Categories

اعلان

Loading…

لوبې/ ایمل پسرلی

غر نه و غونډۍ به وه خو زه چې دومره په لوړو نه ګرځم ساه ساه شوم. ملګري راپورې خندل. ویل یې له پاسه به ښار ووینم. دی دغلته یو وخت عسکر و. له جنګونو ژوندی پاتې شوی و. خو فکر یې لا اوس هم جنګي و.

پاس د غونډۍ په سر تېز شمال چلېده. د ده لمن شمال ښوروله، داسې غږ یې کاوه لکه بیرغ چې تیز باد ته رپيږي. د یوې ډبرې تر څنګ څلور پوچې شوې مرمۍ پر مځکه ښخې  وې. لکه کټاره چې یې جوړه کړې وي. ملګري مې په یوې لاس کېښود:

–         دا د هاوان مرمۍ دي، کافر ګوزار کوي.

ده داسې لاس پرې واهه لکه راضي شوی خاوند چې پر سپي د شاباسۍ لاس تېروي. له مرمیو مې سترګې واړولې. په دوړو پټ ښار ته مې وکتل. د موټرو شور او د ژوند غږ ترې راته. ملګری مې په یوې مرمۍ کېناست. ومې نیو، راته ویې خندل:

–         اوس په کې زور نشته خالي شوي دي.

–         نه ، شاته ونه لوېږې.

شا ته یې وکتل. ډاډه و، لکه وايي چې تر دې یې سختې لیدلي. موسکی شو.

–         لندنیه ، دا افغانستان دی، دلته دا خبرې عادي دي.

لږ لیرې مې یوه ډبره ولیده  سپينه رنګول شوې وه. ملګری مې وپوښت:

–         دا د ماین پاکۍ نخښه نه ده.

–         هو دلته مو ډېر ماینونه ښخ کړي وو، ډېر یې اوس نشته.

–         یعنې یو څه یې لا شاید وي.

–         هو نو چا ته ټول معلوم.؟

وډار شوم. ملګری مې ودرېد. راته ویې ویل:

–         چې دلته دې سنګر وي د چا پلار به درباندې راشي؟

په پوره ډاډ او غرور یې لاندې ښار ته کتل. یو خلکی یې په غاښونو کې نیولی و، یوه پایڅه یې په لاس لږ پورته کړې وه. خپلو پخوانیو خاطرو ته تللی و. ومې پوښت:

–         نو دا ماینونونه مو بیا څه ته ايښي و؟

لکه پېغور چې مې ورکړی وي. پایڅه یې پرېښوده. پکول یې له سره پورته کړ. اوږده وېښته یې وګرول. راته ویې ويل:

–         تاکتیک و تاکتیک، ته د جنګ په رموزو څه پوهېږې یاره.

بیرته مخ په کښته رهي شو. ملګری مې غلی و. په لاره کې یې خبرې ونه کړې. د مېلمنو په خونه کې له کړکۍ سره په توشک کښېناست. خونه یې په خټو ګل کړې وه. چت یې په لرګو پوښلی و. د بالښتونو په سر په پرتو سپينو ټوکرانو سره ګلان جوړ شوي و. دباندې حویلۍ یې پټی پټی وه. یوه کونج کې څاه او تر هغې شاته د چرګانو ګوډله. پر زوی یې چیغه کړه:

–         وه د سپي ذاته هغه چای څه شو؟

شین چای راغی. اته نهه کلن ماشوم راووړ. پوزه یې بهېده. پوندې یې چاودې وې، پر لاسونو یې خیرو چاپ جوړ و. هلک غټ سلام علیکم وویل. چای یې زما د ملګري مخته کېښود. چټک له خونې ووت. ملګري مې وخندل. ما ته یې پياله ډکه کړه:

–         دا شهامت خان و، کافره نخښه وولي.

–         څویم صنف کې دی.

–         نه د درس نه دی، مازغه یې په درس کې کار نه ورکوي.

–         څه پوه شوې؟

پښه یې په پښه واړوله. له کړکۍ دباندې یې حویلۍ ته وکتل. په پوزه یې لاس وواهه. راته ویې کتل. ویې پوښتلم:

–         خارج کې غریبي مزدوري څرنګه ده؟

–          باید درس دې ویلی وي.

غلی شو. چای یې وڅښه. په خونه کې سکوت یوې مچۍ مات کړ. بنګا یې شوه. ده وویل:

–         سمه هلیکوپتر ده.

پسې ورولاړ شو. څادر یې پسې واخیست، وار یې پرې وکړ. یوه شېبه په خونه کې د ده او د موچۍ سیالي شوه.د مچۍ غږ ورک شو. خو ده ونه موندله.  ویې خندل:

–         غلی دښمن ډېر خطرناک وي.

د مچۍ غږ شو. پاس په چت کې تر یوه لرګي شاته پټه شوه. ده په څادر وار وکړ خو هغه هلته پسې ورکه شوه. دی پر ځای کېناست. ویې پوښتلم:

–         په دې موسسو کې څوک نه پېژنې؟

–         نه ولې؟

–         ما ویل یو کلاشنکوف دې راکړي له لښکره به یې موسسه وساتم.

–         ولې پوځ ته نه ځې؟

–         وايي عمر دې ډېر دی او دا پښه چې مې لګېدلې وه هغه هم اوس ورته عیب دی.

شهامت خان په خونه راننووت. تر تخرګ لاندې یې دسترخوان و. په لاسونو کې یې چلمچي او بدنۍ. بیا یې په ښه لوړ غږ سلام علیکم ووایه. د چایو لوښي یې ټول کړل، لاسونه یې راپرېولل او دسترخوان یې هوار کړ. ملګري مې وويل:

–         دغه زوی مې که سنګر ته شو لښکر نه شي پرې راتلی، ډېر زړور دی.

–         د ده تر ځوانۍ دې خدای جنګ نه لري.

–         نه نه نه، خطا وځې به نه، دښمن تل شته.

ښوروا راغله. شهامت په یوه کونج کې کېناست چې څه مو پکار نه شي. ما ډوډۍ ته راوباله، هغه موسک شو. ملګري مې وويل:

–         زوی مې عسکر زوی دی، اماده باش دی.

ښوروا ترخه وه. ډېره مې ونه خوړه. ملګري مې کاسه تشه کړه. خپل زوی ته یې وويل:

–         دغه کاکا دې له لندنه راغلی.

–         خبر یم.

–         د کافر زویه ، سمه بي بي سي یې، ته څه خبر یې.

هلک وخندل. وشرمېده. پښه یې وګروله. پلار یې ورته وویل:

–         دی مو همسایه و، مکتبي و، بیا سره جلا شو.

–         خبر یم.

پلار یې غټ ټېغ ویوست. د لاس په اشاره یې زوی وپوهاوه چې دسترخوان ټول کړي. هغه مو لاسونه راپرېولل. ما اجازه وغوښته، ملګري مې وویل غرمه ده یوه سترګه پټه کړم. خو زه رهي شوم. ده به سترګه پټه کړې وي. زوی یې دباندې په کوڅه کې ولاړ و. د لرګو په ټوپک یې لوبې کولې.

د مازدیګر ۱۸:۴۱

د جنوري دویمه ۲۰۱۵

600 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸