Categories

اعلان

Loading…

خالد پښتون… نوى شاعر / ليکوال: فيروض خان صادق

ښاغلی خالد پښتون د پښتو معروف غزل ګو، منفرد نقاد صاحب طرز نثر نګار او بې باک صحافى دے چې نثري تنقيدي ليکونه یې وخت په وخت په پښتو مطبوعاتو کښى خپريږي،

 په بنيادي توګه د ده موضوع نقد دی او هغه هم ډير معياري او باوري د علم او څيړنې په رڼا کې تخليق کوي چى د پښتو ادب د تنقيدي برخې لپاره د ستاینې وړ کار دی، په شاعرۍ کې یې هم د معيار او د دې وخت د ضرورت خيال ساتلے دی، څنګه چى د ده نثري فنپارې د بنيادي اصولو او مروجه قوعدو په تول پوره دى او د پښتو ژبې د غوښتنو سره سم دى هم دغسې یې په شاعرۍ کې هم د خپل چاپيريال انځورګري په ډيره هنرمندۍ او فنکارۍ سره کړى ده.

 د دريو لسيزو پرله پسى مشق سخن نه پس چې د ده شاعري د يو کتاب برابر شوه نو د ملګرو له اړخه ورته د کتاب د اشاعت اسرار شروع شو سره د دې چې د موصوف خواهش دا وو چې نوره شاعري هم وکړي او ښه په قلار يې چاپ کړي خو بعضې مخلصو ملګرو په تيره بيا د ملګري نعمت الله صديقى او څو نورو ملګرو کتاب چاپولو ته مجبور کړو او دا دی په کال ٢٠١٤ کې یې د پښتو لومړی شعر ټولګه ، د شور په نوي پړاو ، په نوم چاپ شوه چې زما په اند د دې کال تر ټولو معياري او منفرده شاعري پکې چاپ شوى ده، په کتاب لومړی سرليک ښاغلي عبدالغفور ليوال صاحب ( قافله د رنګ اوبوي)  د سر خط لاندې ليکلی دی، هغه د خپل ليک په يوه برخه کې داسې ليکي،

( ښاغلی خالد پښتون بريالۍ غزليزه شاعري کوي که څه هم يو شمير ازاد شعرونه يې هم په دې ټولګه کې لوستلاى شۍ خو په غزلونوکې یې د بیتونو داخلي موسيقى او د انځور هستونې ځواک يې د غزل زوړ فورم نوی کړی دی، ځای په ځای د مخامخ ( مستقيم ) درک په ځای له اشياوو او افکارو سره متناوب چلند له يوې خوا او د ځينو په زړه پورې پوښتنو طرحه کول له بلې خوا د پښتون د غزليزې شاعرۍ پښه تر فلسفي افکارو پورې ورغځوي خو د نوموړي دا بيان وچ فلسفي ابهام نه بلکه د هنر اووه رنګه رزغون ټال تصور ته ورته دى.)

 او خبره چى د فلسفې راغله نو يقنينا چى د خالد پښتون شاعري د فلسفې په شال کې را ښکاره شوې ده او په يو نوي او منفرد عالمانه او هنري بڼه يې لوستونکيو ته وړاندى کړى ده چې داسې شاعري بازوقه خلق لوستی او استفاده ترې کوی شي ځکه چى د خالد پښتون علمي کچه لوړه ده، د شعر او ادب مطالعه یې فراخه ده نو د ده د شاعرۍ لپاره به هم د همدومره کچه  پکار وي ځکه چې خالد پښتون د شعر په لیکلو او لفظونو ترتیب کولو ښه پوهه دی د شعر لپاره د لفظونو او انتخاب هم د هغه د وس کار دی د ده شاعري بالکل د دی اصولو مطابق ده کوم چې په

   WEBSTERS NEW.WORLD

DICTIONARY

کښې داسې لیکلی شوی دی

RHYTHMICAL_ARRANGEMENT. OF. WORDS.IN VERSE_SOMETIMES_RHYMED.EXPRESSING FACTS.IDEAS.OR EMOTION IN A STYLE MORE CONCENTRATED. IMAGINATIVE AND PORER FULL.THAN THAT FO OR DINARY.SPEECH

یعني په شعر کښې د الفاظو غنايي ترتیب چې کله کله مقفی هم وی د الفاظو دغه غنایي ترتیب واقعات، خیالات او جذبات په داسې ډول ګویانه  کوي چې دعامو خبرو اترو نه زیات پیوستون تصوریت او توانايي لري.

وس چې مونږ د خالد پښتون د شاعری مطالعه د دغو اصولو په رڼا کې کوو نو په دغه معيار بيخي پوره او کره ده دا هم ورته اعزاز حاصل دے چې هغه په ملکي علاقايي او بين الاقوامي حالاتو هم ژور نظر لري ځکه چې تعلق یې د باشعوره طبقې سره دی او ضمير یې بيدار دی حساس او باخبر دی نو هر شعر یې د خپل وخت د غوښتنو سره سم تخليق کړيدی، ښاغلی سليم راز صيب دشور په نوى پړاو کې په خپله سريزه کې د خالد پښتون د شاعرۍ په هکله ليکي:

( د شور په نوى پړاو شاعري په فکري لحاظ ډيره واضحه ده چې شاعر یې د هيڅ قسمه تذبذب يا مصلحت ښکار نه دی خپل شعر یې د خپل فکر او نظر يې ترجمان ګرځولی دی او په شاعرانه ښکلا وحکمت یې خپل انقلابي سوچ او علمي نظر د خلقو د فکري رهنمايۍ لپاره د شور په نوى پړاو مخې ته راوړى دى، په نورو ټکو کښې ژوندۍ او متحرکه شاعري یې کړيده)

د خالد پښتون په مجموعه کې غزلونه، نظمونه او قطعې شاملې دي او هر يو صنف یې د کمال درجې ته رسولی دی هر شعر له یې د زړه وينې او د خپل فن ښکلا ورکړې ده او دا ځکه چې خالد پښتو ن په بنيادي توګه د ايوب صابر د کلي او محفل سړی دی د ځنګل خيلو په تاريخي کلي کې زيږيدلی دی او د صابري مکتب په ادبي ماحول کې یې تربيت موندلی دی د رومان ساغر او رحمت شاه رحمت غوندې ادبي استادان او بيا د دغو سرخيلانو د تخليقاتو او لارښوونو څخه يې نيغ په نيغه استفاده کړې ده نو هر کله چې په داسې ادبي ماحول کې ديو زلمي د تعليم يافته شاعر روزنه وشي نو د هغه فن به د خپل وخت نمائندګي ولې نه کوى ؟

خالد پښتون چې څومره د غزل ښه شاعر دی هم دومره د نظم هم ماهر دی په دواړو صنفونو کښې یې توازن برقرار ساتلی دی او د خپل قوم حقيقي تصوير ئې پکې وړاندى کړيدی خپل کتاب یې په دريو برخو ويشلی دی په لومړی برخه کې غزل دويمه برخه کښې نظم دريمه برخه کښې څلوريزې شاملې دي د هر څه نه وړاندې د انسانيت بقاء او فلاح غواړى او امن سوکالۍ ترقي او ښيرازۍ ته ليواله دی او د امن په حقله د هغه عقيده دا ده چې،

 امن منشا ده د خالق د يو خواهش سبب دی

 امن ښکلا ده د انسان د پيدايښت سبب دی

 امن احساس د خوشبويۍ دی د فکرونو نوم دی

 خو دې وطن کې فقط امن د وهمونو نوم دی

 امن د ښار د رواجونو د هنر نامه ده

 امن د کلي د ښائست او د ګودر نامه ده

 امن دروڼ ضمير اواز دی د رڼا نامه ده

 د ده شاعري د انسانيت دښيګړې په سپيڅلو اصولو بنا ده او انسانيت خير او خوشحالي غواړي او وايي انسان د ښيرازۍ له برکته د خپل شعر په ذريعه عمردراز يم هغه د خپلو پښتنو رواياتو او اقدارو حجرې او ګودر ساده ژوند ژواک باندې ډير مئين دی ځکه خو یې ستاینه کوي:

 شته دے ساده ژوندون اوشته دلته بې کچه مينه

کلي کوڅې د پښتونخوا راته اواز راکوى

 په دغه اساس مونږ ویلی شو چې د خالد پښتون شاعري د خپل قام د کلتور يو ريښتونی تاريخ هم دی او ترتيب هم ځکه چې هغه د خپل قام هر اړخ ياد کړيدی او بيا يې د خپل فن په رنګونو داسې انځور کړيدی چې هر څوک یې د صداقت تصديق کوى په دې کې د خالد پښتون د ځيګروينه هم شامله ده ځکه چې هغه د صابري مکتب فکر نمائنده شاعر دی او د صابر صيب عقيده دا ده چې:

 قلم ډوب کړه خپلو وينو کښې صابره

 بې له وينو ښه شعرونه نه جوړيږى

 خالد پښتون هم خپل شعر ته د زړه وينه ورکړې ده او نن چې  مونږ د ده د شاعرۍ مطالعه کوو نو هر يو شعر یې هم په دغه حقيقت دلالت کوي او د خالد پښتون د شعري قوت او صلاحيت غمازي هم کوي، يو طرف ته د پښتنو د ژوند مثبت اړخونه ستايي نو بل طرف ته  يې منفى اړخونه هم ښايي چې بنيادي غرض يې د دغو اړخونو ختمول دي لکه په پښتنو کې چې د سورې يو غير اسلامي او غيرانساني رسم و رواج دی چې هغه ئې داسې انديښمن کړيدے:

 د ورور په جرم کې یې خور د سورې نوم ګټلی

 دا د دې کلى رواجونه دي چې څه به کيږي،

 موصوف د خپل وخت يو نماینده شاعر دی او د خپل وطن په صورتحال او لمبه لمبه منظر یې کلک نظر دی هم دغه منظر داسې انځوروي

 زيړې لمبې زيړه فضا ده بوګنيدلې ښکاري

 دلته کې سرو رنګونو کډې اړولې ښکاري

 ګوره دوخت په دروازه باندې ساده جانانه

 نن د جذبو سوداګران څومره ښاغلې ښکاري

او بيا په تيره د پښتون وطن ټاټوبی چې وويني نو داسې ګويانه شي:

زړه به د پښتون پرې ولې نه سوزي

وس د پيښور خوندونه نيشته دي

 خو د پيښور تر څنګ د کابل تصوير هم غمژن کړيدی ځکه چې هغه د لر او بر پښتون يو تن ګڼي يو قوم او يو ورور یې بللى ځکه وائى:

  لمبې پکې ليدی شوې په سرو وينو کې لت پت وو

 تصوير چا د کابل په پيښور کې خرڅولو

او د پيښور او کابل دا ورورولى په يو بل ځائے کې داسې يادوي:

 کابله ! ننګ یې په تا هم کړيدی

 زړه که هر څو په پيښور دے ولاړ

 او هر کله چې د پښتون وطن دغه په غم لړلی جنګ ځپلی تصوير وويني نو خپل پښتون قام ته د بيدارۍ او د دې حالاتو نه د وتلو احساس ورکوي او ورته وائى:

 نور دې په چا بس اعتماد نه کوى

پښتون دې خپله الميې نه ووځي

 هغه يو مسلمان او پښتون شاعر دی په دې پوهه دے چې مايوسي ګناه ده ځکه نو د دومره سنګينو حالاتو باوجود هغه وس هم مايوسه نه دی او هيله من دی چې يوه ورځ به د مايوسۍ محرومۍ دا تيارې له مينځه لاړې شي او د امن، مينې او اخوت صداقت، ترقۍ ښيرازۍ ډيوې به بلې شي،او د خپل استاد او ملګري محترم سليم راز صيب د دې رايې سره متفق او باوري دی چې:

 مونږه تيرو کې ورکيدلی نه شو

 مونږه سحر باندې يقين چې لرو

 او د يو زيرک ذهين او رهنما او مسيحا شاعر منصب او مسلک هم دغه پکار دی چې هغه کله هم مايوسه نه شي او د خپل ځان سره خپل قام هم په دغه يقين او اميد روان کړي او د دې غرض لپاره خپله برخه کار او کردار لوبوي ځکه چې د هرې مايوسۍ لپاره د زوال ټکی شته هرې تيارې له رڼا ده هر باطل به ختميږي او حق به د تل لپاره پاتې کيږي هغه د ژوند سلسله لا محدوده ګڼى او په دې يقين دی چې دا سلسله يو فرد يوې خبرې يوې موضوع پورې محدوده نه ده په دغو شعرونو کښې دغه عقيده او فلسفه داسې بيان کړې ده .

 د ژوند قيصه سبا بيګاه پورې محدوده نه ده

 زما اشنا يوازې تاپورې محدوده نه ده

 په نوي شکل کې به بيا بيا راټوکيږې ګله !

ستا د هستۍ قيصه فنا پورې محدوده نه ده

 د تجسس په هر پړاؤ راته وخت داسې ويل

 دا د تيارو دښته رڼا پورې محدوده نه ده

 د ژوندانه مزل د مرګ په پوله نه ودريږي

 د تغیير لوبه عقبا پورې محدوده نه ده

 ډيرې ښادۍ نه انسان کله کله هم وژاړي

 خوښي يوازې په خندا پورې محدوده نه ده

 څوک ترې نه ځي او څوک راځي څه عجيبه دستور دی

 دغه دنيا ګوره په چا پورې محدوده نه ده

 په دغه غزل کښې ده د خپل فن او هنر په زړۀ پورې څرګندونه کړې ده او خپل مافى الضمير یې په ډير سپيځلي انداز کې بيان کړيدی چې د لوستونکيو او په شعر پوهه لرونکو د پاره پکې د زده کړې ډير څه موجود دي د ځانګړيوغزلونو تر څنګ ئې يو شمير شاهکار نظمونه هم په خپل کتاب کښې چاپ کړيدي چې يوه نمونه یې په داسې ډول ده د دې نظم سر خط دی.

 ښځه :

که دې ناوې وي عزت دی

 که دې خور وي نو غيرت دی

 که دې لور وي نو رحمت دی

 که دې مور وي نو جنت دی

 که پردۍ وي نو حيا ده

 خو زما په نظر ښځه

د انسان د ذات بقا ده

 د دې نه علاوه په دې کتاب کې التجاء، ته او زه او زه علامه اقبال او وهمونه ګمانونه او شکونه هم بهترين مقصد او معنوى نظمونه دي چې خالد پښتون پکې د خپل فکر او فن جوهر شيندلى دى او د نوي دور د شاعرانو لپاره یې نوي موضوعات راپيدا کړي دي هم په دغه اساس ويلی شو چې خالد پښتون د نظم او غزل د دواړو ادبى صنفونونماینده شاعر دی چې د خپل قام او ادب صحيح ترجماني کوي قوم هم په داسې باشعوره زلميو فخر او وياړ کوي څنګه چې د هغه په غزل او نظم کښې مقصديت غزونې کوي دغسې يې قطعې هم د خپل وخت د زړه خبرې کوي د جونک له خرواره په مصداق ترې دا يوه قطعه تاسو هم ولولۍ

 ځکه مجبور ناکام ناکام پاتې دی

 چې لا تر اوسه زوړ نظام پاتې دی

 کله پردو کله د خپلو خلقو

 غريب هر دور کې غلام پاتې دی

 هر کله چې د خالد پښتون ادبي ذوق ژورې مطالعې پراخه مشاهدې او پرله پسې ادبي commitment تنقيدي نظر او د صحافتي تجربې جایزه واخستی شي نو هم دغه ځواب به راځي، چې خالد پښتون د مقدار په ځای د معيار قایل دی تنقيد یې د خوښې او طبعې موضوع ده شاعري یې د خپل وخت اواز دی او نور تخليقات او موضوعات یې د خپل وخت اواز دے او نور تخليقات او موضوعات یې د پښتون قام رهنمایى او پښتو ژبې خدمت دی چې د مصلحت نه بې پرواه دی په خپل کار او زيار مطمین دی دوخت د تقاضو نه خبر دی او د قلم او تخليقي صلاحيتونو څښتن دی په داسې حال کښې د ده د فن معيار بيخي ځانګړی رنګ او اهنګ لري د ده په غزل کې تغزل غم عشق غم کاینات او احساس درد مندى سوز و ګداز یې ښکلا تکنيکي رنګ او د ده هنري مقام جوت دى رښتيا خبره دا ده چې ده د جذبې او تخيل په ذريعه يوه بيله دنيا اباده کړې ده، سره د دې چې د خپلو رواياتو پابندي هم کوي خو د جدت نه هم انکار نه کوى بلکې جدت خو د کاميابۍ راز او د موجوده وخت جواز او ضرورت ګڼي.

خالد پښتون په هغو زلميو شاعرانو کښې څرګند نوم دی چې هغوى د تک بندۍ څخه ځان ساتي او شاعري د يو مقصد  لپاره کوي د شاعرۍ په بنيادي ضابطو خبروي او د وخت د تقاضو نه اګاه وي هغه په شعر کښې ځانګړی فکر لري او د خپل فن په زريعه د قام او ژبې کلتوراو تاريخ ، رواياتو او عنعناتو تحفظ کوي. اسلام  سرلوړى د توحيد بيان د رسالت ماب صلى الله عليه واله وسلم تعريف وتوصيف د حق او صداقت امن او ترقۍ اتحاد او اتفاق تعليم او تربيت انسان ته د خپلو ذمه واريو احساس او رويو بدلون او داسې نور او مثبت اړخونه د ده د فن بنيادى موضوعات دى هم د دغه مقصد د پاره یې د خپلې شاعرۍ لومړی مجموعه د شور په نوى پړاو خپلو مينه والو ته ډالۍ کړې ده په دې هيله یې ټول پښتو لوستونکي یې په داد او تحسين بدرګه کړی او دغسې به په شاعر کې د نور تخليقى عمل قوت او صلاحيت پيدا شي چې پښتو ادب ته به دغسې معيارى او د وخت دغوښتنو سره سم کلام سوغات کوى.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *