Categories

اعلان

Loading…

په سویډن کې پر یو بل مسجد هم برید وشو

خبریال: سیف الرحمن شیرزاد (سویډن سټکهلم)

د سویډن پولیسو د اسکلستونا په ایالت کې وړمه ورځ په یو جومات له برید نه وروسته چې پنځه تنه پکې ټپیان شوي ول تیره ورځ په همدې سیمه کې په یو بل جومات د برید پخلی کړی دی.

پولیسو وویل چې نامعلومو کسانو یو ځل بیا په یو بل جومات برید وکړی دی. د یادونی وړ ده چې په سویډن کې په دوو ورځو کې په دوهم مسجد  برید وشو د پولیسو د معلوماتو له مخې برید کوونکو د جومات شیشې ماتې کړي دي. دا برید د ماسپښین په وخت شوی دی.

په سویډن کې له بهرنیو سره د دښمنۍ او افراطیت په اړه یو څیړنیز سازمان ایسکپو ویلي دي چې په روان کال کې په سویډن کې په ۱۲ جوماتونو بریدونه شوي دي.

د نوموړي سازمان په وینا په سیمه کې میشت مسلمانان اکثره وخت دا ډول پېښې پټوي او چارواکو او پولیسو ته شکایت نه کوي.

د یادولو وړ ده چې دا بریدونه یوازې د اروپا په سویډن کی نه بلکی د اروپا په نورو هیوادانو کی هم ترسره شوي. څه موده وړاندې په اتریش کې هم په یو جومات برید شوی و.

بل خوا بیا د سویډن پولیسو د دعه برید کوونکو د نیولو هلې ځلې کوي څو بیا داسی پیښه ونشي.

277 total views, no views today

1 comment

  1. arsalankhan Reply

    This is called extremism…the west say we the muslims are harsliners but infact they are hardliners and even cannot tolerate our masjids there… shame on Europe..and their leaders.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2