Categories

اعلان

Loading…

د دوو هیوادونو ترمنځ بې تابعیته خلک/ اسدالله داوودزی

په پاکستان کې له تیروڅلویښتو کلونو څخه نږدې د افغانستان څو نسلونه رالوی شول، زده کړې او یا هم نور کاروبار یې وکړ، ودونه یې وکړل، بل نسل په هماغه خاوره د هماغو خلکو په منځ کې سترګې پرانستې او اوس هغوی هم د پاکستاني چاپیریال سره په آشناکیدو د هغوی په کلتور، فرهنګ، او دودونو کې د ضم کیدو سره رالوییږي، زده کړې کوي او یاهم د ژوند په نورو مصروفیتونو کې اخته دي.

دغه نسلونه په ځانګړې توګه هغه نسل چې هلته وزېږېد او هملته رالوی شو د پاکستاني ټولنې د خوی ، خصلت، روان، دودونو، او ژوند ژواک څخه یې رنګ واخست ، د نوموړې ټولنې له هرڅه، خاورې (جغرافیې) کلي، کوڅې، چم اوښار، خلکو او چاپیریال سره رواني او عاطفي تړون او اړیکه پیدا کړه ،دغه فطري تړوونونه لکه روان، عاطفه او احساس هیوادنئ مینه زیږوي او بیا دغه مینه په خپل وار سره ژمنتیا او تعهد رامنځته کوي. ددغو احساساتي او رواني تړاوونو او اړیکو پریکون د لویدیځوالو او غربیانو طلاق نه دی چې د طلاق لیک په لاسلیک کولو به هرڅه ختم شي.

د دومره ژورو اړیکو سربیره د پاکستان حکومت د هغه ځای میشتو افغانانو ژمنتیا او تعهد د پوښتنې لاندې راوستل نه احساساتي پریکړه ده ځکه که دې کښې د احساساتو دخل وی نو د افغانانو د احساساتو قدر به شوی وی او نه هم ماشومانه دریځ ځکه چې د هغوافغانو ماشومانو احساسات یې هم په پام کښې ونه نیول چې یا خو په ډیرو سختو حالاتو او ستونزو کښې بیا هم هلته په زده کړو بوخت دي او یا هم د یوې مړئ ډوډئ د ګټلو لپاره په لارو، کوڅو اوډیرانونو ګند او کباړ راټولوي.بلکې ددې ترشا درې لاملونه کیدای شي، لومړی له نړیوالې ټولنې څخه مادي امتیازات ترلاسه کول او د افغانانو د پیټي او بار په حیث بیا بیا یادونه هغوی (نړیوالې ټولنې) ته خپل احسان او ښیګڼه وریادول او یا هم بلک میل کول. دویم، کډوالي سیاست (Refugee Politics ( کول اوددې لارې د افغانستان دولت د خپلو روا او ناروا غوښتنو پوره کولو ته اړ ویستل. دریم د خپل ناکامه او ناکاره حکومت او حکومتوالۍ مسؤلیت افغانانو ته په منسوبولو د خپل مسؤلیت څخه تیښته او خپلو خلکو ته د ځواب ورکولو لپاره پلمه لټول او د هغوی پام بل خواته اړول دي.

مونږ دا نه وایو چې افغان کډوال به په داسې پیښو او کارونو کښې لاس نه لري، لري به یې خو په جرمي پیښو کښې نه په ترهګریزو او ورانکارو پیښو کښې چې هغه هم که یو څو ګوتې په شمار کسان وي، ځکه چې له یوې خوا خو هیڅ امکان نه لري چې هغوی دې په داسې یو ستراو ظالمانه آیډونچر لاس پورې کړي، نه د هغوی سره دا امکانات شته، او نه هم د داسې امکاناتو وړلو او انتقال ته زړه ښه کوي، اونه یې هم بیا دومره محفوظې سیمې ته انتقالولای شي. له دې وړاندې مونږ په هیڅ ډول دداسې پیښو شاهدان نه وو، ځکه چې دا هر څه د هغوی له توان نه پورته دي او که توان یې وي هم نو دڅه دپاره؟ د چا دپاره؟ به خپل او دکورنئ ژوند هلته له خطر سره مخامخ کوي. او که دوی دا فکر کوي چې دوی به دا د افغان حکومت په وینا او د هغوی په همکارئ سره کړی وي، بیا خو زه په بشپړه توګه باوري یم چې افغان حکومت د هغوی په استعمالولو سره هغوی ته ستونزې نه جوړوي، ژوند يې له خطر سره نه مخامخ کوي. که افغان حکومت یې پوښتنه نه کوي نو کم ترکمه دا هم نه غواړي چې ورته ستونزې او ننګونې رامنځ ته کړي. له بل اړخه پاکستان میشتي افغانان پاکستان سره مینه، احساساتي تړون ، ژمنتیا او تعهد لري، هیڅکله دا تصور هم نه شي کولای چې ګلالي ماشومان خو پریږده حتی د پوځ خلاف هم په داسې یوه ناوړه او شوم کار لاس پورې کړي.

دپاکستان حکومت په ځانګړي توګه د تحریک انصاف او جماعت اسلامي په مشرئ ایتلافي ایالتي حکومت د خپلې ناکامئ، بې کفایتئ او بې مسؤلیتئ پړه په بې وزلو او خواروافغان کډوالو نه اچوي، له بلې خوا دې د پاکستان اسټبلشمنټ د کډوالي سیاست (Refugee Politics) څخه لاس واخلي او دادې د افغانستان د دولت خلاف د یوه کارډ او بلک میلنګ په حیث نه کاروي، افغان کډوال دې پریږدي چې هلته خپل د خوارئ او غریبئ ژوند له خپلو پاکستاني ورونو سره په خوښئ تیر کړي. د افغان کډوالو څو نسلونه د پاکستان او پاکستانیانوسره دوستي، ګډ ټولنییز ژوند، کاروبار اواحساساتي او رواني تړون لري په داسې تورونو د هغوی احساسات ټپي او زیانمن کیږي. پاکستان په داسې کولو سره په افغانستان کښې د ورځ په ورځ پاکستاني ضد، پوځ ضد او ISI ضد عامه افکارو ډیرولو پرته بل څه نه کوي، په داسې حالت کښې به دوی خپل یواځیني همدرد، خواخوږي اولابي (افغان کډوال) هم له لاسه ورکړي، پاکستان په افغانستان کښې همدا یواځینی نرم ځواک Soft Power لري چې په افغانستان کښې ترې د خپلو روا او مشروعو ګټو لپاره استفاده کولای شي نو ددې ځواک د لاسه ورکولو څخه به پاکستان په افغانستان کښې نور د پښې ایښودو ځای هم پیدا نه کړي.که پاکستان افغان کډوالو ته نورې آسانتیاوې نه شي ورکولای نو کم ترکمه دې هغوی ته بیا بیا د د شړلو په ګواښ سره د هغوی روان او احساسات نه زخمي کوي ځکه چې د تورې ټپ ښه کیږي خو د ژبې ټپ نه رغیږي او تل ترتله پاتې کیږي.

افغان کډوال انسانان دي، هغوی عواطف لري، پیرزوینې لري، جذبات لري، هغوی د پاکستان په هرایالت ،ښار، کلي، کوڅه او چم کښې ژوند کړی، زیږيدلي، رالوی شوي، کاروباریې کړی او کوي، زده کړې یې کړي او کوي نو هغوی د هماغه ځای سره، خلکو سره، او ولسي ادارو، بنسټونو او نهادونو سره جذباتي او عواطفي تړون لري هغوی دا هرڅه خپله خاوره، خپل ځای او خپل خلک ګڼي، هغوی سره یې ودونه او خپلوئ شوي نو دا خو د سودا پیټی نه دی چې په شا به یې راواړوي او دپاکستان د احساساتو او جذباتو د پیراو پلور په بازارکښې به خپل عواطف خرڅ او بازار به پریږدي، پاکستان دې د هیواد په حیث نه د انسان په حیث د یو څو شیبو لپاره انساني جذبات، روان او احساسات په ځان کښې پو کړي او بیا دې افغان کډوالو ته وګوري نو ورته معلومه به شي چې انسان څه ډول عواطف لري او کله چې هغوی ته د وتلو او بیرته ستنیدلو ګواښ کیږي نو څه احساس او برداشت لري، زه دلته د پاکستان د افغان کډوالو سره د هغوی چلند برخورد له قانوني لحاظه او اقتصادي اړخ نه بحث نه کوم یواځې د انساني رواني او عواطفي اړخه خبرې کوم، د قانوني کیدو او اقتصادي پیټي والي چاره یې هم کیدلای شي خو که پاکستان پرلاس ته راوړوونکو مرستو او امتیازاتو بسنه او قناعت وکړي او د کډوالئ سیاست څخه لاس په سر شي نو دا ستونزه هم حل کیدلای شي.

نه ادهرکی رهی نه ادهرکی ( نه د دین نه د سادین):

افغان کډوال د دواړو هیوادونو دسیاستونو او پالیسیو په منځ کښې سینډویچ Sandwich شوي دواړه غاړې پرې د یو او بل د جاسوس تور لګوي، څوک ورته د ملي امنیت د هغوی په اصطلاح خاد ګمارل شوي او جاسوس وايي او بله غاړه ورته د ISI جاسوس یا دهغوی لاندې روزل شوي وايي، په داسې حال کښې چې حقیقت اپوټه (برعکس) دی، د افغانانو دا بې وزله او خواره Diaspora هیڅ هیواد او تابعیت نه لري، نه ددې غاړې دي او نه دهغې غاړې. که د قانوني لحاظه بحث وکړو پاکستان ورته قانوني تابعیت نه دی ورکړی او افغانستان چې په تاریخي لحاظه یې هیواد دی حقوق نه دي ورکړي. پاکستان ورته د دایمي پاتې کیدو او اوسیدو اجاز نه نه ورکوي او افغانستان یې د راستنیدو چاره نه لټوي، هغه کوم چې ستانه شوي هغه هم په خپل ورتګ پښیمانه دي، نه سرپناه لري، او نه هم کار او روزګار. ددوی په نوم جوړې شوې سرپناوې هم د حکومت مفسدو چارواکو په خپل منځ کښې سره ویشلي دي.

ځوړند برخلیک او تت راتلونکی:

په پاکستان کښې د میشتو افغانانو راتلونکی مبهم او برخلیک ځوړند دی ځکه چې اصلي ټاټوبی او وطن یې افغانستان دی خو کور،کاروبار، ژوند، زده کړې، او خپلوئ یې په پاکستان کښې دي خود پاکستان د نن سبا د پالیسئ له کبله نه ددوی کار سم شو او نه کور، ځکه چې د کور او ژوند په جوړیدو او دکاروبار په غوړیدو کښې تسلسل او دومدارتوب کلیدي رول لري ځکه چې هماغسې کور جوړیږي او هماغسې په کاروبار کښې پانګونه کیږي او زده کړې هم په یوه سستم کښې دوام غواړي او که دوام نه وي او له یوه سستم بل ته اوړي نو زده کړې یې زیانمنې کیږي. نو له دواړو هیوادونو پاکستان او افغانستان څخه د افغان کډوالو په استازیتوب زمونږ غوښتنه دا ده چې پاکستان دې نن او سبا نه کوي اوپه مسقل بنیاد دې دوی ته دوه ګونی تابعیت Dual Nationality په ورکولو سره دوی ته د کډوالو ټول حقوق او امتیازات ورکړي او د حقوقو په بدل کښې طبعا افغان کډوال د پاکستان په وړاندې د ځینو مسؤلیتونو پابند کیږي هم، او له بلې خوا دې د افغانستان حکومت هم لاس تر زنې نه کښيني او ددوی د راستنیدو لارې چارې دې ولټوي ترڅو بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه شي.

اسدالله داودزی د پښتونخوا د سنټرل ساینس کالج څخه په سیاسي علومو کښې لیسانس او د پیښور پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکوکښې ماسټري لري. اوسمهال د ایکول اکسس نړیوالې مؤسسې سره د د پراجکټ آفسر په حیث کار کوي او ترڅنګ یې د یویشتمې پیړئ د مشرتابه ښوونځي، پاک افغان ځوانانو تړون اود ندای افغانستان بنسټونو مشري هم پرغاړه لري.

42 total views, 1 views today

1 comment

  1. شاپور Reply

    داودزی صاحب تاچه کومو شیانو ته ګوته نیولی اوکوم ربړونه دی څیړلی، زه یی په اړه څه نه وایم ځکه تا به دهغه په هکله پوره معلومات درلودل. خو یو شی چه تاسی په شان یو لیکوال یی باید حتمی دیاده ونه باسی هغه داده چه په رسمی ‌‌‌‌‌‌ډول هیڅ افغان داخق نلری چه په هغه سیمه چه دافغانستان دولت دپاکستان حق نه وی منلی ، نو لیکوال یی په زوره په پاکستان پوری وتړی چه داخپله دپاکستان او پنجاب ګټو ته په نه پاملرنه کارکول دی دپښتنی ملالی کتاب که چا لوستی وی هغه په څومره څرګنده توګه وایی چه :زه دسوات پښتنه ملالی یم نه دپاکستان ځکه چه سوات دپاکستان خاوره نه ده او پښتانه هیڅ وخت داد‌‌‌‌‌‌ډیورند کرغیړن تړون نه منلی او نه به یی ومنی. هیله ده چه هرافغان چه په دا ‌‌‌‌‌‌ډول موضوعاتو لیکنی کوی ، نو دخپل هیواد قانون او دافغانانو روحیات او روانی مسایل دنظره ونه غورځوی

Leave a Reply to شاپور Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *