Categories

اعلان

Loading…

که مو سازمانونه د زده کړې مرکزونه شول/ محمد عارف رسولي

که د انساني پانکې او فردي پوهې ترڅنګ د یوه هیواد سازمانونه د نوې پوهې، ښه کار، غوره تولید او زیات ثروت په ایجاد کې د زده کړې مرکزونه شي نو په سیي لاره روان دئ. که د هیواد سازمانونو د ښې رهبرۍ، غوره مدیریت او په کم وخت او لږه خرچه د ډېرو کارونو سرته رسولو پوهه ترلاسه کړه نود هغه هیواد پرمختګ او سوکالي حتمي کیږي. که سیاسي سازمانونو او ګوندونومو د تشو شعارونو په ځای د خلکو په خدمت او د ملي یووالي په ټینګښت کې له یو بل سره روا او مشروع مسابقه پیل کړه نو ملي ستونزو، شخړو او د بهرنیاو لاسوهونو ته د حل لاره موندل کیږي.

زموږ موخه په دې ځای کې هر دولتي، نیمه دولتي، نادولتي او خصوصي سازمانونه دي. همدارنګه دلته موږ د اکادیمیکي، تولیدي، تجارتي، تبلیغاتي، غیر انتفاعي او نورو څخه بحث کوو. په پایله کې دلته ټول نور ډولونه لکه د مدني ټولنو، خیریه موسسو او ان د سیاسي سازمانو څخه بحث کوو.

د ټولنیزو، سیاسي، کلتوري او سیاسي ستونزو د حل لپاره راز راز زده کړو ته اړتیا وي. خو په نن زمانه کې د زده کړو نوي میتودونه رامنځته شوي دي او هغه په ټیم کې زده کړه، ټولنیزه زده کړه، او په ځانګړې توګه په سازمانونو کې زده کړه ده چې د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې یې اهمیت ورځ تر بلې زیاتیږي. دټولنیزو، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او تولیدي ستونزو د ښې او ارزونې، د غوره پلانونو د جوړولو او پلي کولو لپاره سازمانونو په جمعي ډول زده کړې اوپوهې ته اړتیا ده. یو هیواد، د هغوي علمي موسسې، دهغوي تولیدي او خصوصي کمپنۍ هغه وخت د نورو هیوادونو له ورته نهادونو سره سیالي کولئ شي چې سازمانونه یې د زده کړې مرکزونه وي او ټولنیزې زده کړې ته ژمن وي او په اهمیت یې پوهیږي.

په غوره توګه د کارونو ترسره کولو لپاره په پرمختللو هیوادونو کې زده کړه کوونکي سازمانونه د زمانې په تیریدو سره منځته راغلي دي خو دا یوه ډېره ورو پروسه ده او ان تر ننه په وروسته پاته هیوادونو او ټولنو کې په خواشینۍ سره دا کار ندي شوئ.

داچې ولې سازماني زده کړه مهمه ده ډېر لاملونه لري. ستر لامل دادئ چې په سازمان کې د ډېرو کارپوهانو نظرونه، تجربې، پوهه د ښو لاسته راوړنو لپاره سره یوځای کیږي او د فردی انرژي په سنرژي (غونډه انرژي) بدلوي. همدارنګه، انسانان هڅه کوي چې پخپلو کارونو، هڅو او زده کړو کې موثریت رامنځته کړی. یعنې په کمو هڅو، زیرمو اوکم وخت کې ښې لاسته راوړنې او ډیرو خلکو ته د ښو خدمتونو رسول ممکن کړي.

د مثال په توګه، د علومو زده کړه پخوا په تیت او نا منظمه توګه کیده. یوه استاد به په یوه وخت کې یوه زده کوونکي او طالب العلم ته درس ورکاوه او دا میتود زموږ په ولسونو، کلو او مسجدونو کې تراوسه شتون لري. پوهیږو چې دا خورا ورو او غیر موثره د زده کړې لاره ده او په دې توګه ترډېرو خلکو نشو رسیدلئ. وروسته بیا ټولګي رامنځته شول او یوه استاد په یوه وخت ډېرو زده کوونکو او زده کړیالانو ته لاسرسۍ پیدا کړ. همدارنګه د معلوماتي تکنالوجي د چټګ پرمختګ سره دا موثریت نور هم زیات شو او نن د انټرنیټ له لارې لا نورو خلکو ته رسیدلئ شو.

په ګروپي توګه او په ټولګي کې د زده کړو نورې ګټې:

  • په ټولګي او ګروپ کې یو داسې د زده کړې چاپيریال رامنځته کیږي چې زده کوونکي او زده کړیالان له استاده او له یو بل څخه زده کوی.
  • که په ټولګي او ګروپ کې یو سم چاپیریال رامنځته شي نو د علومو د زده کړې ترڅنګ د ګډون کوونکو په روان، شخصیت، تربیه، اخلاقو او مهارتونو باندې هم ستره اغیزه شیندي او دا ټول وده کوي.
  • په ګډون کونکو کې د رهبرۍ، مدیریت، او له نورو خلکو سره د اړیکې نیولو استعداد رامنځته کوي او د ګډ کار لاره اوارولئ شي.

زده کړه یوازې په اکادیمیکي اوعلمي موسسو کې لکه پوهنتونونه نه خلاصه کیږي. په پوهنتونو او اکادیمیکي موسسو کې یو ډول زده کړه کیږي. همدارنګه، زده کړه د څیړنو په مرکزونو، په فابریکو، په عسکري قشلو، په دولتي او نادولتي ادارو، په وړو او سترو خصوصي شرکتونو کې هم زده کړه کیږي. په دې ځایونو کې د تیوري په ځای په عملي خوا باندې تمرکز کیږي. په دې مراکزو کې د کارګرانو، کارمندانو، څیړنکو او نورو د ښه مدیریت، ښې رهبرۍ، ګډ کار ته د هڅونې، غوره او ډېر تولید په هکله زده کړه او څیړنې کیږي او د کار غوره لارې مومي.

د پورته ګروپي او سازماني زده کړو اهمیت په نړۍ کې ورځ تربلې زیاتیږي. د سازمانی زده کړو په موثریت، ښه والي او دا چې څنګه ترلاسه کیږي ډېرې څیړنې شوې او نور کار هم ورباندې روان دئ. ملتونه، ګوندونه، د خصوصي سکتور کمپنۍ او نور په سازمانی زده کړه باندې خورا زیاته پانګونه کوي او پوره وخت ورته ټاکی. په نن زمانه کې د ملتونو پرمختګ او وروسته والئ هم ترډېره پدې پورې اړه لري چې هغوي په کومه کچه خپل سازمانونه د زده کړې مرکزونه ګرځولي دي او ترکومه په دې کار کې بریالي او یا ناکام دي. همدارنګه، په نن زمانه کې د سازمانونو د ارزونې او ودې په هکله په ټولو سیاسي، دولتي، غیردولتي، د خصوصي سکتور او غیر انتفاعي سازمانونو کې شباهتونه او توپیرونه لري.

اړینه ده زموږ خلک پوه شي چې نن یوازې دا کافی نده چې موږ څو کسان د یو چا ترمشرۍ لاندې راولو، د وظایفو لایحې او مدیران ورته وټاکو او د امر اونهیې له لارې په خلکو یو څه کاروکړي او بس. بلکه اړینه ده چې هر سازمان مو د ګټورو او لاموثرو کارونو د زده کړو په مزکز بدل شي.

دسازمانونو د ارزونې او ودې کارپوهان وایي چې سازمانونه انسانانو ته ورته والئ لري. د زیږون، وړوکوالي، ځوانۍ او پوخوالي مرحلې لري. همدارنګه، لکه انسانان ستونزې، ناروغۍ او په مخکې خنډونه لري او باید ځان ورباندې پوه کړو او د حل لارې ورته ومومو.

خو نن چې کله هیوادونه د پرمختګ لاره پيدا کړي نو هڅه کوي چې خپل سازمانونه د زده کړې مرکزونه کړي. هغوي په دې کار زیاته پانګونه کوي. دلته هره علمي او اکادیمیکي اداره او پوهنتون ورځ تربلې د څیړنو په مرسته د زده کړې نوي او ښه میتودونه رامنځته کوي. هغوي نوي څیړنې کوي، له نورو دولتي او نادولتي ادارو سره په ګډه د طب، صنعت، کرنې، د انرژۍ د تولید، په کمه بیه او لږ وخت د ښه تولید لپاره د موثرو لارو چارو او نورو په هکله په پلټنو بوخت وي او نوي کشفیات کوي. همدارنګه، هره تولیدي کمپنۍ د انسانانو د لا موثر کار په لارو چارو ځان پوه کوي او زیات ثروت، پوهه او کار ایجادوي.

د زده کړه کوونکو سازمانونو مفهوم یو پراخه بحث دئ او دلته په دې لنډه مقاله کې د هغو د څیړلو ځای نشته. زه مینه والو ته بلنه ورکوم چې د (Learning Organizations) په نامه په نړیوال انټرنیټي جال کې نوره پلټنه وکړي او خپل معلومات زیات کړي. دلته زه یوازې دموضوع په هکله پنځه ساحې یا دیسیپلونونه په لنډه توګه تشریح کول غواړم.

د زده کړه کوونکو سازمانونو کار د پنځو لاندې ساحو او یا دیسیپلینونو په بنسټ باندې ولاړ وي:

ځاني وړتیا – هغه زده کړه ترڅو خپله وړتیا پراخه کړو ترڅو هغه پایلې رامنځته کړو چې ډېرې يې غواړو، او داسې سازماني چاپیریال ته وده ورکړو چې خپل ټول غړي هڅوي چې د هغو پرمختیايي موخو او آرمانونو په لور چې دوی یې غوره کوي وده وکړي. دلته ویلئ شو چې په زده کړه کوونکو سازمانونوکې د هرغړي وظیفه داوي چې د ښو پایله لرونکو او ګډو کارونو سرته رسولو لپاره خپله وړتیا زیاته کړو. باید پوه شو چې سازماني زده کړه هلته ممکنه کیږي چې په سازمان کې افراد زده کړې او مثبت بدلون ته تیار وی.

فکری چوکاټونه – د نړۍ په هکله د خپلوداخلي تصویرونوپه باب بیا کتنه، دوام لرونکي روښانول، اصلاح، او لیدل چې څنګه زموږ کارونو او پریکړو ته شکل ورکوي. هر انسان د نړۍ، خپل چاپیریال او نورو خلکو او دهغوي د کړو وړو د ارزونې لپاره یو فکري چوکاټ لري. سړئ باید په خپل دې چوکاټ ځان ښه پوه کړي. هرڅو باید ښه ځیر وي چې د ده فکري چوکاټ د ده د کار، او چاپیریال پیښې او پرمختګونه لکه چې وي هسې وویني او له حقیقت او واقعیت څخه بلې خواته نشي. داهم په سازمانی زده کړه کې دا خورا مهم ټکئ دئ.

ګډ لید لورئ — په یوه ګروپ کې د ژمنتیا یو سوچ را پیدا کول دي، د هغه راتلونکي په هکله چې موږ یې رامنځته کول غواړو، د ګډو تصویرونو په وده ورکولو، او د هغو اصولو او لارښودونکو تمرینونو په مرسته چې موږ هغه راتلونکي ته ورسوي. ګډ سوچ او لید لورئ په سازمان کې خورا مهم دئ که موږ کلک کړئ وي چې زده کوونکئ سازمان ولرو.

د ټیم زده کړه – د بحثونو او ټولنیز سوچ کولو د مهارتونو لیږد ته وایي ترڅودخلکو ګروپونه هغه یقیني هوښتیارتیا او توان ترلاسه کړي چې د غړو د فردي استعدادونو د مجموعې څخه زیات وي. هرڅوک باید یقین ترلاسه کړي چې که مسئلو ته په دلیه ایزه توګه وګورو، ډله ایزې زده کړې ته ژمن شو او د نورو نظر ته اهمیت ورکړو نو په ټیم او سازمان کې زده کړه پنځولئ شو.

په سیستم سوچ کول — د سیستم په هکله د فکر کولو یوه لاره ده، دهغه د تشریح او پوهیدو یوه ژبه ده، هغه قوتونه او یو تربله اړیکې دي چې د سیستم خاصیت ته شکل ورکوي. دا دیسیپلینونه او ساحې له موږ سره مرسته کوي چې ووینو څنګه سیستم په اغیزمنه توګه بدلون مومي ترڅو د طبیعي او اقتصادي نړۍ له لویو پروسو سره په نوره همغږۍ کې کار وکړو.

په پای کې باید پوه شو چې هريو دیسیپلین او ساحه خورا اوږد بحث غواړي او زیات مواد ورباندې لکل شوی دي. د دې لپاره چې له یوې ساحې یا یوه دیسیپلین څخه ګټه واخلو اړینه ده چې په ټول ژوند کې ورباندې کلک عمل وکړو او د پای نه منونکې پرمختیایي لارې لارویان وو.

دیوه هوسا، سرلوړي او خپلواک افغانستان په هیله

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *