Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: پاکستان د منزوي کېدو له وېرې افغان سولې ته لاره ورکوي

له امریکا د یو بیلون ډالري پکېج تر اخستو وروسته پاکستان ترهګرۍ ضد جګړې ته لېوالتیا ښودلې، له افغان حکومت سره د ګډې مبارزې د ثبوت په خاطر پرون پاکستانی پلاوی کابل ته راغی.

((د امریکا او طالبانو اړیکي ډېرې غښتلې شوې، پاکستان د منزوي کېدو له وېرې افغان سولې سره مرستې ته تیاری ښیي. ددې اخلاص نښه کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر دی، خو پاکستان دا کار په سولې بهیر کې د امتیازاتو خوندي کولو لپاره کوي. دا د سولې لپاره د امریکا د پالیسۍ تغیر دی، نه د پاکستان.)) ثناءالله تسل

داسې معلومات شته چې امریکا پدې وروستیو کې هڅه کوي افغان طالبان له افغان حکومت سره سولې ته کېنوي او په واک کې یې شامل کړي.

تر پاکستان زیات اوس له طالبانو سره د امریکا اړیکي قوي شوې او پاکستان له دې وېرې چې په افغان سوله کې له امتیازاتو بې برخې نشي، له افغان سولې سره د مرستې تیاری ښودلی. ددې تیاري د ثبوت لپاره د نوي حکومت له پیله تر اوسه کابل ته پنځم پاکستانی پلاوی پرون راغی.

په ګډه مبارزه کې د اخلاص ثابتولو لپاره پاکستان دا ځل پښتون پلاوی را استولی. د ښه مرکچي په توګه د پښتون پلاوي ارزښت پدې کې دی، چې ښه منځګړتوب کولای شي او افغان حکومت هم پرې باور کوي.

د سیمې د چارو شنونکي ثناء الله تسل له محور سره په مرکه کې وویل، سیمه ییز فشارونه، د طالبانو په اړه د امریکا د پالیسۍ بدلېدل، او د روسیې او تاجکستان اندېښنې ددې ثبوت دی چې روانه جګړه د افغانستان شمال ته وړل کېږي او له هغه ځایه بل انتخاب منځنی ختیځ دی: ((د طالبانو په اړه د امریکا په پالیسۍ کې تغیر راغلی، خو ددې لپاره چې پاکستان په افغان سوله کې امتیازات له لاسه ورنکړي، نو افغان حکومت سره د ګډې مبارزې لپاره پلاوي را استوي او اخلاص ښیي.))

د ۲۰۱۴ ز کال په ډسمبر میاشت کې د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز راحیل شریف واشنګټن ته ولاړ او د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره یې له امریکا یو بیلون ډالري پکېج ترلاسه کړ.

پاکستان ته دغه مرسته له افغان او پاکستاني وسله والو او حقاني شبکې سره د مبارزې په شرط ورکړل شوه.

پاکستان تر امریکا ځان را وړاندې کوي او د لوبې کریډیټ ساتلو په خاطر په ګډه مبارزه کې د ثبوت لپاره یې پر ملکي او نظامي پلاویو سربېره د سیاسي احزابو مشران دا ځل کابل ته را واستول. د پخوا خلاف ددې پلاوي ارزښت ته دا ځل پاکستاني میډیا خورا کمپاین وکړ.

د افغان جګړې په اړه ولسمشر غني له پاکستاني مقاماتو سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان باید خپله پالیسي بدله کړي او تر افغانستان اوس دوی زیات له روان حالت څخه زیانمن دي.

215 total views, 3 views today

2 comments

  1. بلال واثق Reply

    نور به نو څه ووایم خو دخدای په دربار کښې لا سونه لپه کوم چې يا الله زموږ هر دشمن که ګا ونډیان دې اوکه نور ………ددوی دغلامانو او لاس پوڅو سره دوی شرمنده ، خوار اوناکام کړې امین .موږ اوزموږ ګران هیواد ددوی دشر څخه خلا ص کړې. څه چې زموږ سره او زموږ دګران هیواد سره کړیدې په ترو تکو تورو ۳۶ کلونو کې یا الله ته زموږ انتقام ځنې واخلې.امین

  2. مبین مسرور Reply

    نور می هیسسه په خوله نه راځی بس دومره به و وایم چی د خدای قهر دی وی او دوی دی وی چی زمونګ ځوریدلی ولس ځوره وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2