Categories

اعلان

Loading…

امریکا وايي، ولسمشر غني به د طالبانو د جنګي فصل تر پیلېدو مخکې واشنګټن ته ورشي

تاند- د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د اوباما د حکومت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د جنګي فصل تر پیلېدو مخکې د دغه هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني مهم سفر ته سترګې په لار دي.

د پینتاګون یوه چارواکي وویل، ښاغلی غني به ممکن په مارچ (حوت – حمل) میاشت کې واشنګټن ته ورشي. دا تقریباً هغه وخت دی چې طالبان حملو ته زور ورکوي.

د امریکا یوه جګپوړي چارواکي واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې د اوباما حکومت تمه لري چې ښاغلی غني به ژر واشنګټن ته ورشي، خو نوموړي په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې دا سفر به کله وشي.

دغه چارواکي د افغان ولسمشر د سفر د اجنډا د حساسیت له کبله نه غوښتل چې نوم یې څرګند شي.

ولسمشر غني د سپټمبر په نهه ویشتمه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. دا به له ولسمشرۍ وروسته امریکا ته د ده لومړنی سفر وي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه وايي، دا سفر زیات اهمیت لري ځکه چې ښاغلی غني، چې د انتخاباتي کمپاین په لړ کې یې له فساد سره د مبارزې ژمنه کړې وه، په وروستیو کې په یوه مرکه کې له ولسمشر اوباما څخه وغوښتل چې د ځواکونو د ایستلو په پلان باندې له سره کتنه وکړي.

خو د ښاغلي غني له غوښتنې یوه ورځ وروسته یعني د جنورۍ په پنځمه پینتاګون وویل چې د ځواکونو د ایستلو په پلان کې بدلون نه شي راتلای.

ټاکل شوې ده چې ټول امریکايي روزونکي او تروریستي ضد ځواکونه په ۲۰۱۶ کال له افغانستانه ووځي او یوازې زر تنه د امریکا د سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پاتې شي.

حاضردمه امریکا په افغانستان کې ټولټال ۱۰۸۰۰ روزونکي او تروریستي ضد ځواکونه لري چې نیمايي یې د روان کال تر پایه وځي.

26 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *