یم:

زه د چا لور نه یم  ناول د حکایت مجلې د مسئول مدیر عنایت الله ډېر جالب او په زړه پورې اثر دی، چې ښاغلي مبارک شاه داودزي په ډېره خوږه او روانه ژبه پښتو کړی او له نن څخه اته کاله وړاندې په کتابي بڼه چاپ شوی.

د ناول لومړۍ برخې د مینې په څوګڼو کې پرلپسې چاپ شوې، چې د لوستونکو له تاوده هر کلي سره مخ شو او هغه وخت ګودر کتاب پلورنځي د کتاب په شکل خپور کړ.

د ناول کیسه د یوې جلۍ په ژوند راڅرخي چې د انسان په جامه کې د نغښتي ځناور له مخ يې د فریب او دوکې پردې لرې کړي دي او نورو مظلومو جونو ته په کې دا ښوونه شوې، چې څنګه وکولای شي له دغسې فریب کارو ځان و ساتي.

دا ناول یوسلو دوه اویا مخونه لري او د یولس سوه ټوکو په شمېر یو ځل بیا مازیګر کتاب پلورنځي له چاپه راوویست، تاسې کولای شئ دا  ښایسته ناول  په مازیګر کتاب پلورنځي کې واخلئ.

۲- د ځوانۍ په ځنګل کې:

د ځوانۍ په ځنګل کې د وتلي ناول لیکونکي عنایت الله هغه اثر دی  چې شپږ کاله وړاندې خوږ ژبي ژباړن مبارک شاه داودزي پښتوکړی، د ناول کیسه  د یو ورک شوي سرتيري په سرګردانه او لالهانده ژوند راڅرخي چې په دویمه نړېواله جګړه کې په مالي کې ټپي کېږي  او بیا یوې مسلمانې کورنۍ ته پناه وړي، چې په ټپي حالت کې د ځنګل منځ کې د مینې غېږه پیدا کوي او کیسه نوره هم ښکلې کېږي.

ناول په ساده کلیواله ژبه ژباړل شوی او رومانتیک داستان دی چې مرکزي لوبعاړی یې نایک مهدي  د هندوستان یو مسلمان پوځي دی، ددې ناول لومړۍ برخې د مینې مجلې په څو پرلپسې ګڼو کې خپرې شوي  او د مینه والو له تاوده هرکلي سره مخ شوی، بیا څو ځل ګودر خپرندوی ټولنې چاپ کړی او په لږ وخت کې په بازار کې ورک شوی.

د مینه والوپه بیا بیا غوښتنو اوس دا ناول  مازیګر کتاب پلورنځي  په دوه سوه مخونو کې د یولس سوه ټوکو په شمېر په ښه صحافت چاپ کړ.

514 total views, 2 views today

3 comments

  1. hashmi Reply

    زه د ناول لوستلو ډیره علاقه لرم

  2. Sultan asmari Reply

    کولی شی دا کتاب موگ په گوگل کی مطالعه کرو ولی چی موگ مسافر یو نه یی شو اخیستی مطلب دلته نشته نالونه
    مننه

  3. عبدالودود اهنګر Reply

    موږکولى شو چى دګوګل لالارى يي ولولو نشوکولى چى کتاب وحلو ځکه چى مسافر يو

Leave a Reply to hashmi Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *