Categories

اعلان

Loading…

د استاد محمد صدیق پسرلي تلین ولمانځل شو

تاند –  په کابل کې د استاد محمد صدیق پسرلي په غونډه کې شاوخوا ۲۵۰ لیکوالانو، شاعرانو، د پوهنتون استادانو د علومو د اکاډيمي غړیو او د ادبیانو محصلانو او مینه والو برخه اخیستې وه.
دا غونډه د دوشنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ په نړیوال مرکز کې جوړه شوې وه. غونډې ته ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي پیغامونه استولي وو او په هغو کې یې د استاد پسرلي د اثارو په څیړنې ټینګار کړی وو.
د دې غونډې لپاره شاعر نورګل شفق د استاد د ژوند په اړه یو مستند فلم ښکاره کړ او د استاد د ژوند اثارو په اړه یې له برخه والو سره معلومات شریک کړل.
په غونډه کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر غلام نبي فراهي، اکاډیمسین سلیمان لایق، استاد اصف صمیم، استاد نجیب منلي، د بغلان فعال فرهنګي راز محمد راز، د بغلان د ولایتي شورا وکیل اسدالله شهباز او اسد الله غضنفر خبرې وکړې.
ومان نیازي، جیلاني جلان، حیدر او ګل ملا همکار استاد پسرلي ته لیکلي شعرونه ولوستل.
1د استاد پسرلي د تلین لپاره دغه لاندې اثار چاپ شوي وو:
یو ماشوم، یوه نړۍ – باډیوې یادوم – د خاورو ښاپېرۍ مصور بنسټ چاپ کړي
د پسرلي مجلې ځانګړې ګڼه بلخ ادبي خوځښت خپره کړې. 
نور خلک، لار ورکی د نیم ساعت څښتن – علمي خپرندویه ټولنې
د زرو هېندارو کور – د استاد غضنفر له خوا ژباړل شوي حکایتونه – لومړی او دویم ټوک – د قلم لارې ټولنه
زهره – د استاد پسرلي منظومه چې ممنون مقصودي دکلمه کړې – د کلید ګروپ له خوا په سي ډي کې
د غونډې جوړونکو وار له مخه داسې شرط ایښی و چې دا ځل به کتابونه پلوري او وړیا به یې خلکو ته نه ورکوي، نو ځینو خلکو یو شمیر کتابونه واخیستل.
په غونډه کې اعلان وشو چې د کابل په نوې کارته کې یو ښوونځي په رسمي ډول د استاد پسرلي په نوم شو.
د غونډې په پای کې یو شمیر لیکوالان او شاعران شهدا صالحین هدیرې ته ورغلل او د استاد پسرلي پر قبر یې د ګلونو ګیډۍ کیښوده.
1

522 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2