Categories

اعلان

Loading…

سوداګر : په کندهار کې د لندې مېوې د يوه لوى او عصري مارکېټ جوړېدل يوه لويه او مهمه اړتيا وه

 د کندهار د لندې میوې سوداګرو د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د نوي جوړ شوي مارکيټ پر  جوړېدو  خوښي ښکاره کړه او په عین حال کې يې غوښتنه وکړه چې په دغه مارکیټ کې دي د لندې میوې دساتلو لپاره  سړې خوني هم  جوړي شي   .

دلندې میوې دغه سوداګر چې  شمیر يې شاوخوا شپېتو تنو رسبدي په کندهار پریس کلب کې يې دیوې غونډې پرمهال وویل چې  په پخواني مارکيټ کې د زياتو ستونزو سره مخ وه چې زیاتره مهال به په ښار کې  دسختو امنیتي تدابیروپرمهال د میوې مارکیټ وتړل شو چې په نتیجه کې به يې د دوي تازه مېوه خرابه او میلونونه افغانۍ تاوانونه به ورسیدل

IMG_0111

د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو د کمېټې مشر حاجي احمد شاه وویل چې په  دې وروستيو کې دوی  ته د لوی کندهار په سطحه يو مجهز مارکيټ جوړ شوی دي  او اوس د سوداګرو ستونزې تر ډيره ځايه حل شوي خو د مېوو د ساتلو دپاره يخي خوني غواړي.

د حاجي احمد شاه  په وینا چې د سړو  خونو د نه شتون له امله يې هر وخت په زياته کچه مېوې له خوراکه او بهر ته له صادريدو پاتيږي چې له امله يې دوی ته مالي زيانونه رسيږي

سوداګرو  دغه راز د هغه کمشن کارانو کړنې  هم وغندلي چې د لندي او تازه مېوي د سوداګرو په نوم د زاړه مارکيټ پر شتون ټينګار کوي.

د دغو سوداګرو په وينا  دغه کسان د خپل مخالفت په لړ کې کابل ته هم تللي او هلته يې له اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله

عبدالله سره ليدلي خو دوى وايي چې دغه کسان د ټولو سوداګرو استازيتوب نه شي کولاى.

دوي له دولته وغوښتل چې ملي سوداګر دي پانګي اچوني ته تشويق  کړي  او له مايوسه کيدو دې ډډه وسي.

په عین حال کې د مهمند په نوم د تازه او لندي مېوې د سوداګريز مارکيټ مشر حاجي محمدصديق مهمند وايې چې د نوي جوړ شوي مارکيټ دپاره د يخو خونو د جوړيدو پلان جوړ شوی او ډير ژر به جوړي  شي

د لندې مېوې نوى مارکېټ چې د کندهار ښار په ښوراندام سيمه کې جوړ شوى د ګڼو نورو اسانتياوو تر څنګ په معياري بڼه جوړ شوي ٧٥٠ دوکانونه لري چې په زرګونو نورو کسانو ته هم په کې د کار زمينه برابرېداى شي.

ددغه سهولتونو تر څنګ په  دغه لوى مارکېټ کې ښوونځى ديني مدرسه روغتيايي مرکز، بانکونه او پنځه پوړه لرونکي دوه لوى هوټلونه هم رغول شوي دي.

91 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *