Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر د هرات نژدې ټول دولتي چارواکي ګوښه کړل

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه کمساري اقدام کې د هرات ولایت شاوخوا ۳۰ ريیسان او قومندانان له کاره لېري کړل.

ولسمشر غني پرون هرات ته لاړ او په دغه ولایت کې یې د ناامنیو د زیاتېدو او اداري فساد د مخنیوي لپاره له مشرانو او سپین ږیرو سره سلامشوره وکړه.

ده د خلکو د نظرونو له اورېدو وروسته وویل، دې نتیجې ته رسېدلی چې د هرات ولایتي چارواکي لارم کفایت نه لري او باید لېري شي.

ولسمشر د هرات د پنځلس ولسوالیو امنیه قومندانان او دغه راز هغه ولسوالان لېري کړل چې د ازادو سیالیو له لارې ګومارل شوي نه دي.

د هرات د استیناف محکمې څارنوال، د ښځو د چارو ريیسه، د ګمرک ريیس، د يوهنې رييس او یو شمېر نور د برطرفه شویو دولتي مقاماتو او چارواکو په ډله کې شامل دي.

په وروستیو کې په هرات کې د انسانانو تښتونه، غلاوې او تروریستي بریدونه زیات شوي دي او د هرات خلکو د ناامنیو د زیاتېدو له کبله دولتي چارواکي په بې کفایتۍ تورن کړي دي.

ولسمشر په یوه خبري غونډه کې وویل:« په هرات کې مې ټولو امنیتي چارواکو ته امر کړی دی چې د هرات امنیتي ستونزې ختمې کړي او په هرو درو میاشتو کې د هرات ولسي استازو ته د خپل کار راپور ورکړي.»

ولسمشر مخکې هرات ته د حقیقت موندنې لپاره یو پلاوی لېږلی و چې د پلاوي د راپور له اورېدو وروسته یې تېره اوونۍ د هرات والي فضل الله وحیدي لېري کړ.

ولسمشر وویل چې د حکومتي ادارې کمزورتیا د هرات د ستونزو اصلي علت دی ځکه یې د دغه ولایت والي او نور چارواکي لېري کړل.

ولسمشر وویل چې د هرات له یو شمېر خلکو سره یې خبرې وکړې او له هغو یې وغوښتل چې په خپله خوښه ۵ تنه تنه د ښاروال په توګه ورمعرفي کړي څو دی د هغوی له منځه یو تن ښاروال وګوماري.

په افغانستان کې ښاروالان لا هم انتصابي.

ولسمشر د هرات خلکو ته وویل چې د دغه ولایت د اقتصادي وضعیت د ښه کولو او د اسیا پر یوه مهم اقتصادي مرکز د هرات د بدلولو لپاره پروګرامونه لري خو اوس نه غواړي په دې اړه ډېر څه ووايي.

328 total views, 1 views today

5 comments

  1. Dr.H. Z.SAFI Reply

    Salamoonah;
    Daghasi. Longlive Ashraf Ghani. Cyd Fazlo de oos berta konnarr ta d`Dangaam vliswal shi.
    Pa ttoloo vilayatono ki bayed hamdasy washy tir tszo la ttekadariy khlas shy.
    Ulus che wayii pakhwani kefencashaan de badel shy kho malamet na diey, Cabinette ham bayed ttola safah aw mesleki aw sadeqah aw hewaaddosta vi na watanfroshaan!.
    Inna ekremekom a`indeALLAH-e atqyakum.

  2. shakir Reply

    لکه ۶ د جدی چی د افغانستان په تاریخ کی یوه توره ورځ ده ، په هرات کی د اشرف غنی کوچنی انقلاب په راوستلو سره چی ۳۰ مفسید اشخاص یی له دندو لری او محکمی ته ورمرفی کړل تمه پیدا کیږی رڼا راروانه ده.
    زبردست کار یی کړی دی،وایم چی په لاسو یی برکت شه چی په هرات ولایت باندی یی جارو راکش کړ
    خوند به یی هله کړی وو چی چی ولسمشر ارګ ته نه وای راغلی بلکی له همهغه ځایه یی نورو ولایاتونو ته همدغه جارو د ځان سره اخیستی وای تر څو پر ۳۴ ولایاتونو یی راتیره کړی وای. ټول مفسدین یی دار ته لیږلی وای او پر ځای یی سم د سړی زمن مقرر کړی وای.موږ له ولسمشره عواړو چی همدغ لړی ته دوام ورکړی .
    .

  3. hassan Reply

    ماشا الله ډیر ښه کار یی وکړ وایی چی آزموده را آزمودن خطاست. د ښاغلی کرزی د دوری نژدی ټول چارواکی مفسد ، غافل، لټان ، خودخواه، ځان منونکی او په نورو سلو اجتماعی مرضونو ګرفتار دی. ښه به داوی چی دغو مقاماتو ته نوی او تکړه مسلکی او هیواد ته متعهده افغان کدرونه په کار وګماری.

  4. arsalankhan Reply

    Excellent work….a clear message for other corrupt practicers and traitors….keep it on long life for Ashraf ghani the president of Afghanistan….

  5. سید الر حمن زیار مل Reply

    کاشکی خوست ولایت هم سفر وکړی دخوست والی او دده ډله یوتعداد بی کفایته ریسان هم لیری کړی شپه او ورڅ ښهښه خورکونه عیش ونوش او بی تفاوتی پراګنداګی نفاق اچول او حکومت ته دوام ورکول دیدغه ډله مطلق باید لیری او بی وظیفی شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2