Categories

اعلان

Loading…

د پکتیکا والي له وژونکې تروریستي حملې روغ ووت

تاند- د پکتیکا نوی والي انجنیر عبدالکریم متین نن له یوې وژونکې حملې روغ ووت.

د پکتیکا د والي ویاند وايي چې پر ښاغلي متین د مازدیګر په څلور نیمې بجې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د محمد خېلو په دره کې برید وشو.

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې والي ته هیڅ راز زیان ونه رسېد خو یو پولیس ټپي شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، والي عبدالکریم متین د شرني او غزني ترمنځ د امنیتي پوستو لیدو ته تللی و چې د محمد خېلو په دره کې یې د موټرو پر کاروان برید وشو.

خبرپاڼه وايي چې پر یرغلګرو د امنیتي ځواکونو په ځوابي حمله کې یو ترهګر وژل شوی او څلور نور ژوندي نیول شوي دي.

له وژل شوي طالب سره یو کلاشینکوف او څو شاجوره کارتوس د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

انجنیر متین په وروستیو کې د ولسمشر اشرف غني له لوري د پکتیکا والي وټاکل شو.

147 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *