Categories

اعلان

Loading…

ذبيح احساس، پېژندنه او مبارزه/ جاويد واک

جاويد واک: (( دا ليکنه د احساس د نمانځغونډې پروګرام لپاره ليکل شوې وه، چې دلته يې هم لوستلای شئ)).

۱۳۸۲ کال و، يو ځوان له پېښوره بلخ ته د پوهنتون لوستو په موخه راغلی و، دلته يې له ځان پرته بل هېڅوک هم نه پېژندل، د کورنۍ مجبوريت له امله يې انجنيري لوسته، خو په زړه کې يې له ادبياتوسره ميني ولولې کولې. هغه ګام پورته کړ او ويې غوښتل، چې خپل فکر تر خلکو ورسوي. هغه وخت بيخي يواځې و، خو اوس خپله داسې وايي:

اوس زما پلونه ډېر شوي ګام مې غټ دی
اوس زه يو نه يم ملګرو کې مې پټ يم

زه د ټولو بلا واخلمه ترې ځار شم
لکه جنګ چې وي او زغرو کې مې پټ يم

اوس د وخت بادونه ټول کمزوري شوي
زموږ بله شمه نه شي مړه کولی

اوس مو شپې هم لکه ورځې دي رڼې دي
اوس مو يو بل نه څوک نه شي بېلولی

اوس د هڅو پسرلي دی، رنګ راوړی
اوس پر ګل مبارزه پرخه پرته ده

چې زموږ د ارمان لارې ته خنډ کېږي
د هغو مخې ته سره کرښه پرته ده

ذبيح الله احساس، د افغانستان په شمال کې د فرهنګۍ کړۍ يو سرلاری دی، چې له تېرو لسو کلونو راهيسي په بلخ ولايت کې پر ادبي، ټولنيزو او سياسي فعاليتونو بوخت دی.

1نوموړی له نن څخه ۳۲ کاله وړاندې د بغلان ولايت په کيله ګي سيمه کې د ډاکټر شيرمحمد په کورنۍ کې وزېږېد.

احساس دوه کلن و، چې کورنۍ يې پېښور ته کډواله شوه. هغه خپلې زده کړې په جلوزو او جلاله کمپونو کې بشپړې کړې.له خپلو فرهنګي ملګرو سره يې په جلوزو کې د ميوند په نوم ادبي بهير په جوړېدو کې منډه وکړه، چې دا يې د ادب په ډګر کې لومړني ګامونه وو.

د شاعرۍ ښاپېرۍ د کډوالۍ پر مهال پرې ميېنه شوه او همالته يې د شعر ليکل پيل کړل.

ذبيح الله احساس په ۱۳۸۲ لمريز کال کې د کانکور ازموينې له لارې د بلخ پوهنتون انجنيري پوهنځي ته بريالی شو او په ۱۳۸۷ کې ترې فارغ شو.

احساس سره د پېښور د وختونو فرهنګي تجربې لا ځوانې وې او ښايي د لوی وطن د يوې مهمې برخې (بلخ) فضا هم د همداسې يوه سړي په تمه وه، چې د هېرې شوې پښتو ژبې ډېوې بيا پکې بلې کړي.

نوموړي له کورني مجبوريته انجنيري لوسته، خو په کوټه کې به يې د خپل مسلک له کتابونو د خوشال بابا، حمزه شينواري، ګل پاچا الفت او نورو ليکوالو اثار او کتابونه زيات ايښي و، چې دا خپله له خپلې ژبې او فرهنګ سره د هغه د بې کچې مينې ښکارندويي کوي.

بلخ کې د وزير محمد ګل خان د هڅو پر پلونو د وخت د جبر خاورې اوړېدلې وې، د طبيعيت غوښتنه داوه، چې دا پلونه به احساس او د هغه ملګري بيرته تازه کوي او لارې به ترې جوړوي.

احساس چې محصل و، په خپله سيمه کې يې پښتو کتابونه او پښتو مجلې نه پېدا کېدې او يايې هم پيدا کول ډېر ستونزمن و، دا نو هغه مهال و، چې د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلينو او استادانو د (پرخه) په نوم پښتو خپرونه پيل کړه، د همدې خپرونې د چلولو چارې احساس ته وسپارل شوې، له همدې سره يې په ذهن کې د بلخ لپاره د پراخو فرهنګي هڅو د پلان لارې جوړې شوې.

احساس د دغې خپرونې چارې پر مخ وړلې او هر ځل به يې چې مجله چاپ ته تياره شوه، نو په خالي جېب به يې د چاپ پر لور حرکت وکړ. د مجلې چاپولو ته به يې پېسې له خپلو ملګرو او اشنايانو غوښتلې، چا به ورکړې او چا نه، خو ده ته خپل کار مهم ښکاريده او د يوه لوی ارزښت په سترګه يې ورته کتل. له مزاره به يې د مجلې مواد پېښور ته وړل، هلته به يې چاپول او بېرته به يې په شمال کې د افغانانو د فکرونو د روڼولو په موخه خپرولې.

احساس ورو، ورو په بلخ کې هغه تشې محسوسولې چې بايد ډکې شوې وای او کار ورته شوی وای.

په ۱۳۸۴ کال کې يې په لومړي ځل د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير په نوم د يوه فرهنګي مرکز بنسټ کېښود. په پيل کې به په دغه بهير کې د ګوتو په شمېر ځوانانو غونډې کولې، خو ورو ورو دا کړۍ لويېده او د احساس هڅو رنګ راووړ.

نور نو د احساس فکر ورو ورور پر يوې ډلې بدلېده، په داسې ډلې چې اول به په مزار شريف او بيا به په څنګ ولايتونو کې د ملګرو په مرسته ادبي، ټولنيزې او د اړتيا پر مهال سياسي هڅې روانوي.

د مومند بابا ادبي بهير له پرانستلو څه وخت وروسته، احساس د شمال له بل ولايت بغلان څخه د پسرلي په نوم سياسي خپرونه پيل کړه. د وخت په تېرېدو سره دغه خپرونه پر دوه مياشتنۍ مجلې بدله شوه او په دې ډول د شمال د لومړۍ پښتو خپرونې (پرخې) او سياسي خپرونې (پسررلي) د چلولو چارې يې پر مخ وړلې.

په بغلان کې يې ملګري فرهنګي منډو ته وهڅول د چونغر ادبي بهير په نوم ادبي بهير په جوړېدو کې يې ورسره هراړخيزه خواري وکړه، چې د مومند بابا ادبي بهير په څېر يې غونډې کولې.

احساس ورو ورو ملګري پيدا کول او ورسره يې فرهنګي هڅې ګړندۍ کولې.

د همدې لسو کلونو په اوږدو کې په مزار شريف کې د احساس او ملګرو په هڅو مېرمن کلتوري بهير، چمتال ولسوالۍ کې چمتال ادبي بهير، بلخ ولسوالۍ کې ام البلاد ادبي بهير، چهاربولک ولسوالۍ کې چهار بولک ادبي بهير، فرهنګي ګامونه جوړ شول.

دا نو هغه وخت وو، چې بلخ کې ادبي هڅې نوې وې او د دې اړتيا ليدل کې، چې سره منسجمې شي او يو قوي غږ ترې جوړ شي.

په همدې خاطر ياد بهيرونه سره يو ځای شول او د بلخ ادبي خوځښت په نوم لوی مرکز ترې جوړ شو، چې دمګړی په بلخ کې ادبي او فرهنګي چارې سمبالوي.

نور نو احساس يواځې نه و، ګڼ ملګري ترې چاپېر و او هر يوه د هغه پر نقش قدم، اېښوده.

په ۱۳۸۸ کال کې احساس د بلخ څلويښت تنو پښتنو ځوانانو (نجونو او هلکانو) ته د پښتو ليکلو څلور مياشتنۍ لړۍ پيل کړه، چې په بريالۍ ډول پای ته ورسېده.

په ۱۳۹۱ کې يې د خوشال بابا په نوم، په مزار شريف کې لوی پښتو عامه کتابتون جوړ کړ، چې خپله يې چارې سمبالوي او سلګونه ځوانانو ته يې په وړيا ډول د مطالعې زمينه برابره کړې.

د احساس د هڅو له برکته نور نو په مزار شريف کې ډېر ځوانان روزل شوي و، دوي هر يوه د ادبي فعاليتونو په خورولو کې ګامونه پورته کول. د دې په خاطر چې دغه هڅې لاپسې خورې شي او ملګري د خوځښت د چلولو چارې په خپله غاړه واخلي، نو کارونه به يې تقسيمول، او هر ملګري ته به يې مسووليتونه ورسپارل.

احساس د دې ټولو کارونو تر څنګ، لنډې کيسې ليکي، څېړنې کوي، کتابونه ژباړي او شعرونه ليکي.

پنځه کتابونه يې د ( يوه نجلۍ، دوه ښارونه، هغه(شعري ټولګه) حمزه پېژندنه او زما له غرونو پناه ياره، په نومونو چاپ شوي او شاوخوا ۱۰ نور بيلابېل کتابونه يې چاپ ته تيار دي.

ذبيح الله احساس په بلخ ولايت کې د پښتو ژبې د ودې د بنسټ (بلخ ادبي خوځښت) بنسټ ايښودونکی دی.

د ادبي هڅو تر څنګ احساس په شمال کې د ويښ ځوانانو غورځنګ استازی دی او د هيواد د ملي مسايلو په اړه يې وخت ناوخت د دغه غورځنګ له ادرسه غږ پورته کړی.

په ۱۳۸۷ کال کې يې د (۲۰۱۰) کال دې د باچا خان په نوم ونومول شي سوله ييز لاريون وکړ، هماغه وخت يې د هغو افغان ضد کړيو پر وړاندې هم غږ پورته کړی وو، چې د غازي امان الله خان سپکاوی يې کړی و، په راوروسته وختونو کې يې د پاکستان د لاسوهنو او توغندوييزو بريدونو په اړه هم لاريونونه کړي دي.

که څه هم په مزار شريف کې د داسې حساسو مسايلو په اړه غږ پورته کول اسانه کار نه و، خو د وخت غوښتنه او د لوی وطن د فکر د پاللو په موخه يې دغې قربانۍ ته اوږه ورکړې وه.

هغه به د سياسي فعاليتونو پر مهال د بلخ د زورمندانو له خوا تهديده او ډېری وخت به ورته قومي مشران راليږل کېدل، تر څو احساس ټکنۍ کړي، خو هغه هېڅ وخت دغه ډول فشارونو ته تسليم نه شو.

احساس به ډېری وخت سياسي فعاليتونه د ويښ ځوانانو غورځنګ او پسرلي مجلې لخوا تنظيمول او له دې کاره به يې موخه دا وه، چې هر ډول وروستنۍ پايلې يې ده ته متوجه شي او نوي ملګري د خطر احساس ونکړي.

احساس او ملګرو يې په ډېرو سختو شرايطو کې په مزار کې د ادب او فرهنګ ډيوه روښانه ساتلې، چې د هيواد نور فرهنګيان يې بايد لاسنيوی وکړي.

نوموړي ته د افغان كلتوري ټولنو جرګې لخوا د هېواد په كچه د فرهنګي هڅو له امله د ۱۳۸۷لمريز كال د غوره فرهنګيالي په نامه د خوشال بابا په نامه د سروزرو مډال هم ورکړل شوی دی.

ښاغلی ذبيح الله احساس ځوان دی، ملګري پرې راټول دي او په مزار شريف کې د هر ادبي، ټولنيز او سياسي کار په لومړي کتار کې لومړی کس وي.

هغه دې له تاوده باده په امان وي.

درنښت
جاويد واک
بلخ ادبي خوځښت/ مزار شريف

ليندۍ ۱۸مه، 1۱۳۹۳

————————————————–

زموږ احساس : ضمیر څار

63 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *