Categories

اعلان

Loading…

ملا فضل الله د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړ چې د پېښور حمله به پرې هېره کړي

تاند- د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله خبرداری ورکړ چې پر یوې بلې داسي حملې کار کوي چې د پېښور حمله به له خلکو هېره کړي.

د لندن د میرر ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستاني طالبانو مشر ویلي، که پوځ د ده د اوسېدو له ځایه خبر وي، دی هم پوهېږي چې پوځ چیري دی.

د میرر ورځپاڼې د راپور له مخې ملا فضل الله ویلي چې طالبان به په پوځیانو باندې په سړکونو، بازارونو او هر بل ځای کې برید وکړي.

ده د پېښور د پوځي ښوونځي د حملې دفاع وکړه، ویې ویل چې نوموړی ښوونځی د پوځ د روزنې مرکز و.

د پېښور د پوځي ښوونځي په حمله کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول.

ملا فضل الله ویلي چې پر دغسي ځایونو به حملو ته دوام ورکړي.

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. روغ لیونی Reply

    اصلی د امریکا او انګلیس دښمن، زنده باد! تر هغو چه پاکستان په داسو حملو کی ګیر رانشی هیڅ کله به سولی ته غاړه کی نږدی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *