Categories

اعلان

Loading…

سپکه او کلکه مصنوعي پښه جوړه شوه

تاند- د جرمني یوه ډیزاینر داسي مصنوعي پښه جوړه کړې چې تراوسه پوري دومره سپکه او کلکه پښه نه وه جوړه شوې.

د ساینس مجلې د راپور له مخې د دې پښې، چې (Exo-Prosthetic) نومېږي، په جوړولو کې د درې بعدي (3D) چاپ له ټکنالوژۍ او د معلول د روغې پښې له سکن څخه په کار اخیستلو ډیزاین شوې ده.

دا مصنوعي پښه خورا سپکه او کلکه ده او بله ښېګڼه یې دا ده چې ارزانه تمامېږي.

1د مصنوعي پښې د وزن کموالی ډېر اهمیت لري.

د دې درې بعدي مصنوعي پښې ټول بندونه د انسان طبیعي پښې ته ورته دي‎.

د دې پښې جوړوونکی وايي چې دا دومره طبیعي ده چې ناروغ احساس کوي چې خپله حقیقي پښه یې ده.

ټاکل شوې ده چې دا پېښه د ازمېښتونو له بشپړېدو وروسته په ۲۰۱۵ میلادي کال بازار ته راووځي.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *