Categories

اعلان

Loading…

د لغمان د استیناف محکمې د دېوان رييس د مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شو

تاند- د لغمان چارواکي وايي چې د دغه ولایت د استناف محکمې د مدني دیوان رئیس قاضي محمود الحسن نن په ننګرهار ولایت کې ووژل شو.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سمپه دې پېښه کې چې د یوه مقناطیسي بم په وسیله وشو د قاضي محمود الحسن دوې کوچنۍ لوڼې ژوبلې شوي دي.

چاودنه نن سهار د اتو بجو په شا وخوا کې د ننګرهار ولایت د شیشم باغ په سیمه کې وشوه.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي:«د لغمان د استناف محکمې د مدني دیوان رئیس قاضي محمود الحسن په موټر پسې نښلول شوي مقناطیسي بم انفجار کړی؛ چې په دغه پیښه کې نوموړی په شهادت رسیدلی او دوه کوچنۍ لورګانې یې چې د یوولسو او دولسو کلونو په عمر دي ټپیانې شوي دي.»

په نوموړي باندې په داسې حال کې چاودنه شوې چې خپلې لوڼې یې له کوره ښوونځي ته رسولې.

په وروستیو کې د مقناطیسي بمونو په وسیله حملې زیاتط شوي دي. په دې ډول حملو باندي په کندهار، هلمند، اروزګان، زابل او نورو جنوبي ولایتونو کې په لسګونو دولتي مامورین وژل شوي دي.

د پېښې په اړه د لغمان د والي د ویندوی سرحدي ځواک څرګندونې واورئ:

39 total views, 1 views today

enclosure:
http://www.taand.com/wp-content/uploads/2015/01/۱.mp3 171677 audio/mpeg

1 comment

  1. لاره وي Reply

    د طالبانو په عدالت یا محکمی کی هر جرم ته حتی که یوه وړه جرم هم وي د مرگ سزا ورکول کیږي دلته تاسو وگوری آیا د نړي په کوم هیواد کی پولیس ، قاضی ، یا محکمه وجود نلري له هغه وختنه چی حکومتونه جوړ سوی له سل هاوو کلونو راپدی خوا قاضی ،حاکم، پولیس او نور دولتی مامورین په هر هیواد کی شتون لری آیا نن پاکستان عربستان اونورو هیوادو کی قاضیان او د دولت مامورین وجود نلری؟ آیا د طالبانو په وخت کی د دولت مامورین وجود نه درلود ؟ که په یوه ټولنه کی د قانون د پلي کولو خلک نوی واضح خبره ده چی هغه ټولنه به له اله گولی او بی نظمی سره مخامخ وي او خلک به د قاتلانو غلو او ډاکوانو نه په عذاب وي۰.
    اول خو دولت کی کار کول کوم جرم ندی حتی که د طالبانو د عدالت له مخی ومنو چی دا یو جرم ده نو جرم ته خٌو مختلفی جزا گانی ټاکل شوي لکه جریمه، جنحه، قباحت، د مرگ سزا یا د یو سړی نه د خدای تعالی لخوا ورکړ شوی ژوند نیول خو ورستئ جزا ده هغه هم پدی شرط چی هیخ کومه بله لاره وجود ونلری او د مجرم د اصلاح کیدو بلکل امکان موجود نوی، حتی که دا هم ومنو چی د دولت دی کارکونکي ډیره سخته گناه کړی او باید چی د طالبانو د عدالت پر اساس باید اعدام شي نو دلته بیا د هغه دوه و معصومو د لسو او دولسو کالنو لوڼو چی پلار سره مکتب ته روانی وی گناه څه وه چی ظالمانه پدی پیشه کی ټپیان شول آخر د دوي گناه څه وواو د کوم توریا جرم په ګناه ؟؟؟؟؟.
    لعنت دی وي پداسی عدالت اوکاشکی لوی خدای د دی حادثی په عاملینو هم ورته حالت راولئ.
    غمجنی کورنی ته د صبر جمیل استدعا د دی پیشی قربانی ته د جنت فردوس دوعا او تنگی او بیګناه ماشومانو ته یی د روغتیا دوعا کوو آمین یا رب العالمین

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *