Categories

اعلان

Loading…

د سره ګلاب سړی!/ عصمت الله زهیر

مورې! ماته دعا کوه چي ماښام ته سلامت کور ته راستون سم
وو! په انګڼ کي مه کښېنه
هیڅ څرګنده نه ده څه مهال ړنده مرمۍ راسي
موري! زه پوهیږم (هغوئ) زماپه لټه دي
زما په وینو تنده ماتول غواړي
پوهیږې، دڅومره وطن غوښتونکو سینې یې غلبیل کړي دي
او څومره لا غلبېلول غواړي
موري! هغوئ یو،یو ټول وژل غواړي
ابا،لالا، وړوکی ټول یې ووژلو
موري! دکتابونو او لفظونو سړي
په چاڼ، چاڼ وژني
هره خوا دکرکي او وحشت سیوري غوړول غواړي
د ښار رڼاوي وژل غواړي
زماګراني ، خوږې موري!
دکتابونو سره لوبیدونکي سړي کله مري هم؟
ګراني موري!کوم خلک چي دفکرونو روزنه کوي
هغه کله هم نه مري
د سترګوتر دیده په آسمان کي ورپسي ګوره
خندنی او تابان به یې
د سره ګلاب په څېر غوړیدلی ووینې!
رښتیا هم ړنده مرمۍ یې انتظار وه
د سترګو په رپ کي یې په کوټ کي ټومبلی سور ګلاب
په وینو کي لژاند پروت و.

201 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸