Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: ولسمشر غني پاکستان ته درې میاشتې مهلت ورکړی

ولسمشر غني پاکستان ته درې میاشتې مهلت ورکړی، چې د سیمه ییز ثبات په ټینګښت کې خپل رښتینوالی ثابت کړي. چین هم په همدومره وخت کې د افغان سولې نتیجې ته انتظار باسي. ښاغلي غني پرون د سناتورانو د معرفي کولو په غونډه کې په دریو میاشتو کې د سیمه ییز حالت د تغیر ډاډ ورکړ.

اقتصادي شنونکي وایی، ولسمشر غني له اقتصادي اړخه د سیمه ییزو حالاتو تغیر ته ډاډمن دی، پر ډیورنډ کرښه د ۱۵ اقتصادي دروازو پرانسته د افغانستان د ترانزیټي موقعیت ارزښت لوړوي.

((د سیمه ییز ثبات په اړه د چین، پاکستان، روسیې او منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو اجماع احساس شوې، دوی له افغانستان سره د سیمه ییز ثبات په اړه نظرونه تبادله کړي دي. )) استاد عبدالغفور لېوال

ولسمشر غني پرون مشرانو جرګې ته د نویو انتخابي سناتورانو د معرفي کولو په غونډه کې ډاډ څرګند کړ، چې په دریو میاشتو کې به سیمه ییز ثبات ته لاره هواره شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل:” افغانستان به له دې وروسته خپل عمده سیاسي مسایل د زور او ټوپک له لارې نه، بلکې د سیاست له لارې حلوي.”

د سیاسي چارو شنونکي فاروق میړني له محور سره په مرکه کې وویل؛ ولسمشر غني پاکستان ته درې میاشتې مهلت ورکړی چې له سیمه ییز ثبات سره د همکارۍ په اړه خپل رښتینوالی ثابت کړي، نو په همدې اساس په دومره ډاډ په دریو میاشتو کې د سیمه ییز حالت د تغیر موضوع راپورته کوي: ((د تحلیف له مراسمو بیا پاکستان ته د سفر پرمهال او کابل ته د پاکستاني پلاویو او چارواکو په سفرونو کې ولسمشر غني دغه هېواد ته د رښتینوالي د ثبوت ضرب الاجل ټاکلی. پر پاکستان د امریکا، چین او سیمې ځینو نورو هېوادونو فشار دغه هېواد اړ باسي چې له سیمه ییز ثبات سره مرسته وکړي. ولسمشر غني بار، بار ویلي چې نور د عمل وخت راغلی او پاکستان باید په عمل کې همکاري ثابته کړي.))

ښاغلی میړنی زیاتوي، ښکاري د چین خبرې هم نتیجه ورکړي، ځکه ترلاسه شوي رازونه دادي چې طالبان په اساسي قانون کې تغیرات غواړي او حکومت د اجرائیه رییس لپاره هم ددغو تغیراتو ژمنه کړې. همدا ډول په کابینه کې ونډه او د جنوب غرب حوزې په څو ولایتونو هم خبرې روانې دي.

ولسمشر غني همدا ډول پر ډیورنډ کرښه د ۱۵ اقتصادي دروازو د پرانستې هم وویل، چې د اقتصادي چارو شنونکي دغه کار هم د سیمه ییز ثبات په ټینګېدو کې اغېزمن بولي.

د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون محور ته وویل، له پاکستان سره د ښه ګاونډیتوب لپاره د اقتصادي اړیکو پراختیا مثبته نتیجه لري: ((ولسمشر غني پر ډیورنډ کرښه د ۱۵ قانوني اقتصادي دروازو د پرانستې وویل، دا به د هغو ۹۰ غیر قانوني او غیر رسمي دروازو مخه بنده کړي، چې افغانستان ته پرې د پاکستان له لوري قاچاقي توکي راوړل کېږي. افغانستان د پاکستان لپاره مناسب مارکېټ دی، نو پاکستان دغه مارکېټ له لاسه ورکول نه غواړي.))

په ورته وخت کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر استاد عبدالغفور لېوال وایي، د سیمه ییز ثبات په اړه د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره ګډ کار روان دی، په همدې ډاډ ولسمشر غني په دریو میاشتو کې د تغیراتو خبره کوي.

بلخوا شنونکي د ولسمشر غني په هغه اقدام نیوکه کوي، چې وایي، په هرو شپږو میاشتو کې به وزیران ملي شورا او حکومت ته ځواب ویونکي وي. دوی وایي، دا کار به د وکیلانو غواوې لنګې کړي او د غیر قانوني غوښتنو او سوء استفادې نوی چینل به پرانستل شي. که پدې اړیکو دقیق نظارت ونشي، نو وکیلانو ته به له وزیرانو د باج اخستو ښه مرجع په لاس ورشي.

265 total views, 1 views today

3 comments

  1. خوشال ساپی Reply

    کیدای شی ولسمشر غني کوم خوب کتلی وی. دی د لومړی خپل داخلی خالات سم کړی بیا دی بهر ته مخه کړی. دی د محقق د اخطارونو د ځواب ندی نو په سیمه کی به څه سم سمکی راولی؟

    1. بلال واثق Reply

      ښاغلی خوشال خان سافی سلامونه او درناوې مې ومنی ! ګرانه وروه څه فکر کوې چې دښاغلی ډاکټر صا حب غنې مجبوریتونه به په کومه اندازه وې؟ اوکه فرضا زه اوته ددغه ښاغلې پر ځای شو تر دغه ښاغلې به ښه کار وکړو؟ مننه

  2. tamanche mulla Reply

    Wale ? Ashraf Ghani sa Obama dy che Pakistan ta muhlat warkawee ? Khpal zan ao khpal hisiyat da awal opejani bia dy da muhlat ya zarbul ajal khabare kawee.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸