Categories

اعلان

Loading…

زمونږ احساس/ ضمير څار

ضمير څار: دغه ليکنه، په ذبيح الله احساس، د هغه د لمانځغونډې په مناسبت ليکل شوې وه، چې ‘د کتاب ښار’ له خوا په کابل کې جوړه شوې وه؛ خو له بده مرغه هلته ونه لوستل شوه.

زه چې، په لومړي ځل، د مومند بابا ادبي بهير اونيزې غونډې ته ولاړم، نو د غونډې د وياند له خوا د مشر مېلمه په حيث وټاکل شوم او هيله يې را څخه وکړه، چې په پای کې به د غونډې په اړه خبرې کوم. دا راته سخته مالومېده؛ د نورو په وړاندې به مې څنګه خبرې کولې؟ د غونډې په ترڅ کې، چې هر ملګري ښې خبرې کولې؛ پر ما به فشار ډېرېده؛ خو کله چې ذبيح‎الله احساس—د غونډې کوربه—په خبرو پيل وکړ، خوند يې راکړ او د خبرو ذوق را کې پيدا شو. دا، له احساس څخه زما لومړی تاثر و. احساس خوږې خبرې کوي؛ برابر غږ، بشپړې جملې او نږدې مثالونه کاروي. دی، د ملګرو تر منځ، د نورو ټولو فرهنګي او ژورناليستيکو فعاليتونو ترڅنګ، د ښه ترنم او ښې وينا کوونکي په توګه هم معرفي دی. د پير محمد کاروان دا بيتونه به ستاسې په ذهن کې لا هم خوږې انګازې کوي:

تللې پر دې للمه د باران کلي ته لارې دي

راشه د ګلونو د يزدان کلي ته لارې دي

ښايي، د احساس د خوږو خبرو وجه به وه، چې، زما په ګډون، ډېرو ملګرو به د بلخ ادبي خوځښت په دفتر کې تر نيمو شپو د ده د ژوند او ادبي او ټولنيزو هڅو کيسې اورېدلې. د وخت جبر او د ده ټينګه اراده به ښايي يو بل لامل—تضاد—و، چې د ده داستانونه يې په زړه پورې کول. د طالبانو د پولرايزد (Polarized) سياست په پايله کې، د دوی د حکومت له پرزېدو وروسته، د پښتنو په وړاندې کرکه د افغانستان په شمال کې تر ډېره احساسېده. دا، د خپل ذوق مخالف پوهنځي لوستل او غريبي، احساس د ژبې له خدمته راونه ګرځاوه. ده، د خپلې ژبې د خدمت پر سر د پوهنتون له ليلې څخه د وېستل کېدو کيسه کوله؛ زما په سترګو کې به عاطفي اوښکې تاوېدلې—غوښتل مې چې د ده ملګری وای او يا مې ورسره مرسته کړې وای. بيا، ده او د ده د سختو ورځو ملګري، مجب الرحمان لحاظ، په يوه شخصي کورس کې نګهباني ځکه کوله، چې دوی ته يې د شپې يوه کوټه ورکړې وه او بس. کومه ورځ، له يوه سپين کرولا ډوله موټر ده ته يو پاکټ ورکول کېږي؛ په هغه کې ليکي، چې “په هغه ګوتو چې پښتو ليکل کوې، که يې بس نه کړې؛ نو درپرې به يې کړو”. هرې کيسې به زمونږ په سترګو کې اوښکې راډنډ کړې؛ خو، په عين زمان کې، زمونږ په زړونو کې د خپلې ژبې د خدمت هيلې غوړېدلې…. احساس کړاوونه پر ځان ومنل؛ خو د شمال لومړۍ پښتو خپرونه (پرخه) يې تر مونږ راورسوله. اوس، پرخه، پسرلی، پل، سيال او ځينې نورې پښتو خپرونې د ده او د ملګرو له خوا خپرېږي.

د مومند بابا ادبي بهير د جوړېدو کيسه يې هم په زړه پورې ده. دی، مجب الرحمان لحاظ او مطيع الله اراک (د ده ورور) يې لومړني او تر ډېره يوازيني غړي وو. يو چا—کوم خواخوږي پښتون—ورته ويلي و: “ګوره! دا خلک زورور دي؛ پر سر به دې تومانچه کېږدي او ماغزه به دې وباسي؛ څه کوې دا د پښتو هڅې، پرې يې ږده!” خو، احساس د خپلو خلکو نه-ملاتړ ناهيلی نه کړ؛ ده به د لمر د راختو خوب ليدلی و؛ په تياره کې يې ګامونه، پرته له دې چې د اغزو او لوړو ژورو پروا وکړي، واخيستل او د لمر تر کلي يې مزل ورلنډ کړ— د مېرمن ادبي-کلتوري بهير، ام البلاد ادبي بهير، چهاربولک ادبي بهير او بخدي ادبي بهير ورو ورو د مومند بابا ادبي بهير پر کړۍ ورزيات شول او د بهيرونو يو مضبوت زنځير يې رامنځته کړ.

د ده خبرو (کیسو) اغېز به پر ما ډېر کېده—د نورو به هم همدا حال و، نپوهېږم—او همدا وه، چې ارمانونه مې راويښېدل، زړه مې ټوپونه وهل، لاسونو او پښو مې انرژي پيدا کوله؛ غوښتل مې همدا اوس د خپلې ژبې په خدمت کې څه وکړم. هو، احساس او مونږ، د دې لپاره چې زمونږ هڅې رنګ ور نه کړي، د بلخ ادبي خوځښت په نوم چتر جوړ کړ. دا خوځښت، د بهيرونو او خپرونو تر څنګ، ډېرې نورې هڅې هم د وخت د لمر له تېزو وړانګو، باران او طوپان څخه ساتلي دي.

ما، همدارنګه، ليدل چې احساس به زما او د ملګرو پر لږ پرمختګ څومره ډېر خوشحالېده؛ په دې ډول، په مبارزه کې يې رښتينولي رامعلومېده او هماغه و، چې د ده پر پل مې پل کېښود. ښايي، له ده سره به د هېواد په شمال کې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ په برخه کې د ځوانانو د کوم ستر لښکر پلان و، چې له هر چا او هرې موقع څخه يې د همدې هدف په خاطر ګټه پورته کوله؛ هر چا چې د مومند بابا ادبي بهير، اوسني بلخ ادبي خوځښت، په درشل کې يو ځل پښه ايښې، ده پرې خپله خواري کړې او، د ملګرو په وړاندې او يا کله ناکله يې په جلا ډول، تشويق او لارښوونې يې ورته کړې دي.

سربېره پر دې، دی، د خپلې ژبې د خدمت د ټينګې ارادې تر څنګ، د مشريَت ښه مهارت لري. له ده نه مې اورېدلي، چې د خوځښت هر ملګري ته، د هغه د پوهې او کار په اندازه، ارزښت ورکړی—له ارزښت څخه موخه د خوځښت په چارو کې د درناوي او صلاحيت خبره ده. دې کار، په بلخ کې د ملګرو تر منځ د هڅې رقابت ايجاد کړ. ده، په لومړيو کې، د پرخې ډېری ليکنې په خپله کړي او هغه چې يې له نورو، معمولا د بلخ پوهنتون له محصلينو، ترلاسه کړي، که ډېرې ښې نه وې؛ نو نه يې دي چاپ کړي—دا به تاسې ته د ده کمال نه ښکاري؛ خو د ده د کيسو له مخې، پرخه د بلخ پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي د استاد غلام فاروق خپلواک او د همدغه پوهنځي پښتنو محصلينو، چې دی هم په کې و، جوړه شوه او د ايډيټ چارې يې ده ته سپارل شوې وې؛ ځينو محصلينو به غوښتل، چې نوم يې په مجله کې چاپ شي او، په خپل فکر، مشهوره شي؛ نو “ګډوډې بابولالې” به يې ليکلې او له ده څخه به يې د چاپولو غوښتنه کوله، چې د ده له خوا به اکثرا ردېدلې. ده هماغلته، د دغه ادبي خوځښت د برياليتوب لپاره، د “لياقت پر اساس د پرمختګ او قدرادنۍ” ستراتيژي غوره کړه، چې له نېکه مرغه بريالۍ شوه.

همدارنګه، احساس، دا هم بار بار ويل، چې دلته به هڅې د يو سيستم شکل غوره کوي، پر يو چا به تکيه نه کوي. همداسې وشول؛ بلخ ادبي خوځښت نور په احساس ولاړ نه دی. که دی نه وي هم، خوځښت به په ټپه ونه درېږي. يادېږي مې، چې يو ځل وخت له ژوبلې ګوتې نيولی و؛ د ډېرو ملګرو داسې انګېرنه وه، چې احساس به ګواکې د خوځښت چارې پرېږدي—که څه هم خوځښت به د ده په نه شتون کې لا هم پر مخ روان وای—خو د ده ټينګې ارادې او لوړ هدف، دَی له مونږ څخه جلا نه کړ.

له بلې خوا، د شعر او نثر په برخه کې د ده پوهې او تجربې هم متاثره کړی يم. د ده لومړۍ شاعري، چې د “هغه” په نوم چاپ شوې، له خورا خوندورو شعري هنرونو څخه مالامال ده. که څه هم، د منځپانګې له مخې، د ځوانۍ هغه په کې زيات دي؛ خو ځای ځای د ده د سياسي فکر جلوې هم په کې شته.

څو خوږې خوږې خبرې مې راوړي

سندربول يمه سندرې مې راوړي

اې د ښار پېغلې د غرونو هلک راغلم

پلو ونيسه ګورګوري مې راوړي

يا:

سر توره يوه پېغله يې ملګرو ته اوبه وړي

د سرو لمبو په غيږه کې لښکرو ته اوبه وړي

ګودره! پام چې نجوني مرورې ستنې نه کړې

څو تږو لارويو مساپرو ته اوبه وړي

خو په دې وروستيو کې يې شاعري د وطن سياسي حالات او کله ناکله په بلخ کې د روانو هڅو تاثرات په خپله لمنه کې راوړي.

هره کيسه تا شروع کړې بې له جنګه نه ده

خو نن دې زما د بېغورۍ توره تر څنګه نه ده

نن دې په خپلو دروغو خپله شاهدي ورکړله

نن دې خبره له څېرې سره همرنګه نه ده

ماشوم کنځل کوې ګرېوان ته رسېدلی نه شي

لا خو دې ونه زما د ونې په شان دنګه نه ده

راځه زما تر شا روان شه زما پل ونيسه

زه چې پرې ځمه دغه لاره تر ګړنګه نه ده

د احساس دغه بيتونه مې د ده د فيسبوک له وال څخه اخيستي دي. د فيسبوکيانو په اصطلاح، بلا لايکونه يې اخيستي او ځينې مهم کمنټونه پرې شوي؛ د استاد محب الله زغم کمنټ، د خپلې خبرې د ادعا په پار، رااخلم. هغه ليکلي: “ډېر عالي. ګل مرجان که نور څه نه دي کړي، شعرونو ته خو يې ښه موضوع برابره کړې ده او احساس صيب په هنرمندۍ سره شعر کړې ده.”

د احساس نثر، د ډېر-ليکنې له امله، زما لپاره د استادۍ تر کچې رسېدلی. دی، دوه مجلو، پرخه او پسرلي، يو شمېر ورځپاڼې او پژواک خبري اژانس ته هره ورځ ليکل کوي. سربېره پر دې، زمونږ—د خوځښت د ملګرو—د ليکنو د ايډيټ لپاره يوازينۍ مرجع ده. همدارنګه، دَی له اردو او فارسي ژبو ژباړې کوي او د ژباړې ځينې کتابونه يې چاپ شوي دي—نو د ده نثر پخيږي نه، د چا پخېږي! احساس د لنډو کيسو يوه ټولګه هم کلونه وړاندې چاپ کړې؛ او، اوس هم د لنډې کيسو د ليکنو لپاره، په خپله وينا يې، ډېرې موضوعګانې لري؛ خو وزګاريږي نه ورته؛ بيا هم، زما د ده د داستاني نثر استعداد او مهارت تر هغه بل زيات خوښېږي. تېره اونۍ، د مومند بابا ادبي بهير د اونيزې غونډې په ترڅ کې د بلخ پوهنتون د پښتو ادبياتو د يو محصل پر لنډه کيسه کره کتنه کېده؛ ډېرو ملګرو خبرې وکړې؛ خو د ده خبرې راته بيا هم ډېرې، په اصطلاح، اموزنده وې او يو ځل مې بيا، په زړه کې، د ده استادي تجديد کړه.

احساس، د دوو لورګانو، جنت او ګومل پلار او، اوس اوس، د يو زوی، اِلم، خاوند شو، د کور روزګار، چې زمونږ خلک يې “روزغار” بولي، ورپه غاړه دی. سربېره پر دې، د بلخ ادبي خوځښت تر ډېره ماسټر ماينډ (Mastermind) دی؛ رسنيزې بوختياوې مې ورته لا هېرې وې؛ خو بيا هم د ادب په برخه کې يې قلم لا پسې ګړندی پاتې شوی دی. يو شمېر کتابونه يې چاپ شوي او ګڼ يې چاپ ته تيار دي.

احساس، ‘زما له غرونو پنا ياره’، ‘دوه ښارونه- نثرونه’، يوه نجلۍ’، ‘هغه’ او ‘ښکليه که دا غواړې چې حمزه څه دی-حمزه پېژندنه’ چاپ شوی دي.

زما له غرونو پناه ياره:

‘زما له غرونو پنا ياره’ د ‘انتظار غريبانه’ په نوم کتاب د اغلې زهره روحاني ناول دی. نوموړی ناول يوه ټولنيزه عشقي کيسه ده، چې د يوې مېرمنې له ستونزو ډک ژوند اځوروي. دا کتاب د ذبيح الله احساس له خوا پښتو شوی دی، چې په ۱۳۸۶ لمريز کال د صميم ادبي ټولنې له خوا په کابل کې چاپ شو. د کتاب په لومړۍ پښتۍ د غره په لمنو کې د يوې نجلې انځور دی، چې پر سر يې په سرو کرښو کې ((زما له غرونو پنا ياره!)) ليکل شوي دي. پاڼې زېړ بخنه سپينې دي او د مخونو شمېر ۲۰۸ دی.

يوه نجلۍ:

د احساس د لنډو کيسو کتاب دی، چې په لومړۍ پښتۍ يې په تور بګرونډ کې د يوې نجلۍ تصوير دی. نجلۍ خپل پر خپلې لوپټې پټ کړی او يوازې دوې سترګې يې ښکاري. د کتاب پر درېيمه پښتۍ نوم او ليکوال په انګليسي ليکل شوي دي او په لاندې برخه کې د ليکوال تصوير تور او سپين راغلی دی. په کتاب کې اوه کيسې په ۷۵ مخونو کې تور او سپين چاپ شوي دي. کتاب په ۱۳۸۵ لمريز کال د بغلان ادبي بهير له خوا په پېښور کې چاپ شوی دی، چې چاپ چارې يې دانش خپرندويه ټولنې ترسره کړي دي. د کتاب مالي لګښت د اروپآيي ټولنې (EC) European Commission له خوا ورکړل شوی، چې د ملګرو ملتونو هبيتات UN HABITAT او د فرهنګي او مدني ټولې بنياد FCCS د ملي ويښتيا خپرونې په مرسته خپوری شوی دی.

دوه ښارونه:

دا کتاب په تورو پوښتيو او سپينو پاڼو کې د استاد ګل پاچا الفت او جبران خليل جبران د دري نثرونو ژباړه ده، چې په ۶۸ مخونو کې د مومند خپرندويې ټولنې له خوا په ۱۳۸۷لمريز کال په کابل کې چاپ شوی دی. ليکوال په سر کې ليکلي دي: ((کله چې ددې ستر نابغه د نثري کلياتو دويم ټوک د عبدالرحيم بختاني صيب په زيار خپور شو نو د ډېرو پښتو نثرونو تر څنګ مې په کې څو دري ليکنې هم تر سترګو شوې، ومې لوستې، ډېر څه مې ترې زده کړل او پښتو مې کړې.)) (۳)

ښکليه که دا غواړې چې حمزه څه دی- حمزه پېژندنه:

((داستان امير حمزه شينواري)) په نوم ليکل شوی کتاب له حمزه بابا سره په اردو ژبه د ښاغلي خاطر غزنوي مرکه ده، چې د ((ښکليه که دا غواړې چې حمزه څه دی- حمزه پېژندنه)) په نوم پښتو شوی دی. ددغه کتاب اردو وېرژن د ((سنډيکيټ اف رايټرز)) کتاب خپرونکې موسسې له خوا په ۱۹۹۶زېزږديز په ۵۰۰ تېراژ کې په اردو ژبه خپور شوی. د کتاب په لومړۍ پښتۍ د حمزه بابا تصوير دی، چې په بر سر کې يې ((حمزه پېژندنه)) او لاندې برخه کې ((ښکليه که دا غواړې چې حمزه څه دی)) ليکل شوي دي.

د پښتۍ په ښي اړخ کې د حمزه بابا د تصوير تر څنګ په واړه فونټ ليکل شوي دي: “کله چې مې د ۱۹۴۰کال پسرلنۍ مشاعره کې دا بيت:

تورې سترګې مې د يار زړه ته په ځير دي

بيا حبشو په کعبه تړلی لام دی

ولوست؛ نو سمندر خان سمندر صيب پورته شو او غږ يې کړ: ((واه واه د غزل باچا!))

وورسته به بيا چا د ((غزل بابا)) او چا د ((تغزل شهنشاه)) وايه. زما په اند زه تر يو ځايه ددې لقب حقدار هم يم، ځکه چې ما د خپل دور په شاعرانو کې له ټولو ډېرې غزلې ليکلي دي. په دې اړه خپل يو بيت راياد شو:

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي                    ته شوې د پښتو غزل ځوان زه دې بابا کړم”

د کتاب په درېيمه پښتۍ د ليکوال د تصوير کين اړخ ته د حمزه بابا او ذبيح الله احساس په اړه د حيات الله وړ ليکنه چاپ شوې ده. حمزه پېژندنه په ۱۳۸۸ لمريز کال د سالنګ کتاب خپرونکي ټولنې له خوا په ۱۹۱ مخونو کې پر سپينو پاڼو چاپ شوی دی. کتاب دوه برخې دی، چې لومړۍ برخه يې د حمزه خان شينواري او خاطر غزنوي ليکنۍ مرکې ته ځانګړې شوې ده او په دويمه برخه کې د حمزه بابا بيتونه راوړل شوي دي.

هغه:

هغه د احساس د شعرونو د غونډ نوم دی، چې د سالنګ کتاب خپرونکې ټولنې له خوا په ۷۸ مخونو کې پر سپينو پاڼو په ۱۳۸۸ لمريز چاپ شوی دی. کتاب پر لومړۍ پښتۍ په تور بګرونډ کې له نوم (هغه) څخه لاندې د يوې نجلۍ تصوير دی، چې مخ ته يې د سرې لوپټې پلو نيولی دی. تر څنګ يې دا بيت:

باده پلو ته يې څنډ ورکړه چې راوخو ګوري

دې لوپټه کې يو تصوير دی زه يې نه پېژنم

ليکل شوی دی.

په درېيمه پښتۍ د ليکوال د تور او سپين تصوير له پاسه دا بيت ليکل شوی دی:

وخت به راځي چې د هر تن احساس به داسې وايي

افغانستان پوره کول غواړي خيبر نه لري

د احساس پر شعري ټولګې يو شمېر کره کتونکو ليکنې کړي دي، چې يو دوه پراګرافه يې داسې دي: “ذبيح الله احساس که څه هم دافغانستا ن په شمال کې اوسيږي؛ خو د شعر ژبه يې ډېره ساده، روانه اوخوږه ده. احساس ترډېره دپښتوژبې دسوچه وينو دودولوهڅه هم کړې لکه دمثلث لپاره يې  ددرې ګوډېز کليمه راوړې.دسوچه وينواستعمال دشاعر دخپلې ژبې سره دبې کچې مينې څرګندونه کوي.”

زمونږ احساس دې تل زمونږ ملګری وي!

درنښت!

ضمير څار

د بلخ پوهنتون استاد

171 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2