Categories

اعلان

Loading…

د پکتیا یو شمېر قومي مشرانو د فاسدو چارواکو د محاکمې غوښتنه وکړه

خبریال: احمد الله احمدي (ګردېز) د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د يو شمېر قومي مشرانو او مدني ټولنو له لوري د ولايتي چارواکو د فساد ضد غونډه په تاوتريخوالي واوښته.

دغه غونډه چې شعار يې (د پکتيا ولايت چارواکي دې ممنوع الخروج او بيا محاکمه شي) و، هغه مهال په تاوتريخوالي بدله شوه چې د يو قومي مشر له خوا د وينا پر مهال په ولايتي چارواکو د فساد تورونه ولګول شول. او د ولايتي چارواکو د پلويانو له خوا د غونډې رابلونکي کسان په فساد کې ښکېل وبلل شول.

د پکتیا ولایتي چارواکو تل پر ځان د فساد تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د نورو ولایتونو په شان په پکتیا ولایت کې هم څه نا څه فساد شته خو والي او نور چارواکي تر خپله وسه هڅه کوي چې د فساد مخه ونیسي.

د غونډې په پيل کې قومي مشر رښتياوال وويل چې په دې غونډه کې د دې ولايت بېلا بېلو قبيلو، قومي شوراګانو استازو او د يو شمير مدني ټولنو غړيو برخه اخيستې ده.

رښتياوال وويل: په دې ولايت کې چارواکي په فساد کې غرق دې او له ولسمشر څخه يې غوښتنه وکړه چې ولس دې نور د زوراکو او فاسدو خلکو څخه خلاص کړي.

نوموړي وويل چې تر دې وړاندې هم څو ځله مظاهرې او ورته غونډې جوړې شوي خو چا يې غوښتنو او خبرو ته پام نه دی کړی.

ده هيله وښوده چې د نوي حکومت په راتلو سره به فساد چارواکي له دندو ګوښه شي.

1د غونډې ويناوالو له مرکزي حکومته د باصلاحيته هيئت غوښتنه وکړه چې د پکتيا ولايتي ادارې وڅاري او هغه چارواکي چې په اداري فساد کې ښکېل دي ممنوع الخروج او محاکمه کړي.

د غونډې ويناوال او قومي مخور حاجي خواني جهاني وویل:

(( د ولايتي ادارې چارواکو په دې ولايت کې داسې فساد کړی چې عمري به يې خلک هير نکړي موږ په نوي حکومت ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله غږ کوو چې د دې ولايت چارواکي له دندو ګوښه کړي))

قومي مخور حاجي صوفي د پکتيا پر ولايتي ادارې د فساد تورونه پورې کړل.

نوموړي د پکتيا ګټې مهمې وبللې او په ملي يووالي يې ټينګار وکړ.

(( دلته که هرڅوک فساد کوي که والي دی او که بل څوک يو شمير کسان ملاتړ کوي، زما دا غوښتنه ده چې د فساد پر ضد دې ټول پکتياوال لاس سره يو کړي چې د فساد مخه ونيول شي))

غونډه د ولايتي ادارې د ملاتړو له لوري په تاوتريخوالي واوښته. د تاوتریخوالي په لړ کې یو شمئېر کسان برسېرن ټپیان شول.

په دې غونډه کې د اداري فساد اړوند ګڼ مسايل ياد شول چې پکې د ځمکو د غصب، د ولايتي ادارو په فساد کې ککړېدل او د چارواکو بې غوري هغه څه وو، چې ويناوالو پرې مرکزي حکومت خبرول غوښتل.

تر دې وړاندې هم د پکتيا اوسيدونکو د حامد کرزي په حکومت کې د يو لاريون په ترڅ کې له ولسمشر څخه غوښتنه کړې وه چې د دې ولايت چارواکي له ندو ګوښه کړي، خو لا هم ياد چارواکي په خپلو دندو پاتې دي.

88 total views, 1 views today

1 comment

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    دبكتيا مشرانو او سبين كيرو دا حركت دتوصيف ور حركت دي. مكر به يوه شرط جه دوام وركري او نتيجه ته ءي ورسوي كه نن حركت كوي اوسباءي بي نتيجه بريزدي دي ته دخان او قوم شرمول واءي تاريخ لري دبلرو او نيكو تاريخ را زوندي كري .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *