Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د ۳ وزارتونو د منلو لپاره ۳ شرطونه ایښي

تاند- وسله والو طالبانو د افغانستان په حکومت کې د درو وزارتونو د منلو وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې لومړی دې په اساسي قانون کې بدلون راوستل شي او طالبانو ته دې مصونیت ورکړای شي.

ولسمشر اشرف غني د افغانستان په نوې کابینه کې طالبانو او حزب اسلامي ته د حج او اوقاف، سرحدونو او د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارتونو، یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو وړاندیز کړی و.

ویل شوي چې ولسمشر غني دا وزارتونه ملا عبدالسلام ضعیف، وکیل احمد متوکل او غیرت بهیر ته په پام کې نیولي وو.

ویل شوي چې طالبانو ته دا هم وړاندیز شوی چې د هلمند، نیمروز او کندهار لپاره والیان معرفي کړي.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیک له حکومت سره د دوی د سولې د لارې خنډ دی. دوی دغه راز غوښتنه کړې چې په اساسي قانون کې دې بدلون راوړل شي او د سولې د خبرو تر پیلېدو وړاندې دې د طالبانو د غړیو مصونیت تضمین کړای شي.

د طالبانو ویندویانو رسماً رسنیو ته د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

خو له دې سره سره لا هم د سولې هیلې مړې شوي نه دي. همدا اوس په قطر کې خبرې روانې دي. پاکستان هم کلکې ژمنې کړي چې افغان طالبان به خبرو او پخلاینې ته حاضر کړي. سعودي عربستان او چین هم ویلي چې تروسه وسه به هڅه وکړي چې پر پاکستان فشار راوړي.

د افغانستان ولسمشر او اجرايي ريیس موافقه کړې چې په دوو کلونو کې به په اساسي قانون کې بدلون راولي. ممکن په اساسي قانون کې د صدارت د چوکۍ د زیاتولو ترڅنګ د طالبانو ځیني غوښتنې هم په قانون کې زیاتې شي.

د امریکايي پوځیانو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی. د ۱۰۸۰۰ روزونکو نیمايي د روان کال تر پایه وځي او د پاتې نورو ماموریت هم د ۲۰۱۶ کال تر پایه بشپړېږي.

479 total views, 2 views today

7 comments

  1. احمد غیور Reply

    این خیال است و محال است و جنون
    په هیس صورت طالبان یی نه منی
    او که یی ومنی بیا طالبان به نه وی نور خلک به وی

  2. یاسین Reply

    طالب یوه خوشي د ای اس ای د لاس آله ده. دا بیچاره او بی خبره خلګ خطا وتلي او د جهاد په نامه هم خلګ خرابوی او هم ځانونه. د طالبانو سره خبري کوم او د پاکستان په ژمنو باور کول خوشي د ځان غولول دی. که د افغانستان حکومت او هم هغه خلګ چی خپل د کورنی غړي یی د لاسه ورکړی او زړونه یي ډیر ځوریدلي د پاکستان پر نظامیانو باندي حملي وکړی او هم د افغانستان د ملي امنیت ریاست پلان شوي حملي په پاکستاني مخورو باندي پيل کړي نو پاکستان به ډیر ژر تسلیمدو ته چمتو شي.

    1. یاسین Reply

      له بلي خواه ایران تر پاکستان ډيري سختي لاسووهني د افغانستان په کورنیو چارو کښي کوي. د ایران ملایان د امکان تر بریده خپل د جهاد د دوری غلامان و بی نظمي او احتجاج ته هڅوي. خپل فرهنګ غواړي په خاصه توګه د افغاني خایننو په مرسته په افغانستان کښي خپور کړي. غواړي بی نظمي او جنجالونه د افغانستان مظلوم ملت ته پیدا کړي او ددي لاري خپل نفوذ هلته جاري وساتي
      حسن روحانی په ډاګه وایی چي مونږ به په افغانستان کښي د جنګیالیو طالبانو ملاتړ کوو او د هغوي سره به مرسته کوو. چي دا د ټولو بین المللی قواعدو او اصولو پر خلاف دي. خصوصاْ د ملګرو ملتونو د منشور په خلاف عمل دی او د هیوادو په کورنیو چارو کښي لاسووهنه ده.

  3. helal Reply

    Taliban are stupid people and do not understand their velue.

  4. زهره افغان Reply

    د تاند چلونکوته سلا مونه
    دا غوښتنی خو دوی د کرزی نه هم کولی خو هغه ورسره ونه منل که چیری اشرف غنی دا ورسره ومنی نو دا به زما په فکر چې ددی وطن تجزیی ته لاره په نا اګا هانه ډول خلا صه کړی ځکه هغه کندهار یان، هلمند یان او داسی نوربه طالبان څنګه ومنی چې کلونه،
    کلونه یی هغوی د خپلو خپلوانو په ویر ژوړولی او کړ ولی دی . او یو بله نازکی هم دلته شته هغه دا چې د غنی حاکمیت د یوه اولس مشر په ډول تر سوال لا ندی را ځي او خطر ورته پیښییږی ددی دلا یتو نو ورکول به طالبانو ته دا سی په اسانه نه وی ځکه هغه خلګ چې د طالبانو خلاف دی په کندهار کې هغه به مجبور آ د عبدالله او شمالی ټلوالی نه مرسته وغواړی .
    نو خدای ج دی نه کوی غنی دا ورسره ومنی
    والسلام

  5. shahed Reply

    هر هغه څوک چې له مخا لفینو سره د روغې جوړې په خبرو کې خنډ جوړوي هغه ددې خاورې او وطن دښمنان دي، تر څو به وژل کیږو، تر څوبه زموږ کورونه د پردیو تر بمبارد لا ندې وي، په دې جنګ کې یوازې د پښتون بچۍ وژل کیږي د پښتون مکتب ورانیږي د پښتون عزت تر پښو لا ندې کیږي، بس ده نور د پښتون نسل وژنه بس ده

  6. احمد خان Reply

    زما پر اند طالبانو ته باید څه ناڅه ۷ وزارتونه او ستره محکمه ورکړي زکه په کوم معیارونو باندی چې د اوسنیو کسانو ته ( دوستم، محقق، سیاف، داکتر عبدالله او داسی نو…..) ارزول کیږی نو په دغو معیارونو باند هغوی تر دو هم ښه خلک دی او هم ولسی پشتوانه لري نو که محقق او طالبان مونږ په یو تله کی مساوی وزن لرونکي په ټوګه په دی هیواد کې تلو په حقیقت کې د طالبانو په حق کي نه بښونکی ظلم کوو.
    زکه خو زما هیله له ټولو دوستانو نه دا ده چی مخکښی له دی چی طالبانو په هکله قضاوت کوي په همغی هنداره کې د دا موجود داړ ماران هم وګوری او بیا دی په سره سینه قضاوت وکړي

Leave a Reply to یاسین Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2